افغانستان

د امریکا خبرداری طالبانو ته؛ که سوله و نه کړئ، د جمهوریت غوښتونکو ترڅنګ درېږو

امریکا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که سوله و نه کړي نو دوی به د جمهوریت غوښتونکو تر څنګ ودرېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه هڅې روانې دي خو طالبانو ته په کار د چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي. هغه په ټوېټ پیغامونو کې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: که د مشرانو نومونه مو له تور لیست وویستل شي، جګړه راکموو

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي چې مرکچي پلاوي یې د برلین په غونډه کې ګډون کړی دی او له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن دي. ډاکټر نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې دا هم ویلي چې دوی له هېواده د تللو افغان ځوانانو بېرته راتګ ته هم زمینه برابروي او په خبره یې تولو موسسو او په بشري برخه کې فعالو بنسټونو ته ډاډ … نور ولولئ
افغانستان

ټرمپ له مجبورۍ ځانته ټولنیزه شبکه جوړه کړه

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د بیا ننوتلو هڅه د ټویټر له لارې ناکامه شوې. د ټویټر ادارې په حواله، یو ټویټر اکاونټ چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغامونه استوي د قوانینو سرغړونې له امله ځنډول شوی. داسې انګیرل کېږي، چې ټویټر د غلطو خبرونو خپرولو او قواعدو سرغړونې له مخې د ډونلډ ټرمپ حساب بند کړی و. فېسبوک هم د ډونلډ ټرمپ حساب هم … نور ولولئ
افغانستان

مارک میلي: امریکا به په نورو هېوادونو کې د افغان پوځ روزنې ته دوام ورکړي

امریکا ښايي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د یاد هېواد پوځ ته په نورو هېوادونو کې د روزنې مرکزونه پرانیزي. د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، چې امریکا نه غواړي د افغان پوځ ملاتړ څخه لاس واخلي؛ نو ځکه به یاد پوځ ته د ځینو چارو د سپارلو ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د روزنې زمینه برابره کړي. نوموړي پنټاګون ته په یوه غونډه کې زیاته کړې، چې دا … نور ولولئ
افغانستان

کریمي: ۱۳۸ پرمختیایي پروژې د ارغنداب وېجاړې شوې زېربناء بیا رغولو ته ځانګړې شوې

راپور د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ۱۵۸ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې له ډلې یې ۱۳۸ پرمختیایي پروژې یوازې د کندهار په ارغنداب کې د وېجاړې شوې زېربناء بیا رغولو ته ځانکړې شوې دي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي رسنیز کنفرانس ته وویل، د کندهار په سفر کې د هېواد جمهور رئیس ځانکړې سپارښتنه وه، چې د … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان به پرته له فکره د امریکا لپاره اډې ورکړي

له هغه ورځې، چې د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس جوبايډن د امريکايې ځواکونو د وتلو رسمي نېټه څرګنده او د  وتلو اعلان وکړ. د هېواد  دننه او سیمو کې سختې ناامنۍ و ناقراري رامنځته شوي، د افغانستان ګاونډي هېواد ايران په دې هکله اندېښنې څرګنده کړې. د چين هېواد، د افغانستان تش پرېښودل د ځان و راتلونکي په هکله يو جدي خطر وبللو او همدارنګه د نړۍ لويو قوتونو دا تصميم غلط وباللو او … نور ولولئ
افغانستان

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین رسنیو ته وویل، ډېرې کورنۍ د لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو له ځینو ساحو کډې کولو ته مجبوره شوې دي. رامین زیاته کړه: د جنګ او جګړو له کبله شااوخوا له ۹۰۰سوه زیاتې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: نړیواله ټولنه باید نړۍ ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي

ولسمشر غني په هېواد کې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، مدني ټولنه باید د طالبانو له لوري د قتل او وینې بهېدنې پر وړاندې دریځ ونیسي او نړیوالو ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي. هغه پر طالبانو غږ کړی دی چې باید له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا او بریتانیا: طالبان د حقایقو له برسېره کېدو سره مخالفت کوي

دغه دواړو هېوادونو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي په داسې حال کې چې طالبانو جګړې شدیدې کړې دي اوس غواړي رسنۍ چوپ کړي او له بېلو لارو یې د دوی د چوپ کولو هڅه کړې ده. سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او له یادې ډلې غواړي چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د امریکا سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تل حقایق نه دي … نور ولولئ
افغانستان

د خبریالانو د ملاتړ اداره: ښکېلې خواوې دې د خبریالانو له ګواښلو لاس واخلي

د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نی) ویلي چې دوی د طالبانو او دغه راز د افغانستان د ملي امنیت له لوري د خبریالانو او رسنیو په اړه خپاره شویو وروسیتو ګواښونو اندېښمن کړي دي. یاد بنسټ زیاتوي، چې افغانستان کې ټولې رسنۍ د ژورنالیزم او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي او د هیچا په ګټه او زیان یې تبلیغات نه دي کړي. د نی په خبره، پر یو مهال … نور ولولئ