افغانستان

بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان څومره الوتکې او څنګه هوايي پوځ لري؟

له کله نه چې امریکا او ناټو د نړیوالې ټولنې په مشوره پر افغانستان یرغل راوړ، له مخکې د ځمکنیو پوځونو او له هغه شا او خوا اته کاله وروسته د افغانستان د یوه پوځ لپاره هم چارې پيل شوي چې اوس افغانستان د پیاوړې ملي اردو او نورو ارګانونو لرونکی هیواد دی. خو ددې ترڅنګ یو بل مهم ټکی دا یادیږي چې د افغانستان له پوځ سره هوايي ملاتړ تر ټولو مهم او اساسي … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: افغان لوري سره د سولې راتګ کې هر راز مرستې ته چمتو یوو

د افغانستان لپاره د پاکستان د ولسمشر ځانګړی استازی صادق خان په کابل کې دی او له ګڼو افغان چارواکو سره یې کتلي دي. نوموړي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکار دي. هغه همدا راز په دې لیدنه کې له افغانستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. ددې لیدنې لا ډېر … نور ولولئ
افغانستان

هریس: د سرتېرو د ایستلو پرېکړه له زړه ورتیا ډکه وه

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامیلا هریس د بايډن له پرېکړې ملاتړ کړی دی. نوموړې له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دا د هغو کسانو له ډلې وه چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې د بایډن د پرېکړې ملاتړ وکړ او خپل دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي. د هرېس په خبره بایډن په خپله پرېکړه کې جدي دی او ارو مرو به له افغانستان خپل سرتېري وباسي. هغه همدا … نور ولولئ
افغانستان

هرات: په طالبانو د ځانمرګو بریدونو خپلې ډیپو چاودنه کړې

د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې پر طالبانو د ځانمرګو واسکټونو خپله ډيپو چاودلې ده. د هرات والي سید وحید قتالي ویلي، طالبان د پښتون زرغون ولسوالۍ اړوند مار آباد کلي په یوه جومات کې پر ماین جوړولو بوخت وو، چې خپل ماین پرې چاودنه کړې. د هغه په خبره یاده پېښه نن له غرمې وړاندې رامنځته شوې، چې پر مهال یې شل طالبان وژل شوي دي. په ورته وخت کې لغمان کې شل … نور ولولئ
افغانستان

صالح: ملګري ملتونه دې د پاکستان او طالبانو پر بشري جنایت سترګې نه پټوي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي چې ملګري ملتونه دې د پاکستان او طالبانو په لاس د امونیم نایتریت او نورو چاودېدونکو توکو په پایله کې پر بشري ضد جنایتونو سترګې نه پټوي. صالح په تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي چې طالبانو د پاکستان لخوا د ورکړل شوي امونیم نایتریت او نورو چاودیدونکو توکو څخه په ګټه اخیستنې سره په پراخه کچه د سړک غاړې او نورو ماینونو کارولو ته د نظامي او ملکي … نور ولولئ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د روژې ۱۲ ورځو کې ۶۵۰ ملکیانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان حکومت وایي وسله والو طالبانو د روژې له پيل سره هممهاله تاوتریخوالی ډېر کړی دی. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د روژې په دې دوولسو ورځو کې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې ډېر شوی دی. حمید روشن زیاته کړې، چې په دې ۱۲ ورځو کې تر ۱۵۰ نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰۰ … نور ولولئ
افغانستان

محب: طالبان لاسپوڅي دي او د پاکستان ډول ته څرخېږي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای. نوموړي نن په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته په خبرو کې د ترکیې کنفرانس ته په اشارې ویلي چې طالبان سولې ته اراده نه لري او نه غواړي افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي، ځکه خو په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي او له افغان … نور ولولئ
افغانستان

امریکایي چارواکي: له افغانستان د تجهیزاتو ایستلو لپاره په چټکۍ کار روان دی

ملټري ټایمز ورځپاڼه وایي چې امریکا د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې له دغه هېواد څخه د تجهیزاتو پر ایستلو ګړندی کار پیل کړی دی. ورځپاڼې زیاته کړې، چې پوځ نه یوازې د خپلو وسلو او وسایلو په ایستلو د مې تر لومړۍ وړاندې کار پیل کړی دی بلکې له سیمه ییزو قراردادیانو سره یې هم قراردادونه ډېر کړي دي څو د تجهیزاتو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي. تر … نور ولولئ
افغانستان

ترکیه کې درې اړخیزه غونډه: طالبان دې بېرته د مذاکراتو مېز ته راوګرځي

پاکستان، ترکیې او افغانستان له طالبانو غوښتي چې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي. د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر یوې درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او طالبانو ته په کار ده چې مذاکراتو ته ادامه ورکړي. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، دوی هڅه کوي طالبان اوربند او تلپاتې سولې ته وهڅوي، … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: القاعده شبکه لا هم په افغانستان سرخوږی دی

د امریکا ددفاع وزارت کانګریس ته د افغانستان په اړه په یوه استولي راپور کې ویلي، دوی القاعده شبکه کمزورې کړې ده خو ددغه شبکې ځینې غړي لا هم فعال دي او له طالب وسله والو سره اړیکه لري. پنټاګون زیاته کړې چې دوی د طالبانو په همکارۍ کولی شي په افغانستان او سیمه کې امریکایي ګټو ته زیانونه جوړ کړي. امریکايي چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د القاعده شبکې فعالیتونه یو ځل بیا په … نور ولولئ