افغانستان

مکینزي: افغانستان کې به ترهګر ارامه ورځ ونه ویني

د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مکینزي ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د څارنې او پر وړاندې یې د مبارزې د څرنګوالي په موخه خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزارت ته وسپاري. هغه زیاته کړې، ترهګر دې فکر نه کوي چې امریکایي ځواکونه لاړل، نور میدان دوی ته خالي دی، ځکه دوی به ترهګرو ته په دغه هېواد کې … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد:جګړه او سوله دواړه نه کېږي، طالبان باید یو انتخاب کړي

امریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې او سولې دې یو انتخاب کړي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د جګړو د ختمولو په لټه کې دي. د هغه په وینا طالبان باید په دې پوه شي چې سوله او جګړه یو ځای نه کېږي او له دې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني نن د تخت استالف هوټل پرانیست

ولسمشر غني نن د کابل استالف ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د (تخت استالف) په نامه تاریخي هوټل تر بیا رغونې وروسته پرانیستی دی. نوموړي د یاد هوټل د پرانیستي په مراسمو کې وویل، خوښ دی چې افغانستان له ویجاړۍ څخه د ابادۍ او هوساینې پر لور روان دی. هغه زیاته کړې، نن ټولو افغانانو ته د ده پیغام دا دی چې افغان دولت د جګړې ویجاړۍ ابادوي او د هېواد د … نور ولولئ
افغانستان

ویلسن: پر بنسټیزو پروژو برید د افغانستان پر راتلونکې برید دی

په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن وایي، چې پر بنسټیزو پروژو بریدونه د افغانستان پر راتلونکې برید دی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې حکومتونه، روغتونونه او ښوونځي د فعالیت لپاره برېښنا ته اړتیا لري چې په هیڅ صورت باید تخریب نه شي. نوموړي ویلي، برېښنا ته لاسرسی د افغانستان د شلو کلونو یو له ډېرو استثنایي لاسته راوړنو څخه دی او په هیڅ صورت باید چاته د برېښنایي پروژو د تخریب … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: زموږ وتل د افغانستان د پرېښودلو مانا نه لري

په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر وایي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړي دي. راس ویلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي. ویلسن طالبان د دوحې هوکړې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: اجازه نه ورکوو چې نړۍ ته له افغانستان ګواښونه پېښ شي

امریکايي نظامي چارواکو د افغانستان په تړاو د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه وضاحت ورکړی دی. د امریکا ددفاع وزارت ګڼ چارواکي د امریکا د استازو مجلس دفاعي کمېټې ته وربلل شوي وو او د امریکایي استازو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي دي. د راپورونو له مخې په دې کې د امریکا لوړپوړي نظامیان هم شامل وو چې په سیمه او افغانستان کې پر روان نظامي وضعیت څارنه کوي. د امریکا ددفاع وزارت مرستیال سکرتر … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د سرتېرو د ایستلو بهیر له ۱۲ تر ۲۰ سلنې بشپړ شوی

امریکا وایي له افغانستان یې د سرتېرو د ایستلو بهیر له ۱۲ تر ۲۰ سلنې بشپړ شوی دی. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې ټول وضعیت له نږدې څاري او جنرال سکاټ مېلر د ماموریتونو د ښه ترسره کېدو لپاره ټول انتخابونه په لاس کې لري. د هغه په خبره د سرتېرو د ایستلو بهیر له ۱۲ تر شل … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: که طالبان سوله و نه کړي له انزوا سره به مخ شي

امریکا وایي طالبان د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم سوله ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګریس ته په خپلو خبرو کې ویلي دا ګنګوسې بې ځایه دي چې ګواکي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ماتې سره مخ شي. د نوموړي په خبره افغان پوځ پیاوړی دی او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان … نور ولولئ
افغانستان

جلال اباد، باچا خان مزار کې د بیګ نسیم فاتحه وشوه؛ هغه څوک وه؟

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار باچا خان مزار کې د خدايي خدمتګار تحريک سرلارې او عوامي ملي ګوند پخوانۍ مشرې د عبدالولي خان مېرمنې بېګم نسيم ولي خان فاتحه واخیستل شوه. په دې مراسمو کې د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل، د ولايت مرستيالانو، ولايتي شورا او ولسي جرګې غړو، علماء کرامو، مېرمنو، پوهنتون استادانو، محصلينو، ګذر وکيلانو او نورو قشرونو په ګډون سره واخیستل شوه. د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د فاتحې … نور ولولئ
افغانستان

غني: سوله لومړیتوب دی، طالبان دې جګړه نه کوي، تر وروستۍ شیبې ولاړ یم

ولسمشر غني وایي طالبان باید دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام باید انتخاباتي وي. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې سوله یې لومړیتوب دی خو که طالبان جګړو ته ادامه ورکوي نو دی د پوځ لوی درستیز دی او تر وروستۍ شېبې په د طالبانو پر وړاندې جنګېږي. ولسمشر غني همدا راز ویلي چې طالبان باید د ټاکنو له لارې واک ته پر رسېدلو باورمن شي او دا … نور ولولئ