سیاست

د پښتنو او هزاره سیمو نا امنۍ؛ د وینې رنګ که ارادې فرق لري؟

له تېرې اونۍ راهیسې د غزني پر جاغوري او مالستان ولسوالیو او له څه مودې راهیسې د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ كې چې درې واړه سیمې د هزاره وروڼو مېشت ځایونه دي، د وسله والو طالبانو د درنو بریدونو خبرونه ورکړل شوي. په دغو بریدونو کې ځایي خلکو او افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو خبر ورکړل شوی. له بریدونو سره هم مهاله د مختلفو سیمو اړوند هزاره مدافعینو د طالبانو د بریدونو او … نور ولولئ
په زړه پورې

د یمن د مظلومیت سمبوله نجلۍ مړه شوه

امل حسین هغه یمني نجلۍ چې د یمني ماشومانو د فقر او مظلومیت سمبول ګڼل کیده، د خوارځواکۍ له وجې مړه شوه. دا څوک وه؟ امل حسین ۷ کلنۍ نجلۍ وه. د هغې د خوارځواکۍ ځپلي وجود تصویرونو هغه د یمن د فقر او مظلومیت په سمبول بدله کړې وه. نوموړې د نومبر په لومړۍ نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغې له مرګه څو ورځې مخکې(د اکتوبر په ۲۶ … نور ولولئ
سیاست

د ولايتي شورا ټاکنې، صلاحيتونه او مسٶليتونه

ليکوال: نورآغا ” حقيار ” هوتک سمونګر: کشمالي ” اکرام “ ولايتي شورا يو خپلواک بنسټ دى، چې د قانون په چوکاټ کې د ولس د ستونزو د حل په موخه د ولس په رايه رامنځ ته شوى او اساسي موخه ترې د ملت او دولت تر منځ د اړيکو ټينګول، ساتل او پالل دي، چې د ولس او دولت تر منځ د ارتباطي پْل نوم هم ورکولى شو. په افغانستان کې د لومړي ځل … نور ولولئ
سیاست

د ماسکو ناسته؛ سوله که نظام جوړونه مهمه ده؟

د روسیې په پلازمېنه ماسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته بالآخره د افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو د مزاحمتي هڅو باوجود د سیمې د یو شمېر هېوادونو، طالب استازو او سولې شورا د پلاوي په ګډون ترسره شوه. دغې ناستې ګڼ اړخونه لرل، چې یو مهم اړخ یې د افغانستان د راتلونکي نظام جوړونې په اړه د وسله والو طالبانو اود پردې ترشا د دوی د ملاتړو قوتونو دریځ و. د دغې … نور ولولئ
سیاست

د امریکا ټاکنې؛ کامیابه شوې مسلمانانې یې څوک دي؟

ژباړه او ترتیب: بشر دروېش د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې د نومبر د ۶ مې په تاکنو کې په لومړي ځل دوو ښځینه مسلمانانو د ولسي جرګې ټاکنې وګټلې. په دې مطلب کې دا دوه مسلمانانې در پېژنو. فلسطینۍ رشیده ۴۲ کلنه رشیده طلیب په مېشګن ایالت کې انتخابات ګټلي دي. هغه د واکمن حکومت د اپوزیسیون(ډیموکرات ګوند) غړې ده. رشیده د امریکا د ډیترویټ په ښار کې پيدا شوې، لویه شوې او … نور ولولئ
سیاست

ډاکټر جلالي په کابل کې؛ څه به کوي، د سولې هڅې څنګه ګڼي؟

  د افغان سولې په اړه د هڅو له ګرمیدو سره د دغو هڅو په اړه د سیاسي څېرو مختلف غبرګونونه هم لیدل کیږي. په یوه تازه ګام کې د سولې شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ د شورا یو پلاوی د روسیې پلازمېنې ماسکو ته ورغلی څو د سیمې د هېوادونو او طالب استازو په ګډون د سولې په یوه اړونده غونډه کې برخه واخلي. دلته د سولې د هڅو په اړه … نور ولولئ
سیاست

په افغانستان کې د ایران سیاسي او مذهبي مداخله

د عدنان ساحل لیکنه افغانستان کې د ایران لاسوهنې هغه مهال پيل شوې، چې کله په ایران کې د دوی په وینا، اسلامي انقلاب په ۱۳۵۷ کال کې بریالی شو. هغوى تر نن ورځې د افغانستان په حکومتي او ولسي چارو کې د اسلامي ورورګلوۍ، خيريه مؤسساتو او شيعه ييزم سره د همدردۍ په پلمه په لوړه کچه لاسوهنې کوي او دا لاسوهنه اکثره وخت د سپین سترګۍ تر بريده هم رسيږی. د سپاه پاسدارن … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جلال اباد کې د حق غوښتنې خیمه: د حکومت چوپتیا او د ولس چغه !

راپور: غازي عابد په لغمان او ننګرهار د اوږده مهال لپاره د برښنا پرې کیدل او له ننګرهاره د نړیوال اسلامي پوهنتون د انتقال پریکړې، مدني فعالان او ځوانان مجبور کړل چې مدني حرکتونه پیل کړي او لومړی د حق غوښتنې خیمه ووهي. دا خیمه شا او خوا یوه اوونۍ کیږي چې وهل شوې، شپه او ورځ په کې ګڼ ځوانان راټول وي او د حق غوښتلو لپاره دا مدني حرکت ګرم ساتي. د فعالانو … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ ۱۰ غوره نظامي طاقت لرونکي هېوادونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس د ونډرليست انټزنېټي وېبپاڼې د يو خپور شوي راپور په اساس شاوخوا د ۱۰۶ هېوادونو ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو او همدارنګه د هغوی د مالي سرچينو، لوجستيکي سرچينو او جغرافيوي موقعيتونو ته په کتو د دوی نظامي نيرو ارزول شوې ده چې د همدې راپور په اساس د نړۍ ۱۰ غوره نظامي طاقت لرونکي هېوادونه په لاندې ډول معرفي شوي دي. د يادونې وړ ده چې دا راپور د ۲۰۱۷ … نور ولولئ
سیاست

سوله او راتلونکې ټاکنې؛ د سولې ملي مشورتي بورډ به ګټور وي؟

ارشاد رغاند ولسمشرغني د یوه ویډیویي کنفرانس پرمهال د ټولو ولایتونو له دیني عالمانو او نورو مخورو غوښتي، چې د سولې ملي مشورتي بورډ د جوړیدو لپاره خپل استازي ور وپېژني. د دغه بورډ څرنګوالی او اړتیا په ډاګه شوې نه ده، خو د دغه بورډ د جوړیدو پلان د سولې د وروستیو جدي شویو هڅو ترڅنګ له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره بې تړاوه نه دی. وروستي پرمختګونه د افغان سولې قضیه لیدل کیږي، چې … نور ولولئ