افغانستان

ملګري ملتونه: شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي. د خوړو نړیوالو پروګرام ویاندې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توپان سره مخ دی. د سرچینې په خبره میلیونونه افغانان دمګړی د خوړو له کمښت او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي. سرچینه وایي چې همدا اوس په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو اووه یې خپل خواړه په پور اخلي او دا مسئله اقتصادي وضعیت نور … نور ولولئ
افغانستان

ملا برادر: امریکا دې افغانستان او سیمې ته ستونزې نه جوړوي

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې امریکا باید د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي. نوموړي نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې که نړۍ، ځانګړې توګه امریکا د افغانستان مالي شتمني ازاده نه کړي نو نه یوازې افغانستان بلکې سیمه به هم له سختو کړاونو سره مخ کړي. هغه دغه راز ټینګار کړی دی چې ا.ا ټول هغه شرایط پوره کړي دي چې د یو نظام د رسمیت … نور ولولئ
افغانستان

ریاست الوزرا: د علمي کادرونو د فرار مخنیوي هڅې پیل شوې

د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره په لیدنه کې ویلي چې ژر به ټول دولتي پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي. هغه ډاډ ورکړی دی چې د علمي کادرونو د فرار مخنیوي لپاره یې هم عملي اقدامات پیل کړي دي. په ورته وخت کې د پوهنتونونو استادانو هم د علمي کادرونو د فرار پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې د دولتي … نور ولولئ
افغانستان

صنعت وزارت: نړیوال شرکتونه دې د افغانستان پر لیتیمو پانګونه وکړي

د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر سترو نړیوالو شرکتونو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د لیتیمو په ګډون د نورو کانونو پر استخراج پانګونه وکړي. د یاد وزارت په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم په ټول افغانستان کې امنیت خوندي دی او نړیوال پانګوال کولی شي په ارام زړه پانګونه وکړي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې د افغانستان د لیتیمو ارزښت د سعودي عربستان د … نور ولولئ
افغانستان

د کابینې پرېکړه؛ د افغانۍ د ثبات لپاره به هر اړخیزه هڅه کېږي

حکومت د اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه ګومارلې ده. د راپورونو له مخې تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د افغانۍ د ثبات لپاره هڅه وکړي او ټول هغه عوامل مشخص کړي چې د روان اقتصادي وضعیت او افغانۍ د بې ثباتۍ سبب شوې ده. کابینې همدا راز د ډالرو پر قاچاق بندیز … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: کابل کې د هوایي برید ترسره کوونکو ته جزا نه ورکوو

امریکا وایي په کابل کې د یوه هوايي برید پلانوونکو ته هېڅ ډول جزا نه ورکوي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د دفاع وزیر هغه غوښتنه منلې، چې له مخې به یې په کابل کې د تخلیې ماموریت پر مهال د هوايي برید ترسره کوونکو ته جزا نه ورکول کېږي. سرچینه وایي یاد وګړي په دې برید کې هېڅ پړه نه دي او ټول معلومات دا وو، چې هلته د داعش … نور ولولئ
افغانستان

سپینه ماڼۍ: ډېر دلیلونه شته، چې کنګل شوې شتمني ازاده نه کړو

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدل به ادامه لري. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي. نوموړې وایي پوره تدابیر نیول شوي، چې دغه پیسو ته د طا لبانو له لاسرسي مخنیوی وکړي او په خبره یې د یادو شتمنیو کنګل کول به ادامه لري. هغه وایي داسې ډېر عوامل دي … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: د مذاکراتو ناکامېدو کې دواړه اړخونه پړه دي

د بین الافغاني مذاکراتو په ناکامېدو کې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کولې، خو دغه مذاکرات ناکام شول او په ناکامېدو کې یې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي. دده په وینا اشرف غني له لومړي سره د مذاکراتو ننګه نه کوله، د … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې سخته لوږه او فقر بې مخینې دي

په افغانستان کې روان فقر او لوږه په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې دی. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې ماري الن مکګرورتي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د وضعیت وړاندوینه سخته ده. د نوموړې په خبره همدا اوس هر څه مخ پر ځوړ دي او د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. د الن په خبره پیسو خپل ارزښت بایللی دی، بېکاري ډېره شوې ده، خلک نقدو پیسو ته … نور ولولئ
افغانستان

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې وايي، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي. سرچینه وړاندې لیکي چې ایران هره ورځ له ۲ زرو تر پنځو زرو پورې افغان کډوال بېرته را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي. په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې شوې دي او دوی د … نور ولولئ