افغانستان

هغه افغانان چې اوسمهال هند ته سفر کوي، باید له سفر وړاندې دا خورا مهم ټکي پام کې ونیسي

د اپریل د میاشتې له ۱۹مې نیټې را پدېخوا د هند په ټولو ایالاتونو په ځانګړي توګه په ډهلي او ممبئي ښارونو کې د کورونا د چټکې پراختیا له امله يو ځل بیا بندیزونه او محدودیتونه لګیدلي دي. هند کې د افغانستان سفارت وايي، ټول هیوادوال چې له افغانستان څخه هند ته د سفر نیت لري هیله ده لاندې ټکي او مالومات په پام کې و نیسي: د بندیزونو او محدودیتونو څرنګوالی: ټول عامه پارکونه، … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: افغانستان کې د ناټو ماموریت فقط بې ګناه افغانان ووژل

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د ناټو او امریکایي‌ ځواکونو د وتلو په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام و.‌ په اعلامیه کې راغلي چې له دوې لسیزې پوځي مبارزې وروسته لا هم طالبان د افغانستان پر نیمایي‌ خاوره واکمن دي او د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.‌ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، که څه هم د القاعدې ډلې وړتیا کمه شوې … نور ولولئ
افغانستان

باجوه: په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا ویلي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیب ‌الله علي خېل سره په کتنه کې کړې ده. د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار کړی چې یوازینی هدف‌ یې دا دی چې په … نور ولولئ
افغانستان

غنی: که طالبان له ما څخه وېرېږي نو زه ژمنه کوم چې په ټاکنو کې برخه نه اخلم

ولسمشر غني نن کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په خبرو کې د جمهوریت پر ساتنه ټینګار وکړو او پر طالبانو یې غږ وکړو چې راشئ او د ټاکنو له لارې خپل باور وازمایئ. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې که چېرته طالبان له ده څخه د وېرې له امله په ټاکنو کې برخه نه اخلي نو دی ژمنه کوي چې په ټاکنو کې به برخه … نور ولولئ
افغانستان

د خوست د پوهنې اتل

د خوست د تڼیو ښکلي سیمه لکه یوه ډبرینه کلا ده چې په تورو غرونو کې راګیره ده او ددغو غرونو په سرونو شنې غرنۍ اونې لکه د مولانا رومي د صوفیانه دربار سبز پوشه ملنګان د نرمې هوا موسیقۍ ته عارفانه نڅا کوي یوه ورځ چې روښانه لمر په خپلو سپینو لاسونو له دې سیمې د شپې تور څادر ټول کړ نو یو د راڼه زړه څښتن سړی وکیل شاه له خپله کوره راووت … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې د بریتانیا سفارت خپلو سرتېرو ته امر کړی چې ولایتونو ته سفر ونه کړي

په کابل کې د بریتانیا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښایي طالبان د مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د بهرنیانو پر وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړي. یاد سفارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې د امنیتي ملحوظاتو له امله دې هر څومره ژر چې کېږي باید له افغانستان څخه ووځي. خبرپاڼه کې له بریتانوي اتباعو غوښتنه شوې ده چې د افغانستان ټولو … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: د وخت په تېرېدو افغانستان امریکا ته په ستر ګواښ بدلېږي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه یو راپور خپور کړی. راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د وخت په تېرېدو دغه هېواد یو ځل بیا امریکا ته په ستر ګواښ بدل شي. راپور کې د جنرال مک‌کنزي څرګندونې راخیستل شوې چې ویلي یې وو دا به متحده ایالاتو ته ډېره سخته وي … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان لومړی ځل د طیفي نظارت ترټولو مجهزې ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کوي

د افغان حکومت د سلو ورځو او سلو زېریو په لړ کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د هېواد د طیفي او الکترو مقناطیسي امواجو د څار او نظارت د مجهز ترین سیستم د اخیستلو قرارداد لاسلیک کړ. دا تړون د ولسمشر ” محمد اشرف غني” په حضور کې د اترا ادارې عمومي رئیس “عمر منصور انصاري” او د اکاشیا ټکنالوژۍ نړیوال شرکت د مشر “ایمن ګومه” تر منځ لاسلیک شوچې له مخې به … نور ولولئ
افغانستان

امریکا له افغانستان سره ۳ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په تازه څرګندونو کې وایي چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې له افغانستان سره په ملکي برخه کې درې سوه میلیونه ډالر اضافي مرسته کوي. د هغه په خبره دا مرسته به د روغتیا، پوهنې، ظرفیت لوړونې او نورو دې ته ورته برخو کې لګول کېږي. نوموړي ویلي چې په دې مرستې سره به د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت سم شي. امریکا ددې … نور ولولئ
افغانستان

فضلي: چې د جګړې پای او قاطع پریکړې ته ورسیږو، طالبان په شا شي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مشر وايي، طالبان د سولې لپاره نه دي تیار او له امله یې د ترکیې کنفرانس کې ګډون ونه کړ. هغه نن پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې ترکیې کنفرانس کې نه ګډون سره طالبانو بیا یو ځل وښوده چې نه سولې او نه هم یو سیاسي تفاهم ته تیار دي. د فضلي په وینا حکومت یاد کنفرانس ته په بشپړه توګه اماده دی. هغه وایي: … نور ولولئ