افغانستان

ازموینو ملي اداره: اکثرو ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل شوې

د آزموینو ملي اداره د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کانکور آزموینو لړۍ د پیل خبر ورکوي. یاده اداره وايي، دویم پړاو کې په اتو نورو ولایتونو کې د کانکور آزموینې اخلي او دریم پړاو کې به پلازمېنه کابل کې دغه پروسه ترسره شي. په ورته وخت کې جګړه ځپلي هلمند کې سلګونه ځوانان د کانکور په درې ورځنۍ ازموینه کې ګډون کوي. هلمند یو له هغه ولایتونو دی چې تېرې شل کلنې جګړې … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: که طالبان یې پر نظامیانو برید وکړي له سخت ځواب سره به مخ شي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي، چې دوی د سرتېرو تر ایستلو وروسته له افغانستان سره د مرستو په لټه کې دي. نوموړی د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور بلل شوی و او پوره دوه ساعته یې د افغانستان د راتلونکې او سولې بهیر په اړه له نوموړي پوښتنې ګروېږنې کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي طالبان او حکومت دواړه له … نور ولولئ
افغانستان

امریکا سفارت خپلو کارکونکو ته امر کړی، چې ژر تر ژره له افغانستان ووځئ

امریکا له افغانستان د خپل سفارت غیر ضروري کارکوونکو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په کابل او ولایتونو کې د تښتوونو، ځانمرګو بریدونو، موټربم بریدونو او هدفي بریدونو د ډېرېدو امکان شته دی نو له همدې امله د امریکا د سفارت غیر ضروري کار کوونکو ته په کار ده چې ژر تر ژره د خصوصي هوایي شرکتونو په … نور ولولئ
افغانستان

غني: هېواد په حساسو شرایطو کې دی د ولس یووالي ته اړتیا ده

ولسمشر غني وایي، هېواد په حساسو شرایطو کې دی او له افغانانو یې د یووالي د ساتلو غوښتنه کړې ده. نوموړي د مجاهدینو د بریا په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې ویلي چې د جهاد تر بریا وروسته بې پروايي او خپلمنځي ستونزې ددې سبب شوې چې ناورین لسیزې په افغانستان کې ادامه پيدا کړي او په خبره یې اوس هم افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او ددې اړتیا ده چې افغانان خپل … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني طالبانو ته: بهرنیان وځي اوس څوک وژنئ او څه له منځه وړئ

ولسمشر غني په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو په پایله کې خپل ژوند بایلي. نوموړي د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا له درېیمې خطرناکې څپې سره مخ دی

وروسته تر هغه چې په وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی دی د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې افغانستان د کرونا وبا له درېیمې څپې سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې د کرونا دویمه څپه تر اولې او درېیمه به یې تر دویمې هغې ډېره خطرناکه وي. نوموړي پر هېوادوالو غږ کړی دی چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت ریاست: د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي

د هېواد د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وایي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ دي او په وینا یې دا ډله نه شي کولی چې په هېواد کې خپلې ریښې وغځوي. سراج زیاته کړې، چې د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي. د نوموړي په خبره، چې طالبان سولې ته هیڅ اراده نه لري او په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي. سراج … نور ولولئ
افغانستان

عمر داودزی: پاکستان پوهه شوی، چې امن افغانستان کې یې ګټې خوندي دي

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزی وایي، چې پاکستاني پلاوي په کابل کې د خپل سفر په لړ کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي. د هغه په خبره په دې سفر کې تر ډېره دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. داودزی زیاتوي، چې افغان او پاکستاني لوري توافق کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د رغولو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغانستان کې د هر خطر پر وړاندې چمتوالی لرو

پنټاګون یو ځل بیا وایي، چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ او خطر پر وړاندې تیاری لري. د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا ددفاع وزارت پلانوونکو د ټولو هغه احتمالي خطرونو وړاندوینه کړې او پر وړاندې یې تیاری لري چې د طالبانو له لوري به د ځواکونو د ایستلو پر مهال پېښېږي. د هغه په خبره په منځني ختیځ کې یې … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: له هند سره دې له تګ راتګ ډډه وشي

بهرنیو چارو وزارت له هند سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دا چې په هند کې د کرونا درېیمه څپه روانه ده او په دغه هېواد کې یې ناورین رامنځ ته کړی نو افغان وګړو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي. په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې له بهره هېواد … نور ولولئ