افغانستان

چین: افغان سولې ته مو په سیمه ییزه کچه هڅې پراخې کړي

خبر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره ټلیفوني خبرې وکړې.ګ افغان ملي امنیت شورا په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي یچې دا ناسته پرون ترسره شوې ده. ښاغلي وانګ یي وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي. د هغه په وینا؛ چین یو خپلواک، مقتدر او یو موټی افغانستان غواړي او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته … نور ولولئ
افغانستان

اسوشټېډ پرېس: د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران له ګواښ سره مخ دي

اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې له هغو کسانو سره مرکې کړې دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په بېلو برخو کې له امریکایي او ناټو ځواکونو سره همکاري لرله. یاد اژانس زیاته کړې، چې دغه کسان له امریکا او د ناټو له غړو هېوادونو غواړي چې دوی ته د کډوالۍ اسانتیا برابره کړي او د امنیت لپاره یې هڅې وکړي. یوې امریکایي سرچینې ویلي چې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانانو په … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د سولې پروسه زیانمنولای شي

د ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرول د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کولی شي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې د اختر په ورځو کې بشپړ اوربند نه و تامین او په ځینو سیمو کې امنیتي پېښو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د خپلو خبرو … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو په قطر کې جدي مذاکراتو چمتوالی ښودلی

طالبانو په نږدې ورځو کې په دوحه کې جدي مذاکراتو ته تیاری ښودلی دی. طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبان د استانبول په غونډه کې ګډون ته تیار دي خو وایي چې وروستۍ پرېکړه باید په دوحه کې وشي. سرچینه همدا راز وایي چې طالبان به په نږدې ورځو کې له افغان حکومت سره په دوحه کې جدي مذاکرات پيل کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو او د … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا نړیوال سازمان: پرمختللي هیوادونه دې بیوزلو ته د کرونا واکسین کې مرسته وکړي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په شتمنو هېوادونو کې د ماشومانو د کورونا پر وړاندې د واکسین کولو دمخه باید د نړۍ په کچه په بیوزلو هېوادونو کې واکسین پیل شي. یاد سازمان وايي، پرمختللي هېوادونه باید د “کوویکس” په برنامه کې د کورونا واکسینونه ډالۍ کړي. د نړیوال روغتیایي سازمان مشر، “ټیډروس اډانوم” وایې؛ شتمن هېوادونه اوس ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته واکسین کوي ​، پداسې حال کې چې بېوزله هېوادونه په سختۍ … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن او قریشي پر افغان سوله غږېدلي

د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې تلیفوني خبرو کې پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او هڅه کوي په دغه پروسه کې رغنده رول ولوبوي. قریشي ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې طالبان دایمي اوربند ته تیار شي او روانه جګړه د خبرو … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: په درې ورځني اوربند کې ۵۱ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزرات وایي چې وسله والو طالبانو د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د اختر درې ورځنی اوربند نقض کړی او په یو شمېر سیمو کې یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، چې د اختر په درېو ورځو کې د وسله والو طالبانو له لوري۲۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي. دفاع وزارت همداراز د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د … نور ولولئ
افغانستان

په ګڼو ولایتونو کې تر اوربند وروسته د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې شوې

د اوربند له پای ته رسېدو سره سم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې دي. د راپورونو له مخې په هلمند، کندوز او ځینو نورو سیمو کې طالبانو تهاجمي بریدونه پيل کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. ملي دفاع وزارت هم ددغه بریدونو د تایید تر څنګ پر طالبانو تور پورې کوي چې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: قومي مشران دې طالبان مجبور کړي، چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې په پوره جرات جګړه ودروي او د سولې خبرو ته را مخ ته شي. ولسمشر تېره ورځ ناوخته په ارګ کې له قومي مشرانو او مخورو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې. د نوموړي په خبره که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني:که د سولې په راتګ ډاډمن شم، د طالبانو ۷ زره زندانیان خوشي کوم

ولسمشر غني وایي که ډاډه شي چې د زندانیانو په خوشي کولو هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې د طالبانو اووه زره بندیان خوشي کړي. نوموړي له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې یوازینۍ هیله یې په افغانستان کې د سولې تامین او دلته د خلکو د خوښې وړ جمهوري نظام پایښت دی. دده په خبره هېڅ فشار او هېڅ زور ته به تسلیم نه شي او دا هېواد به … نور ولولئ