افغانستان

د امریکا دفاع وزارت: که مو پر سرتېرو کوم برید وشي، سخت ځواب به ورکړو

امریکا وایي د سرتېرو د وتلو په موده کې یې که پر ځواکونو هر ډول ترهګریز برید کېږي نو له سخت او قوي ځواب سره به مخ شي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د بایډن ادارې د ټولو اړخونو تر سنجولو وروسته د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده او د سپټمبر تر یوولسمې به دغه سرتېري وځي. نوموړي ویلي دوی په … نور ولولئ
افغانستان

د بشري حقونو کمیسیون: تېرو ۱۲ کلونو کې تر ۳۱ زره ډېر ملکي خلک وژل شوي

په تېرو دوولسو کلونو کې په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۳۱ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي جګړې لا هم د ملکي افغانانو د ژوند لپاره تر ټولو ستر خطر دی او دلته د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیانونه ملکي افغانانو ته اوړي. ددغه کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وایي په تېرو ۱۲ کلونو کې جګړو تر ۳۱ زره د ډېرو افغانانو … نور ولولئ
افغانستان

هند: افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دي

هند په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي. هند همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره بېړني اوربند ته اړتیا ده او که وضعیت همداسې دوام کوي نو په ټوله سیمه به یې منفي اغېز … نور ولولئ
افغانستان

جواد ظریف: د طالبانو بیا راتګ د هند، پاکستان او ایران امنیت ته خطر دی

ایران وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت راتګ د هند، پاکستان او ایران د ملي امنیت ته خطر دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې په هند کې یې د رایزیانا کنفرانس ته وینا کوله ویلي، هند ،پاکستان او ایران باید د نظریاتو توپیر یو خوا کړي او پر مشترکاتو تمرکز وکړي هغه دا چې په کابل کې اسلامي امارت پاکستان ته وجودي ګواښ او د پاکستان او ایران د ملي … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی

ولسمشر غني وایي، افغان ځواکونه په خپلواک ډول له هېواد څخه دفاع کولای شي. نوموړي تیر ماښام د اذربایجان په کوربتوب د نظامي ګنجوي بین المللي مرکز په ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه د هیواد دفاع وړتیا لري. له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، چې د سقوط په مرحله کې نه … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني نو کورنۍ جګړه دې نه پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین پرون ماښام په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني، مشران یې سفر وکړای شي او افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي نو باید د کورنۍ جګړې پیلولو فکر ونه کړي. نوموړي وویل افغانستان کې کورنۍ جګړه د هیچا په ګټه نه ده. بلېنکن دا څرګندونې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره تر کتنو وروسته په … نور ولولئ
افغانستان

کابل ته د بلېنکن ناڅاپي سفر؛ له ولسمشر غني او عبدالله سره یې ولیدل

امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره يې لیدلي دي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې وویل، د امریکا د هغې پرېکړې درناوی کوي چې له مخې به یې د روان کال تر سېپتمبر میاشت پورې د هغه هېواد ځواکونه له افغانستانه ووځي. ولسمشر غني ویلي، افغان دولت به د دغه … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: امریکا د هوکړې په ماتولو سره موږ ته د مقابلې لار خلاصه کړه

طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د نورو تېروتنو ترڅنګ د ځواکونو د ایستلو مسئله هم په میاشتو ځنډنۍ کړې ده. خبرپاڼې زیاته کړې چې امریکا په دې سرغړونو سره نړۍ ته وښوده چې دوی د باور وړ نه دي. طالبانو دغه راز ټینګار … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل به د قدرت ستره خلا رامنځته کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبان به په افغانستان کې تر ډېره حده له شرایطو سره ځانونه عیار کړي. نوموړي له ډي ویلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان اوس په دې پوه شوي چې افغانستان بدل شوی او هغوی هم باید بدلونونه ومني. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډېر تغیر کړی دی ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخه کې یې پرمختګ کړی دی او … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: په ځنډ د سرتېرو ایستل د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده

روسیې هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دوحې له هوکړې سره سم باید تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي وی، خو دا چې امریکایي ځواکونه به په سپټمبر کې له افغانستان وځي د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده. روسي چارواکو ویلي امریکایي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان … نور ولولئ