افغانستان

روسیه: د افغانستان کشمکشونو کې موږ لاس نه لرو

روسیه وایي د تاوتریخوالي او جګړو پر مټ افغانستان ته دایمي ثبات نه شي راتللی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان او سیمه کې د جګړو د دوام ملاتړي نه دي. د نوموړې په وینا په افغانستان کې د جګړو او قومي کشمکشونو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ټولې سیمې ثبات له خطر … نور ولولئ
افغانستان

نۍ: افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د رسنیو څخه د ملاتړ ازاد بنسټ، نۍ د رسنیو د تړل کېدل او د لسګونه خبریالانو وزګارېدل، د اندېښنې وړ بللې ده. د جدي/ مرغومې ٢٧ د دغه بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې، د لسګونه رسنیو دروازې تړل شوي او ډېر شمېر کارکوونکي وزګار شوي دي. نۍ ټینګار کړی چې د ډېری رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو بې کاره … نور ولولئ
افغانستان

په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی

په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی. د لوږې پر وړاندې د مبارزې د یوه نړیوال بنسټ مسوولینو له کابل له ان پي ار راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده. سرچینه وړاندې لیکي چې ورو ورو په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی او تر راتلونکي پسرلي د هېڅ ډول پرمختګ خبر … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ: د امریکا د ژغورلو لپاره بېرته راګرځم

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په اریزونا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې پراخې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي. نوموړي زیاته کړې ده چې جوبایډن د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري. ټرمپ ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې هم درغلي شوې ده او د دې درغلۍ په ترڅ کې د بایډن په څېر … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په بت خاک څلور لارې کې د نننۍ چاودنې له امله درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد وزارت په وینا، دا چاودنه د بت خاک څلور لارې ته څېرمه رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نظامیان ټپيان شوي دي. د یاد وزارت په خبره، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. … نور ولولئ
افغانستان

چین: له افغانستان سره مرستو ته چمتو یو

چین یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی. په کابل کې د چین سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او پر بېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي. د چین سفیر ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې غوښتونکي دي چې دلته دایمي سوله او ثبات تامین شي. چینایي لوري همدا راز د مرستو د پراختیا ډاډ ورکړی … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: د افغانانو کنګل شوې شتمني باید ژر ازاده کړل شي

امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمۍ ازادې کړي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او د شتمنیو د کنګل کېدو له امله پر رامنځ ته شوي بحران خبرې کړې دي. سرچینه وړاندې لیکي، چې امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي. په لیکنه کې راځي چې په افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: افغانستان ته صادراتو کې کموالی راغلی دی

پاکستان وایي افغانستان ته یې په صادراتو کې کموالی راغلی دی. د راپورونو له مخې د پاکستان د سوداګریزې برخې چارواکو ویلي، له هغه وروسته چې په کابل کې نوی حکومت رامنځ ته شوی دغه هېواد ته د پاکستان په صادراتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی. سرچینه وړاندې لیکي چې په افغانستان کې روان وضعیت او کمزوری اقتصاد د صادراتو د کموالي اصلي لامل دی. پاکستاني لوري یو ځل بیا ټینګار کړی چې له … نور ولولئ
افغانستان

سمنګانی: د عمران خان خبرې ناسمې تعبیر شوې دي

د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، چې رسنیو د عمران خان څرګندونې ناسمې ترجمه کړې دي. نوموړي پر خپل ټویټر د عمران خان د ټویټ انځور سره لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ملګرو هېوادونو څخه غوښتي چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي خو رسنیو د هغه دا خبرې غلطې تعبیر کړې دي. سمنګاني زیاته کړې ده، حقیقت دا دی چې عمران خان له دوستو هېوادونو څخه … نور ولولئ
افغانستان

افغانان عمران خان ته: بشري قوه دې زموږ نه ده پکار، موږ پوره ظرفیت لرو

وروسته تر هغه چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې غواړي افغانستان ته بشري ځواک ولېږي، د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو د نوموړي دې څرګندونو ته سخت غبرګون وښود. د ټولنیزو رسنیو کارونکو د عمران خان د خبرو په غبرګون کې ویلي چې افغانان د سیمې په کچه بشري قوه لري او د بل هېواد ځانګړې توګه د ترهګر پاکستان نه یوازې بشری قوې بلکې هیڅ راز مرستې ته اړتیا نه لري. دوی … نور ولولئ