افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان: ښایي افغانستان ته د کرونا ضد واکسین په وخت و نه رسېږي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي ښايي افغانستان ته د کرونا ضد ځانګړي شوي واکسین په وخت و نه رسېږي. ټاکل شوې وه چې تر مې میاشتې پورې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته شاوخوا درې میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین ورکړي، خو اوس تازه دغه سازمان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ښايي د واکسینو ورکړه ان تر اګسټ میاشتې پورې وځنډېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي ټولو هېوادونو … نور ولولئ
افغانستان

د بشر حقونو کمیسیون: د طالبانو د جګړې تکتیکونه ورځ تر بلې بې رحمانه کېږي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده. ددغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلی چې په افغانستان کې د جګړې تکتیکونه ورځ تر بلې خونړي کېږي او ورځ تر بلې د جګړې بڼه بې رحمانه کېږي. نوموړي ویلي په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب تر ټولو غوره لار د تاوتریخوالي کمېدل او د سولې راتګ دی. هغه بیا هم د … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت د امریکا د مالي مرستې هرکلی کړی

افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو له لوري له افغانستان سره د ۲۶۶ میلیونه ډالرو بشردوستانه مرستې هرکلی کړی دی. د هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان دولت د امریکا د بشردوستانه مرستو او دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو د دوام ستاینه کوي. خبرپاڼې زیاته کړې، متحده ایالاتو دغه راز د سولې بهیر پر ګړندي کولو، د چټک اوربند پر … نور ولولئ
افغانستان

امریکا له افغانستان سره د تازه مرستو اعلان وکړو

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۲۶۶ ميليون ډالرو د مرستې اعلان وکړ. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، چې دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي. د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په وینا په دې مرسته کې ۱۵۷ میلیونه ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۱ مالي کال کې افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

وال سټریټ ژورنال: د طالبانو د تغیر اوازې دروغ دي؛ دا ډله لاهم کوم رحم نه لري

وال سټریټ ژورنال د طالبانو د چلند په اړه خپرېدونکې اوازې بې بنسټه بولي او په خپله تازه خپره کړې مقاله کې یې ویلي، چې دا ډله لاهم له خلکو سره د پخوا په څېر چلند کوي مقاله کې راغلي چې د طالبانو د تغیر اوازې دروغ دي ځکه دا ډله لا هم پر تاوتریخوالي باور لري او له خلکو سره بې رحمانه چلند کوي. ژورنال زیاته کړې، سره له دې چې دغې ډلې په … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو بهیر له ۳۳ تر ۴۴ سلنې بشپړ شوی

امریکا وایي له افغانستان یې د سرتېرو د ایستلو بهیر ۴۴ سلنه بشپړ شوی دی. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر په چټکۍ مخ ته روان دی او دمګړی له ۳۳ تر ۴۴ سلنې پورې دغه بهیر بشپړ شوی دی. نوموړي ویلي چې امریکایي ځواکونو په لسګونه پروازونو کې زرګونه قطعې نظامي تجهیزات را ایستلي دي، … نور ولولئ
افغانستان

کابل: تېر ماښام چاودنه کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کابل کې د تېر ماښام دوو پرله پسې چاودنو ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغه چاودنې تېر ماښام د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې وشوې. لومړۍ چاودنه پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده خو دویمه چاودنه پر یوه کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر وشوه. په دواړو چاودنو کې لس کسه وژل شوي او دوولس نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول … نور ولولئ
افغانستان

د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي سبا سره ګوري

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ خبرې بیا ځلې پيلېږي. د راپورونو له مخې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوی به د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې سره ګوري او د سولې په ټپه ولاړې خبرې به بیا ځلې پیلېږي. سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې خبرو کې به تر ټولو مخکې د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې کېږي او پاکستان ددغه خبرو د بیا پیلېدو په برخه کې هڅې … نور ولولئ
افغانستان

یوناما: د سولې خبرو د پرمختګ لپاره دې افغان حکومت او طالبان تاوتریخوالی را کم کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو پر تلفاتو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اوونۍ په تېرو درې ورځو کې په هلمند، کندهار، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. راپور کې افغان امنیتي ځواکونه … نور ولولئ
افغانستان

اتمر، پاکستان ته: صادقانه او عملي همکاري راسره وکړئ

اکستان وایي، چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي. منصور احمد خان زیاته کړې، چې افغان جګړه د خبرو له لارې پای … نور ولولئ