رسنۍ

د حنیف اتمر مرکې ته یوه کتنه؛ بحث زېږونکي ټکي یې کوم دي؟

  د ملي امنیت مخکینی سلاکار محمد حنیف اتمر له دندې تر استعفا څو میاشتې وروسته په یوه مرکه کې څرګند او ځینو پوښتنو ته ځوابونه وویل. له اتمر سره دا مرکه طلوع نیوز خبري شبکې وکړه، چې ځینو ټکیو یې عام بحثونه رامنځته کړي. ولسمشرۍ ته نوماندي حنیف اتمر په دغه مرکه کې تایید کړه، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی. ده هغه تبصرې هم رد کړې، چې بیرته به د ولسمشرغني له … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه صدراعظمه چې د خاوند په نوم خیریه بنسټ نه په غلا تورنه شوه

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د بنګله دېش پخوانۍ صدراعظمه خالده ضیا، چې د سلګونه زره ډالرو د اختلاس په تور په ۷ کاله زندان محکومه شوې، د ځان په اړه یې د محکمې پریکړه رد کړې ده. پرآغلې ضیا حکم شوی، چې د جریمې په بڼه به ۱۲۰ زره امریکایي ډالره هم لنډوي. هغې دا پریکړه غیرقانوني او غیرعادلانه ګڼلې ده. د خالدې په دې غبرګون د بنګله دېش قضایي سیستم له سختې ننګونې … نور ولولئ
په زړه پورې

فیسبوک د اسراییلو په ملاتړ تورن شو

د فیسبوک ټولنیزه شبکه د یو شمېر منتقدینو له لورې یې د اسراییلو د نظام په ملاتړ تورنه شوه. دا تور ترهغې وروسته پورې شوی، چې وېل کیږي فیسبوک په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د وروستیو ظالمانه عملیاتو د عکسونو د خپریدو ممانعت کړی دی. د ایران ادعا د ایراني حکومت رسمي خبري اژانس ایرنا په یوه راپور کې ادعا کړې، چې فیسبوک کمپنۍ د دغو عکسونو د خپریدو ممانعت د اسراییلو د حکومت … نور ولولئ
سیاست

د علي پور د نیول کیدو کیسه؛ ګټې او زیانونه یې څه دي؟

له پرون غرمې راهیسې د کابل د لویدیځ او یو شمېر نورو هزاره مېشتو سیمو څخه د حکومت ضدو اعتراضونو خبرونه ورکول کیږي. معترضین د علي پور په نوم د یوه هزاره قومندان د نیول کیدو خلاف غږ پورته کوي او د هغه خوشې کیدل غواړي. د ځینو راپورونو پربنسټ علي پور پرون د کابل له لویدیځ څخه نیول شوی. د هغه نیونه په ځینو خبرونو کې د افغان ملي امنیت او په ځینو کې … نور ولولئ
په زړه پورې

د انرژۍ سیاست او امنیت، کتاب په اړه څو خبرې

دا لیکنه عبدالمالک عاصم د خپل نوي کتاب چې په پورته سرلیک کې یې نوم ذکر شوی، له سریزې راخیستې. انرژي د ژوند چینه بلل کیږي او د شلمې پیړې له لومړیو راهیسې یې ژوند ته لوری ورکړی. په دې برخه کې ترټولو ډیرپام د انرژۍ پرزیرمو، مارکیټونو او د لارو پرامنیت ورټول دی. په ۲۱مه پیړۍ کې هغه هیوادونه خوندي او د پرمخ تلو وړبلل کیږي، چې د انرژۍ پراخو منابعو او بازارونو ته … نور ولولئ
سیاست

یوه له پامه لویدلې موضوع؛ ولسمشریزې ټاکنې به پرخپل وخت وشي؟

د ټاکنو خپلواک کمیسون ژمنه کړې، چې د راتلونکي لمریزکال د حمل په ۳۱مه به د اساسي قانون مطابق د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شورا ټاکنې ترسره کړي. د حکومت مشران هم وخت په وخت پردې ټکي ټینګار کوي. ولسمشرغني خو لا ویلي، چې یوه ورځ هم د اساسي قانون له ورکړي وخت څخه زیات د واک دوام ته لېواله نه دی. د دې باوجود هره ورځ دا وړاندوینه او اندیښنه جدي کیږي، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا افغانستان دی؛ هغه عملي ټکي چې ښيي موږ په غلطه یوو

د رحیم خان شيدا لیکنه دلته دا شل کاله کېږي چې ويل کېږي، پنځه زره کلن تاريخ لرو، خو دا تاريخ لا تر اوسه هم نه پنځه زره لسم شوی او نه پنځه زره شلم شوی دی؛ شايد لامل يې دا وي چې دلته د پښتانه و هزاره، ازبک و تاجک او نورو ټولو قومونو خبره، يوه خبره وي او په همدې خاطر دا پنځه زره کلن تاريخ نه کمېدلی او نه زياتېدلی شي!؟ دا … نور ولولئ
په زړه پورې

د ټولنیزو رسنیو بله ګټه؛ نور به له مالیې تښتیدونکي پرې تعقیبیږي

د ټولنیزو رسنیو استعمال ورځ تربلې په نړیواله کچه زیاتیږي. دا رسنۍ ګڼې ښیګڼې او زیانونه لري. یوه نوې ګټه یې اوس دا ده، چې د فرانسې حکومت له دغو رسنیو څخه د مالیاتي تیښتې د مخنیوي لپاره ګټه اخلي. نوې طرحه د فرانسې دولت پریکړه کړې، چې له مالیې ورکولو څخه د تښتیدونکو خلکو د څار لپاره له ټولنیزو رسنیو ګټه اخلي. د فرانسې د مالیې وزیر ژرالد دارمانا ویلي: په پام کې ده، … نور ولولئ
په زړه پورې

د بیل کلینټن معشوقه د هغه له مېرمنې هیلري څخه بښنه غواړي

مونیکا لوینسکي؛ هغه ښایسته نجلۍ چې د امریکا د دوه څلوېښتم ولسمشر(بیل کلینټن) معشوقه وه، د مینې له رسوایۍ کلونه وروسته حاضره شوې، چې د بیل کلینټن له مېرمنې هیلري کلینټن سره د مخامخ کیدو په صورت کې له نوموړې بښنه وغواړي. نړیواله رسوایي د مونیکا لوینسکي او بیل کلینټن مینې او حتا د جنسي اړیکې ادعا په نړیواله کچه رسوایي رامنځته کړه. دا رسوایي د ۱۹۹۰ په وروستیو کلونو کې هغه مهال وشوه، چې … نور ولولئ
په زړه پورې

نوی مذهبي ټکر؛ هند د ښارونو اسلامي نومونه بدلوي

سره له دې چې هند د نړۍ په کچه د دیموکراسۍ تر ټولو لوی هېواد ګڼل کیږي، خو په وروستیو کې له دغه هېواد څخه د مذهبي ټکرونو؛ په ځانګړي ډول د مسلمانانو پر وړاندې د یو شمېر پارونکو ګامونو خبرونه خپریږي. نوې ناندرۍ په تازه ګام کې یو شمېر مسلمانان او حتا غیر مسلمان مدني فعالان د واکمن ګوند هغې پریکړې قهرولي، چې له مخې یې د یو شمېر اسلامي ښارونو نومونه په غیر … نور ولولئ