افغانستان

ارګ: د ملکیانو وژنه؛ یوازې په اختر نه، نورو ورځو کې هم جواز نه لري

ارګ وایي، چې د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې له اعلان شوي اوربنده خبر دي خو وایي چې د دوی او افغان ولس ټینګار پر دایمي او واقعي اوربند دی. د ارګ له لوري په همدې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري. خبرپاڼې زیاته … نور ولولئ
افغانستان

په هېواد کې ۷۲ سیاسي ګوندونو د سولې او اوربند غوښتنه کړې

د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې د دوه اویا ګوندونو په استازولۍ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د جدي پیل او په هېواد کې د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه کړې ده. د یادې کمېټې په پرېکړه لیک کې راغلي چې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو د فتوا په نظر کې نیولو، د دوو لسیزو لاسته راوړنو، ملي وحدت، د ښځو حقونو ته په درناوي سره باید نور په … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د اختر درې ورځو کې اوربند اعلان کړ

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، طالبان دې په دې ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي،‌ خو که پر دوی برید وشو نو له ځانه دې په کلکه دفاع وکړي. په اعلامیه کې وړاندي راغلي، چې طالب وسلوال دې د حکومت سیمو ته نه ورځي او افغان ځواکونو او مشرانو ته هم اجازه نه ورکوي چې د دوی سیمو ته راشي. افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دې … نور ولولئ
افغانستان

ملا هبت الله: باید د جنګ د دوام هڅه ونه شي

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو داسې افغان شموله نظام رامنځته کوي چې ټول به په کې ځانونه وویني. یاد پیغام کې د ملا هبت الله له قوله ویل شوي چې په مقابل لوري هم غږ کوي چې د جنګ د دوام هڅه ونه کړي او باید سره راټول شي. پیغام کې له افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

په کابل کې د تېرې ورځې خونړي برید مرګ ژوبله لوړه شوې

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې تر پنځوسو پورې ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي. تر اوسه پورې ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، حکومت یې د طالبانو کار بولي خو دغه ډلې پکې لاس لرل رد کړي دي. د یادونې ده چې ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې پرونی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ارګ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا په سیمه کې د نظامي اډې د جوړولو په لټه کې ده

امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو په موخه په سیمه کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده. والسټرېټ ژرونال د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د وضعیت د څارلو، پر طالبانو د فشار راوستلو او افغان حکومت د ملاتړ په موخه خپل سرتېري، الوتکې او ډرون په سیمه کې ځای پر ځای کړي. په راپور کې راځي چې امریکا غواړي همداسې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: په کابل کې د نجونو پر ښوونځي برید بشر ضد جنایت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نجونو پر ښوونځي او ملکي وګړو برید بشر ضد جنایت دی او امریکا یې په کلکو ټکو غندي. سرچینه وایي چې د دې بوږنوونکې پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب د افغانستان له خلکو سره شریکوي. امریکا په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ددې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی کم کړل شي او … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې نننۍ چاودنې توند غبرګونونه راپارولي دي

ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې نننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي. نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په … نور ولولئ
افغانستان

د وطن ابادي: د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي

اتم د مې چې د کډوالو مرغانو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي دي. د افغانستان چاپیریال اداره وايي، چې د کمال خان بند جوړول په افغانستان کې د کډوالو مارغانو په راستنيدو کې مهم رول لوبوي. دا لا تردې دمه نه ده معلومه، چې هر کال څومره کډوال مرغان افغانستان ته را الوزي، خو د افغانستان د چاپیریال … نور ولولئ
افغانستان

محب: د طالبانو ترمنځ اختلافات په بې ساري ډول سره ډیر شوي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې بهرني ځواکونه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت خپل تجهیزات افغان دولت ته سپاري. نوموړي زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه به تر وتلو وروسته خپل یو شمېر تجهیزات له منځه یوسي خو لویه برخه تجهیزات او وسایل به افغان دولت ته وسپاري. محب دغه راز ویلي، چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات دومره ډېر شوي چې ساری یې په تېرو شلو … نور ولولئ