افغانستان

رسنیو ته د طالبانو خبرداری؛ بې طرفه اوسئ، کنه راتلونکو اقداماتو مسوولیت به مو پر خپله غاړه وي

وسله والو طالبانو افغان رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام پړه به یې هم پر خپله غاړه وي. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له څو ورځو راهیسي په یو شمېر رسنیو کې د حکومت د استخباراتي کړیو په اشاره د دوی پر ضد پروپاګند او یو اړخیز نشرات کېږي. نوموړي ویلي چې که خبریالان … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغان هوایي ځواکونه پر خپلو قراردادیانو تکیه دي

د امریکا دفاع وزارت وایي دمګړی افغان هوايي ځواک پر قراردادیانو متکي دی چې د سرتېرو له وتلو سره ښایي دا برخه یو څه کمزورې شي. د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان هوایي پوځ ډېره برخه چارې پر قراردادیانو متکي دي، چې تر وتلو وروسته دا برخه ښایي کمزوري شي خو بیا هم د امریکا ملاتړ له ځان سره لري. د هغه … نور ولولئ
افغانستان

تخار: مېرمنې بن قبوله نکړه، خپل ځان او اولادونه یې ووژل

تخار کې یوې مور خپل ځان او درې اولادونه سیند ته غورځولي. تېره ورځ د تخار په فرخار ولسوالي کې یوې مور خپل کور سوځولی او وروسته یې خپل ځان له دریو اولادونو سره یو ځای په سیند وړی دی. ځایي اوسېدونکي د پېښې لامل د یادې کورنۍ غربت او بې وزلي یادوي. په ورته وخت کې د تخار پولیس هم پېښه تاییدوي؛ خو د لامل په اړه یې د پلټنو خبره کوي. بل لور … نور ولولئ
افغانستان

غني: که ډاډه شم رښتینې سوله راځي، تیار یم چې واک د سولې لنډمهاله حکومت ته پريږدم

ولسمشر غني وايي که ډاډه شي چې هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې له واک ګوښه شي او د نوي حکومت راتګ ته لار هواره کړي. ولسمشر غني نن د امریکا معتبرې نشریې فارین پالیسي ته په یوه تازه لیکلې مقاله کې د افغانستان د سولې پر روان بهیر او راتلونکې خبرې کړې دي. غني ویلي، چې طالبان په افغانستان کې سولې ته رسېدل نه بلکې واک ته رسېدل غواړي له همدې امله … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني راتلونکو څو اونیو کې پاکستان سره د جدي مذکراتو د پیلیدو خبر ورکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه د افغان ښځو شبکې غړو سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل، سولې او په دې پروسه کې د ښځو غوښتنو او حقونو ته د رسیدګي په اړه خبرې وکړې. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په پیل کې د هیواد لومړۍ مېرمن په سولې پروسه کې د ښځو د غوښتنو د انسجام په اړه معلومات ورکړل وې ویل، نن افغان ښځې خپل غږ لري او هېڅوک یې … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: د طالبانو بریدونه بیځایه دي، زموږ د وتلو پر بهیر اغېز نه شي کولی

پنټاګون کندهار کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو توغندویي بریدونه غندلي دي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي دغه بریدونه چې د تېرې اوونۍ په لومړیو کې د دوی پر اډه د طالبانو له لوري تر سره شول په هیڅ ډول د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر نه اغېزمنوي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه ډول واړه بریدونه بې اغېزې دي او د دوی د وتلو پر څرنګوالي هیڅ تاثیر نه … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مو خپله زمینه برابره کړه

ولسمشر غني وایي، چې افغان حکومت تل د سولې غوښتنه کړې ده او د تل په څېر به په دې برخه کې خپلو هڅو او قربانیو ته دوام ورکړي. نوموړي چې نن یې په ارګ کې د سل ورځې او سل زېري په نوم یو پروګرام ته خبرې کولې یو ځل بیا وویل چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي. هغه زیاته کړه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد:نړیوال به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې طالبان د زور له لارې واک ترلاسه کړي

امریکا وایي سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. په اعلامیه کې راځي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې … نور ولولئ
افغانستان

غني خلیلزاد ته: سولې بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل. سرچینه وايي، په دغه کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه جمهوررئیس ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې؛ جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر … نور ولولئ
افغانستان

ایران: د افغانستان وضعیت ته ډېر اندېښمن یو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري. هغه څرګنده کړې چې ایران له سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه د خبرو اترو په حال کې دي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې … نور ولولئ