افغانستان

ولسمشر غني د جمهوریت له روغتون لیدنه وکړه

ولسمشر محمداشرف غني د جمهوریت روغتون د وضعیت ارزولو په موخه تېر ماښام دغه روغتون ته ولاړ. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ولسمشر غني د دغه روغتون د عمومي وضعیت د ارزولو تر څنګ په دې روغتون کې د بستري ناروغانو د احوال پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د ښې رسیدګۍ او پاملرنې په موخه د روغتون مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې لیدنه … نور ولولئ
افغانستان

جلال اباد: وسله والو په یوه برید کې اته لمونځ کوونکي وژلي

په جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې وسله والو کسانو تېره شپه د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې په یوه جومات کې د تروایح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله یې اته کسه وژل شوي دي. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو نوی دریځ: د ترکيې په ناسته بیا غور کوو

طالبان وایي، قطر کې د سولې پر خبرو او ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستو له سره غور کوي. طالب ویاند ذبیح مجاهد وايي٬ د قطر او ترکیې ناستې په تړاو يې مشران له سره غور کوي او دا به ورسته مالومه شي چې څه ډول پرېکړه کوي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دې ټوله پروسه باندې له سره غور روان دی او وروسته به مالومه شي چې موږ څه ډول تصمیم نیسو. په … نور ولولئ
افغانستان

لۀ هېواده د بهرنیو ځواکونو پر وتلو وېرې، اندېښنې؛ زموږ تدبیرونه باید څه وي؟

له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د افغانستان په معاصر او کړکیچن تاریخ کې د افغانستان د راتلوونکي په هکله یوه مهمه او سرنوشت ټاکونکې پېښه ده، له اوس نه یې د افغانستان د بېوزله ټولنې بېلابېل اړخونه او جوړښتونه له ګواښ سره مخ کړي دي، د افغانستان د سیاسي نظام بېلابېل اړخونه یې تر فشار لاندې راوستي او په ټول کې یې د افغانستان په سیاسي کشاله کې د ښکېلو اطرافو او د … نور ولولئ
افغانستان

څېړنه: افغان جګړې د ۱۴۱ زره خلکو ژوند اخیستی

د دوو امریکایي پوهنتونونو له لوري په یوه ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۴۱ زره کسان وژل شوي دي. څیړنه کې ویل شوي چې تر ننه پورې دغه جګړه امریکا ته په ۲.۲۶ ټریلیونه ډالر تمامه شوې ده. دا پروژه چې د برون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ او د باسټن پوهنتون د پېرډي مرکز له خوا ترسره شوې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: په ټاکنو باور نه لرو، ګډون په کې نه کوو

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک په بهر کې ټاکل شوی او ولس نور په دغه شان ټاکنو باور نه کوي. د هغه په وینا، افغانان په هغو پروسو کې نور ګډون نه کوي چې د شخصي او ګوندي ګټو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي. نعیم زیاته کړې، هغه ټاکنې چې د ۳۵ میلیونه خلکو له ډلې یواځې ۸۰۰ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طالبان د خپلو ژمنو مسؤولیت لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن افغانستان او بلجیم ته خپل وروستی سفر ګټور بللی دی. نوموړي په څو ټویټ پیغامونو کې افغانستان او بلجیم ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالات او ناټو به له وتلو وروسته هم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې دوی به د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار اوسي. بلینکن دغه … نور ولولئ
افغانستان

حکمتیار: ډاکټرنجیب د وخت ترخه تجربه باید تکرار نه شي،طالبان باید له مذاکراتو شاته نه شي

د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د ډاکټر د وخت ترخه تجربه باید تکرار نه شي او سوله وشي. هغه پر طالبانو غږ کړی چې له افغانانو سره خبرو ته دوام ورکړي او که چیرته طالبان له خبرو په شا شول نو د ټولو افغانانو د غوښتنو خلاف عمل به یې کړی وي. حکمتیار دا خبرې نن یوې خبري ناستې ته کړي دي. نوموړي ویلي چې په نوی انتقالی حکومت کې باید … نور ولولئ
افغانستان

محب: ملا برادر هڅه کوي له ملا فاضل سره ګډه جنګي ډله جوړه کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر هڅه کوي چې د ملا فاضل په نوم د طالبانو یوه قومندان سره ګډه جنګي ډله جوړه کړي. هغه ویلي برادر له دې امله دا کار کوي چې هغه د جګړې په ډګر کې کوم اغیز نه لري، نو د بیلې ډلې جوړولو په هڅه کې دی. « موږ د ملا برادر او نورو مشرانو … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد چیرته دی، بلینکن سره ولې نه و، ماموریت یې شته، که خلاص شو؟

د افغانستان د سولې د مسلې په اړه چې له دریو کلونو راهیسې امریکا روانه کړې ده، اوس یو بل حالت ته تللې. له یوه اړخه ښکاري چې امریکا له افغانستان پښې سپکوي، لګښت کموي او خپل زیان مخه نیسي، خو د افغانانو لپاره یو لوی مسوولیت ور په غاړه کیږي. له تیر کاله چې امریکا او طالبانو سره موافقه کړې، طالبانو پر امریکا هیڅ برید نه دی کړی او تر اوسه یې له افغانانو … نور ولولئ