افغانستان

پاکستان په افغانستان کې کوم ډول نظام غواړي؟

د افغانستان د تیرې څلويښت کلنې جګړې، ناخوالو او د افغانانو د قتل تر ټولو ستر او اساسي مسوول او عامل (پاکستان) په دومره یوه اوږده موده کې تر اوسه هیڅ داسې ګام نه دی پورته کړی چې لږ تر لږه ترې افغان انسان ته یوه ذره خیر ورسیږي. ان خیر څه چې ایله یې د نړۍ زبرځواکونو ته لار ورکړې چې پر افغانستان برید وکړي، دا وطن لاندې کړي او هر څه دړې وړې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: مخکې مو درک کړې وه چې افغان جګړه کې بریالي کېدای نه شو

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وايي چې امریکا له څو کلونو راهیسې دې پایلې ته رسېدلې وه چې د افغانستان جګړه یو بندښت ته رسېدلې ده او امریکا به په دغې جګړه کې بریالۍ نه شي. راس ویلسن له طلوع نیوز سره په مرکه کې له سیاسي حل لارو د افغانستان ستونزې ته رسېدنه غوره غوراوی ګڼلی. نوموړي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت ته نه یوازې افغانان بلکې … نور ولولئ
افغانستان

جو بایډن: نور له افغانستان ځو، زموږ ماموریت بریالی و

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدلي دي او اوس ددې وخت دی چې له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. جو بایډن د امریکا د کانګریس دواړو مجلسونو ته له ولسمشر کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د ګڼو نړیوالو او ملي مسایلو تر څنګ د افغانستان مسئلې ته هم اشاره کړې ده. نوموړي وویل چې د امریکا ستره موخه په افغانستان کې د … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د عبدالله په شمول ځینو افغان سیاسي څیرو ته لیکونه لېږلي

طالبانو ځینو افغان سیاسي څېرو ته د مستقیمو مذاکراتو په موخه لیکونه استولي دي. رسنیو ته باوري سرچینو ویلي، چې طالبانو غوښتي په انفرادي توګه له ځینو سیاسي څېرو سره لیده کاته ولري چې له همدې امله یې دوی ته لیکونه استولي او له دوی یې د مذاکراتو غوښتنه کړې ده. په دې ډله کې یو هم د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې د طالبانو لیک ورته رسېدلی دی. د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا دوه نورې بي ۵۲ الوتکې هم سیمې ته رالېږلې

امریکا وایي، چې د قطر په العدید هوايي اډه کې یې لا ډېرې الوتکې ځای پر ځای کړې دي. د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د العدید په هوايي اډه کې یې دوه نورې بي ۵۲ بم غورځوونکي الوتکې ځای پر ځای کړې چې د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې عملیات ترسره کوي. امریکایي چارواکي وایي دغه الوتکې په دې موخه ځای پر ځای کېږي، چې … نور ولولئ
افغانستان

د روژې په مبارکه میاشت کې کاري ساعتونه

افغانستان يو اسلامي هېواد دی نو ځکه د هېواد وګړي هر کال د روژې په مبارکه مياشت کې روژه نیسي او په معمولي ډول هر کال د دغې میاشتې لومړۍ ورځ عمومي رخصتي اعلانېږي. خو د لومړۍ ورځې د رخصتۍ ترڅنګ د دولتي ادارو د کارکوونکو په کاري ساعتونو کې هم کمښت راځي. سږ کال هم د هېواد د کار او ټولنيزو چارو وزارت د تېرو کلونو په څېر د دولتي کارکوونکو په کاري ساعتونو … نور ولولئ
افغانستان

حکومت: تر هغې چې دایمي اوربند نه وي شوی، هیڅ طالب بندي نه خوشي کوو

د افغانستان حکومت وايي، تر هغې چې دایمي اوربند نه وي شوی، هیڅ طالب زنداني نه خوشي کوو. دا خبرې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي کړي. هغه پرون د افغانستان د سیاسي ګوندونو له استازو سره لیدلي او پر یو شمیر موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي. فضلي ویلي، دا ځل حکومت نه غواړي چې له یوه دایمي او سراسري اوربند پرته د طالبانو بندیانو … نور ولولئ
افغانستان

هغه افغان ویاندویان چې مهم چارواکي او سیاستوال شول!

د افغانستان په سیاست او حکومتولۍ کې د سیاسي او حکومتي چارواکو د ویاندویانو ونډه د پام وړ ده. د سیاسي او حکومتي ویاندویانو سلسله غالباً د مجاهدینو له حکومته پيل شوې. دلته له هماغه وخته د یو شمېر ویاندویانو یادونه کوو او ورپسې د حامد کرزي او اشرف غني په حکومتونو کې د ویاندویانو د چارواکي توب او په سیاسي څېرو بدلیدو ته یو ځغلند نظر اچوو: کریم خلیلي کریم خلیلي د ډاکټرنجیب د … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې د امریکا سفارت د ثور د اتمې افغانانو ته مبارکي ورکړې

له نن څخه پوره نهه ویش کاله مخکې په همدې ورځ (د ثور په اتمه) افغان مجاهدینو د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله حکومت را وپرځاوه او د چارو واګي یې په لاس کې واخیستې. په کابل کې د امریکا سفارت د همدې ورځې په پار افغانانو ته مبارکي ورکړې ده. یاد سفارت پر خپل ټویټر لیکلي، د ثور اتمه د افغانستان د اسلامي انقلاب د بریا کلیزه مبارک. د ویلو ده چې دغې ورځې … نور ولولئ
افغانستان

دوه پرلپسي ورځې؛ ٧ د ثور او ٨ د ثور

دا څو ورځې بېلا بېلې مقالي، تبصري او مطالب  لولم.  په انټرنټ کې مې ځینې داسې مطالب لاسته راوړل، چې په ۱۳۵۸ کال کې لیکل شوي وو. ومې لوستل؛ وروسته په داسې مطالبو او تبصرو هم پېښ شوم، چې په پیښور ښار کې په ۱۳۶۲ کې لیکل شوي وو. بلاخره دا ټول مطالب مې سره راغونډ کړل او ځان سره مې دواړه انقلابه، یا په بله اصطلاح سقوطونه / کودتاوې پردی وبللي او دا جګړه … نور ولولئ