افغانستان

د هوايي چلند له درکه عایدات کم شوي دي

د هوايي چلند اداره وايي چې د هوايي ترافیکو د نه تنظیم له امله د افغانستان له خاورې د پروازونو په ترسره کېدو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. دغه ادارې رسنیو ته ویلي چې دمګړی هره ورځ شاوخوا شپېته پروازه له افغان خاورې ترسره کېږي چې تر دې وړاندې دا شمېره ۳۰۰ پروازونو ته رسېده. یاد وزارت ویلي چې له هر پرواز افغانستان ته شاوخوا ۷۰۰ ډالره عاید راتلو چې اوس په دې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: وینه مو ورکړې د اغزن سیم تېرول ادامه پیدا کوي

پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اغزن سیم غځولو ته به ادامه ورکوي. د پاکستان د پوځ ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د اغزن سیم د غځولو لوړه سلنه چارې بشپړې شوې دي او د پاتې چارو لپاره کار روان دی. هغه ویلي د دې سیم له تېرولو موخه د ولسونو بېلتون نه دی بلکې موخه یې د ولسونو خوندي کول دي. بلخوا د افغانستان ا.ا … نور ولولئ
افغانستان

نیویارکر: افغانستان د نړۍ په کچه له ستر ناورین سره مخ دی

افغانستان د نړۍ په کچه له ستر ناورین سره مخ دی. نیویارکر نشریې تازه د افغانستان د روان اقتصادي وضعیت په اړه یو مطلب خپور کړی دی او وایي په دغه هېواد کې روان بشري ناورین به میلیونونه کسان زیانمن کړي. سرچینه وړاندې لیکي، د اوسني ناورین لامل یوازې اوسنی حکومت نه دی، بلکې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شل کلن ماموریت یې له پوښتنې سره مخ کړی دی. د سرچینې په خبره له … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان تر ټولو بوډا کس د ۱۴۴ کالو په عمر ومړ!

داسې حال کې چې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې د نړۍ تر ټولو بوډا کس په جاپان کې خپله 119مه کلیزه ونمانځله؛ په تا. لبانو پورې اړوندې خبرپاڼه کې راغلي چې د نړۍ تر ټولو سپین ږیری کس په افغانستان کې وو چې په 144 کلنۍ باندې تېره ورځ ومړ. باختر اژانس وایي چې دا کس مولوي محمد امین چې پر غټ ملا مشهور و، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د جاپان اوسېدونکی … نور ولولئ
ادبیات

د نوي کال، نوې ډالۍ؛ پښتو ادب ته تازه چاپ شوی اثر!

(واورینه) هغه شعري ټولګه ده، چې ویناوال یې محمد وسیم مومند دی، دا کتاب بغلان ادبي بهیر خپور کړی او د چاپ زیار یې هم د یاد بهیر فرهنګي کورنۍ پر غاړه درلود، چې په ښه کیفیت سره تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شو. مومند صیب د بغلان د (خُمار او بهار) شاعر دی چې د  اشعارو په هېنداره کې یې انتیک کرښې را نغښتل شوي. د کتاب حجم ۱۲۳ مخه ده چې د … نور ولولئ
افغانستان

تېر کال څه باندې یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېر ميلادي کال افغانستان ته تر یو میلیون ډېر کډوال بېرته راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او ایم په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې تېر کال شاوخوا یو میلیون او یو سل او پنځوس زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. سرچینه وایي په دې کې ډېری هغه کډوال دي چې په یادو هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل. … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: نوی حکومت دې خپل سیاستونه بدل کړي

امریکا یو ځل بیا له نوي حکومت د سیاستونو د بدلون غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال ویلي چې د سیاستونو له بدلون پرته د نوي حکومت په رسمیت پېژندل ممکن نه دي. بلینکن ویلي چې که په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت پېژندل غواړي نو تر هر څه وړاندې دې خپل سیاستونه بدل کړي. دده … نور ولولئ
سیاست

ملا فضل الرحمان: پاکستان سقوط ته نږدې دی

د پاکستاني حکومت د مخالفو ګوندونو (پي‌ډي‌ایم) مشر مولانا فضل الرحمان وایي چې پاکستان سقوط کېدو ته نږدې دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د پاکستان حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د رغولو پر ځای نورې هم خرابې کړې دي او دغه راز په خپلو غلطو سیاسي پالیسیو یې د اقتصادي پراختیا مخه ډب کړې ده. هغه څرګنده کړې ده چې پاکستان تر … نور ولولئ
افغانستان

تاجکستان سره د برېښنا قرارداد تمدیدشو

له تاجکستان سره د برېښنا هوکړه د یوه بل کال لپاره هم تمدید شوه. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې تر ازبکستان وروسته له تاجکستان سره هم د برېښنا د واردولو قرار داد تمدید شو. د نوموړي په خبره تاجکستان به د روان میلادي کال تر پایه افغانستان ته شاوخوا یو نیم میلیارد کیلوواټه برېښنا د ۹۶ میلیونه ډالرو په بدل کې ورکوي. همدا راز ټاکل شوې چې … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: درې نیم میلیونه کسان هېواد کې په نشه ‎يي توکو روږدي دي

روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د معتادینو لپاره ۸۸ روغتایي مراکز شتون لري. د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې له درې مرکزونو پرته د ټولو مرکزونو ودانۍ کرایه شوي دي، چې د دې ودانیو په کرایه کولو کې هم فساد شوی دی. نوموړي وویل چې په هېواد کې درې نیم میلیونه کسان په نشه‎يي توکو روږدي دي او هر معتاد د ورځې … نور ولولئ