افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مېرمنو پر اوسني وضعیت اندېښنه لرو

ملګرو ملتونو د نوي حکومت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ډول ډول فشارونه مخ پر زیاتېدو دي. سرچینه وایي چې دوی له زده کړو محرومې دي، دندو ته نه شي تللی، پر دوی د سفرونو بندیز … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طا لبان دې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي

امریکا وایي په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شي کنګل شوې شتمني نه ازادوي. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، ټوماس ویسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان په هره برخه کې له روان وضعیت خبر دي. دده په خبره د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو … نور ولولئ
افغانستان

یونسیف: افغانستان کې د مرستو لپاره ۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

یونسیف له ملاتړو هېوادونو په افغانستان کې د مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر غوښتي دي. د یونسیف ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او دوی اړ دي چې د صحي نظام د ساتلو او افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي. دغه ادارې ویلي چې دوی د مرستو لپاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او له مرستندویه هېوادونو یې د دې پیسو … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: ۱۸۲ زره افغانان د وېزو له لارې راغلي دي

پاکستان وایي روان کال شاوخوا ۱۸۰ زره افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له هغه وروسته چې د وېزې ورکړه انلاین شوې ده، اسانتیا پکې راغلي نو شاوخوا ۱۸۲ زره کسان پاکستان ته د وېزو له لارې ورغلي دي. نوموړی وایي له دې ډلې ۱۲ زره یې د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي، له څلوېښتو زرو تر پنځوسو زرو یې د ملګرو ملتونو له لارې … نور ولولئ
افغانستان

له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي

له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي. د طا لبانو مشر ملا هبت الله په تازه خپاره کړي پیغام کې له هېواده د زرګونه کسانو تګ د اندېښنې وړ مسئله بللې ده او په خبره یې د والیانو او چارواکو مسوولیت دی چې په دې تړاو ځینې اقدامات ترسره کړي. د ده په خبره هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان وځي، چې دلته یې د کورنیو د اندېښنې سبب ګرځي او تر … نور ولولئ
افغانستان

ناروې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انکین هویتفلډ له تمیلوونکو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر له افغانستان سره د مرستې لپاره د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف په واک کې ورکړي چې مخکې ورباندې هوکړه شوې ده. نوموړې ویلي، د افغانستان د کنګل شوې مالي پانګې له جملې دي هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو په واک کې ورکړل شي چې د نړیوال بانک د یو پلاوي له لوري یې … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا له م.م د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د هغو نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده چې د تېر نظام په وخت کې پیل شوې وې خو چارې یې نیمګړې پاتې شوې دي. مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز له نوموړې سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي پانګې پر ازادولو هم ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې دیبورا لاینز ویلي چې د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه غندلې

بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه غندلې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي دلته د حاکم نظام مشروع حق دی او باید نړیواله ټولنه دې مسئلې ته درناوی وکړي. بلخي وایي، د افغانستان نوی حکومت پر ټول هېواد واکمني لري، امنیت یې تامین کړی او نړیوالو تعاملاتو ته تیار دی، نو له همدې امله ملګرو ملتونو ته … نور ولولئ
افغانستان

د بحران ډله: د افغانستان شتمني باید په تدریجي توګه ازاده شي

امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني په تدریجي توګه ازاده کړي. د بحران نړیوالې ډلې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د شتمني کنګل کول دي. سرچینه وړاندې لیکي، ددې جدي اړتیا ده د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وشي. په راپور کې همدا راز … نور ولولئ
افغانستان

سناتوران: افغانستان کې له ماتې باید لوی درس واخلو

په افغانستان کې له ماتې او ماموریت باید درسونه واخیستل شي. امریکايي سناتوران وایي د دوی یوه ځانګړې او ستره کمېټه به په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماتې په اړه پلټنې پیلوي او په خبره یې په دې ماموریت کې ډېر درسونه دي چې باید واخیستل شي او د امریکا راتلونکې پالیسي تشکیل کړي. سناتوران وایي دا باید واضح شي چې ولې امریکا له دومره امکاناتو سره و نه شوی کړی … نور ولولئ