افغانستان

اسلامي امارت د پوتین د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

د‌ اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستيو څرګندونو هرکلی وکړ. پوتین په تازه څرګندونو کې يې ويلي، چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوی د بيان ازادي نه، بلکې د دیني ازادۍ مخالفت او د مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی دی. د روسیې ولسمشر دا هم ويلي، چې هېواد يې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو لپاره هڅه کوي او د افغانستان د کنګل شویو … نور ولولئ
افغانستان

پوتین: د افغانستان اقتصاد دې هغوی ورغوي چې ړنک کړی یې دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، افغانستان اقتصادي مرستو ته اړتیا لري، خو لومړی باید امریکا او ناټو چې له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې حضور درلود، مرستې وکړي. نوموړي ویلي اوس باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او دا مرستې باید تر ټولو لومړی د هغو هېوادونو له خوا ورکړل شي، چې د افغانستان اقتصاد او ټولنې ته یې ستر زیان رسولی دی. پوتین ویلي که د افغانستان کنګل شوې پیسې … نور ولولئ
افغانستان

د م.م امنیت شورا د افغانستان په اړه نوی پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د اسانتیا په موخه نوی پرېکړه لیک صادر کړی دی. ددغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي. امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي. سرچینې همدا … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه کابل کې د خپل امنیت لپاره امنیتي ادارو ته پیسې ورکوي

ملګري ملتونه د خپلو دفترونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره طا لبانو ته تنخوا ورکوي. رویټرز په یوه راپور کې ویلي، ملګري ملتونه غواړي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت، دفترونو او عملیاتي پروګرامونو د ساتنې لپاره طا لبانو ته شپږ میلیونه ډالر ورکړي. دغه پیسې به هغو کسانو ته ځانګړې کېږي چې د ملګرو ملتونو د دفترونو امنیت خوندي کوي. له دې پیسو به یادو امنیتي کسانو ته تنخوا او خواړه برابرېږي. راپورونه … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: د افغانانو وضعیت څارو، اړین وخت کې به اقدام کوو

امریکا وايي له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو په لټه کې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې پوهېږي چې دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. دده په وینا تر دې دمه هم امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی او هڅه کوي له افغانانو سره لا ډېرې مرستې وکړي. بلینکن … نور ولولئ
افغانستان

پیتریوس: امریکا په افغانستان کې خپل سفارت نه پرانیزي

ښايي امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو ډډه وکړي. د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني مشر دیوید پتریوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او طا لبان په خپلو کې یوه هوکړه لري چې په هغه کې مهم شرطونه راغلي دي؛ خو داسې ښکاري چې طا لبان دغه شرطونو ته ژمن نه دي. دده په وینا د ښځو د امنیت تامین، زده کړو ته د دوی پرېښودل، د کار … نور ولولئ
افغانستان

سلګونه کسانو کابل کې د امریکا ضد لاریون کړی

په کابل کې سلګونه کسانو د امریکا ضد لاریون کړی دی. په کابل ښار کې سلګونه کسانو د امریکا له سفارت سره نږدې ددغه هېواد پر ضد شعارونه ورکړي او وایي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. دوی وایي چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې ده او دا کار دوی ته د منلو نه دی. لاریون کوونکي وايي د امریکا د … نور ولولئ
افغانستان

واشنګټن پوسټ: پر افغانستان د بندیزونو د ختمولو غوښتنې ډېرې شوې

په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره هممهاله پر بايډن او امریکايي حکومت د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشارونه ډېر شوي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو، په امریکا کې د بشري حقونو فعالو بنسټونو او ځینې اداراتو په بېلو لیکونو کې د بایډن له ادارې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د کمولو غوښتنه کړې ده. سرچینه وایي پر بایډن فشارونه ډېر شوي … نور ولولئ
کرونا

ادهانوم: د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده

د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان مشر په تازه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د کرونا اومیکرون بڼه د دلتا په پرتله د چټکې پراختیا په حال کې ده او ټولو ته په کار ده چې پر وړاندې یې تیاری ولري. د تدروس ادهانوم په خبره دوی تر اوسه د هېڅ داسې لارې چارې په پیدا کولو نه دي بریالي شوي چې وکړی شي د اومیکرون … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږلو په لټه کې یو

امریکا وایي د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې وکړی شي افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ نقدې پیسې هم ولېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بشپړ معلومات لري او له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسول شي. دده په خبره همدا … نور ولولئ