اقتصاد

که په یوه اداره کې د عامه اړیکو او مفاهمې مسؤل شوۍ، دا دندې به لرئ

لیکنه: لن لېنټن ژباړه: غازي عابد د اړیکو یا مفاهمې مسوول د یوې ادارې یا کمپنۍ د مختلفو لورو سره د افهام او تفهیم جوړولو مسوول دی، لکه له له پيریدونکو، خبریالانو، پانګه اچوونکو، ډونرانو، تولیدونکو او په ټولنه کې له ټولنې او خلکو سره د اړیکو جوړول… همداراز د کارکوونکو او مدیرانو لپاره د افهام و تفهیم په برخه کې مشاوریت هم کوي او تر څنګ باید لیکلي او غږیزې خبرتیاوې تولید کړي، تر … نور ولولئ
سیاست

د عبدالله د وضاحت اړتیا؛ غني د کومو پارلماني نوماندانو ملاتړ کړی؟

د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د پارلماني ټاکنو له ترسره کیدو وروسته د وزیرانو شورا په لومړنۍ غونډه کې له څرګندې اشارې پرته د حکومت نېمایي ونډه وال( ارګ) د یو شمېر پارلماني نوماندانو په ملاتړ تورن کړ. ښاغلي عبدالله د پارلماني ټاکنو د مثبت ارزولو ترڅنګ په ټاکنو کې د پراخ ګډون له کبله د خلکو او د ښه امنیتي چاپېریال د رامنځته کولو له کبله د افغان ځواکونو سرښندنه وستایله. … نور ولولئ
سیاست

د جنرال رازق د مرګ معما؛ امریکا که پاکستان شهید کړ؟

ارشاد رغاند د جنرال رازق پر شهادت چې څومره زیاتې ورځې تېریږي، هغومره یې د مرګ د عاملینو په اړه ادعاوې او تورونه زیاتیږي. رازق څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت ودانۍ کې تر یوې غونډې وروسته په ډزو شهید شو. ځایي چارواکو رسنیو ته وویل، چې پر هغه او له غونډې پر راوتیو نورو یو شمېر کسانو د کندهار د والي یوه نوي ساتونکي ډزې وکړې. پر دغو ډزو د جنرال رازق ترڅنګ د … نور ولولئ
سیاست

حکمت خلیل او استعفا یې؛ دلایل یې څومره منطقي دي؟

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حکمت خلیل کرزي پرون له خپلې دندې استعفا وکړه. ښاغلي کرزي پخپله استعفا پاڼه کې ویلي، چې د استعفا لوی دلیل یې د بهرني سیاست د بریالیتوب په برخه کې د حکومت د رهبرۍ ترمنځ ژور اختلافات او د ده د کاري زمینې محدودیت و. د حکمت خلیل استعفا د خلکو او سیاسي فعالانو مختلف غبرګونونه پارولي. د پلویانو دریځ … نور ولولئ
سیاست

د پارلماني ټاکنو نتایج به څنګه وي؟

که څه هم د تیرې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې مشکلات ډیر وو، ولې دا هم باید ووایم چې تر ډیره د پخوا په نسبت رایه اچوونې له اړخه شفاف انتخابات وو. ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال ریاست جمهورې ټولټاکنې او د ۲۰۱۰ کال پارلماني ټولټاکني ډیر له درغلیو ډکې وي. حتا ما په سترګو هغه وخت ولیدل چې ډیری رئیس محلانو او ډیفسېانو او نوماندانو به ځان سره تر څو زره د انتخاباتي کارتونو کاپيانې … نور ولولئ
سیاست

نننۍ ټاکنې، مثبت او منفي خواوې یې کومې وې؟

د افغانستان ۳۲ ولایتونو نن د پارلماني ټاکنو یو مهم پړاو(رایه اچونه) ترسره کړه. دا ټاکنې د ټولو هغو اندیښنو او بې باوریو خلاف ترسره شوې، چې د دغو ټاکنو د پرخپل وخت نه ترسره کیدو په اړه موجود وو. پر دغو ټاکنو دقیق بحث به سرله اوسه ممکن نه وي، خو دلته یې په عمومي ډول مثبتو او منفي ټکو ته کتنه کوو. لوی مثبت ټکي د افغانستان نننۍ پارلماني ټاکنې په داسې حساس … نور ولولئ
سیاست

سولې هڅې او بریدونه؛ جنرال رازق ولې نښه شو؟

ارشاد رغاند د سویل ختیځ زون ترټولو مقتدر پوځي او سیاسي څېره جنرال رازق نه یوازې د حکومت وسله والو مخالفینو؛ بلکې حکومت او سیاسي ډلو ته هم په ځینو برخو کې لوی حریف او سرخوږی و. کندهار ته د ناټو د عمومي قومندان د سفر پرمهال هغه برید، چې مسولیت یې وسله والو طالبانو پرغاړه واخیست، له ظاهري اړخونو وراخوا نورې خواوې هم لري. د هغو ټولو خواوو بحثول کافي اسنادو ته اړتیا لري، … نور ولولئ
سیاست

د کندهار ولایت کې پر غونډه برید ؛امنیې قومندان او د ملي امنیت ریس وژل شوي

  راپورونه وايي چې د کندهار ولایت په دفتر کې نن د کندهار د چارواکو او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر تر منځ له غوندې وروسته دغلته د والي د یو ساتونکي له خوا په راټولو شویو کسانو ډزې شوي دي. د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالي، رسنیو ته ویلي چې د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق، او د کندهار ولایت کې د ملي امنیت ریس … نور ولولئ
سیاست

د پېښور بډه بېره کې د روسي بندیانو پاڅون څنګه وزپل شو؟

په ۹ مې ۱۹۸۵ م د سره صلیب (ریډ کراس) نړي وال استاځې “ډیویډ ډیلا لارنټس” په اسلام اباد کې د شوروي اتحاد (روس) سفارت ته ورغلو. سفیر ته يې خبر ورکړو چې په ۲۷ اپریل “بډه بیر” کې ټول روسي قیدیان په یوې چودنې کې وژل شوي وو. د ۱۹۸۰ م راهیسې د صوبه سرحد مهاجر کیمپونه د افغان جهادي ډلو په لاس کې وو. دغو ډلو بهرني نړۍ ته د جنګ د راپورونو، … نور ولولئ
په زړه پورې

د ټرمپ حکومت او استعفاوې؛ دغو چارواکو ولې ترې لاربېله کړه؟

ژباړه او ترتیب: بشر دروېش د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت یوه ځانګړنه دا ده چې ډېرو چارواکو ظاهرا د ټرمپ د سرزورۍ او حکومت د انحصاري کولو له وجې استعفاوې کړي. ټرمپ لکه زموږ ولسمشرغني هم په لوړپوړو دندو کې د خلکو د زر ټاکنې مهارت لري او هم یې ډېر زر او اسانه له سیستمه ویستو کې نوم وتی دی. په وروستي ګام کې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا … نور ولولئ