افغانستان

طالبان: د افغانستان ګاونډیان دې بهرنیو ځواکونو ته اډې نه ورکوي

طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه ورکوي. طالبانو په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې بهرني ځواکونه په سیمه کې د ناامنۍ او جګړې اصلي لامل دي او که کوم هېواد بهرنیو ځواکونو ته اډه ور کوي، دوی به ددې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي. … نور ولولئ
افغانستان

د استانبول د ناستې لپاره طالبانو نوي شرطونه وړاندې کړي

د امریکا غږ انګلیسي د راپور له مخې طالبان غواړي چې د استانبول غونډه د نورو نړیوالو غونډې په څېر لنډه وي او پر مهمو مسایلو دې پرېکړې نه پکې کېږي. یوې طالب سرچینې ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي خو خپل شرایط یې هم وړاندې کړي دي. د سرچینې په خبره طالبان نه غواړي چې په دې غونډه کې دې د مهمو او یا کړکیچنو موضوعاتو په … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: امریکا ته مو د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه نه ده ورکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ویل کېدل پاکستان امریکا ته د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې ده. یاد وزارت زیاته کړې چې پاکستان امریکا ته د خپلو حدودو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او نه هم په راتلونکې کې داسې کوم پلان لري. د دغه وزارت په خبره، د امریکا او پاکستان ترمنځ له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي د یوې هوکړې پربنسټ همکاري … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: بهرني ډیپلوماټانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکوو

طالبانو په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو او د مرستندویه بنسټونو کارکوونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی. العربیه د فرانس پرس خبري اژانس په حواله د طالبانو د قطر دفتر د ویاند محمد نعیم له قوله ویلي چې دوی په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو او مرستندویه ادارو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې دوی ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی. طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نن د استرالیا د … نور ولولئ
افغانستان

لغمان والي: طالبانو ته مو جال ایښی و،راګیر شول؛ مدني فعالانو او قومي مشرانو سره حساب کوو

د لغمان والي رحمت الله یارمل ویلي چې د لغمان وروستۍ جګړه کې یې طالبانو ته دام ایښی ول چې په وینا په کې راګیر یې کړل. نوموړي دا خبرې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي. یارمل ویلي: «وس دي نو جسدونه او لاښونه سره در ټول که. ديو څو پوستو ایله کیدل درته دښار نیول معلوم سول؟» نوموړي وړاندې لیکلي: «هغه یو ښه جال وو چي ډیر ښه پکښي را ګیر سوې او یو … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: طالبانو ته مو ښکاره ویلي چې د واک انحصار یې نه منو

روسیه وايي، دوی خپل دریځ روښانه کړی چې د طالبانو د واک انحصار نه مني. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې مسکو په افغانستان کې ددې ډلې د قدرت له انحصار سره جدي مخالف دی. نوموړي تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی ورسره د واک په انحصار مواق نه دي. له دې وړاندې د امریکا په شمول پاکستان او نورو هیوادونو هم ویلي ول چې افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: د افغان حکومت په خوښه د سولې له پروسې سره همکاري کوو

پاکستان وایي، چې دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو پر دغه ډله کنټرول نه لري. د هغه په خبره دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي او د افغان حکومت په خوښه په دې پروسه کې همکاري کولی شي. قریشي همدا راز زیاته کړې، چې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا وایي، پاکستان خپله خاوره کې د اډو جوړولو اجازه ورکړې

امریکا وایي پاکستان اجازه ورکړې، څو خپله خاوره کې امریکایي اډې جوړې شي. د امریکا دفاع وزارت وايي پاکستان په افغانستان کې د وضعیت د څارنې او د سرتیرو د اېستلو لپاره د ځمکني او هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړې ده. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ویلي، چې پاکستان افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د تګ پرمهال هم دوی ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکړې وه … نور ولولئ
افغانستان

رحماني: هر کال سلګونه میلیونه ډالر غلا کېږي

هر کال په هېواد کې د فساد له امله شاوخوا هدوه نیم میلیارده ډالر ضایع کېږي او شخصي جیبونو ته ځي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په هېواد کې په تېره په مالیاتي برخه کې پر روان فساد سخته نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې هر کال شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر د فساد له امله حیف میل کېږي او شخصي … نور ولولئ
افغانستان

وکیلان: خلیلزاد د جګړې د ختمولو پر ځای د کورنۍ جګړې په لټه کې دی

امریکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په لټه کې ده. د ولسي جرګې ځينې غړي وایي د افغان سولې لپاره د امریکا ديپلوماتیک ماموریت ددې پر ځای چې د جګړو له کمولو سره مرسته وکړي برعکس د جګړو د ډېرېدو او تاوتریخوالي سبب شوی دی. د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل چې زلمی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې په رښتیني توګه د جګړې د کمولو په لټه کې نه دي، بلکې … نور ولولئ