افغانستان

قریشي: د اډو غوښتنه کېږي خو موږ خپلو ګټو ته ګورو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په سیمه کې د پوځي اډو لټون د امریکا یوه غوښتنه ده خو دوی خپلو ګټو ته ګوري. نوموړي له جیو نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، ده وړاندې تر دې هم ویلي چې پاکستان له امریکا سره د پوځي اډو کوم نوی تړون نه دی کړی او نه هم دوی داسې اراده لري. نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان په افغانسان … نور ولولئ
افغانستان

پاکستاني او افغان دیني علما په مکه مکرمه کې پر افغان سوله غږېږي

د پاکستان او افغانستان دیني عالمان په مکه مکرمه کې پر افغان سوله خبرې کوي. د حج او اوقافو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عربستان په کوربه توبه د پاکستان او افغانستان دیني علما سبا چهارشنبه پر افغان سوله خبرې کوي. دغه یوه ورځنۍ غونډه په مکه مکرمه کې جوړېږي او په هغه کې به د دواړو هېوادونو دیني علما د روانې جګړې پر پای ته رسېدو او سولې … نور ولولئ
افغانستان

سټولټنبرګ: افغانستان کې د مهمو تاسیساتو په ساتنه کې مرسته کوو

ناټو وایي په افغانستان کې د مهمو تاسیساتو په ساتنه او امنیت کې همکاري کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په دغه هېواد کې د سولې د تامین لپاره همکاري کوي. نوموړي په تازه څرګندونو کې همدا راز ویلي چې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته به ادامه ورکوي او دغه راز به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز … نور ولولئ
افغانستان

د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو رخصتي غځول کېږي

عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا وبا د پراختیا د مخنیوي لپاره یې د روانو رخصتیو د دوام پرېکړه کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال وايي چې سر له راتلونکې شنبې به د دوو نورو اونیو لپاره هم د ځينو برخو رخصتي وغځېږي. په دې توګه به ټول دولتي او شخصي ښوونیز مرکزونه رخصت وي، د ودونو تالارونه به تړلي وي او دا پرېکړه د کابل په ګډون په شپاړسو ولایتونو … نور ولولئ
افغانستان

مکینزي: که افغان حکومت وغواړي، دوی به په افغانستان کې خپل سفارت وتړي

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د امریکایي سفارت د امنیت مسوولیت پر افغان حکومت دی او په خبره یې دغه هېواد ژمن دی چې په کابل کې د امریکا سفارت وساتي. دده په خبره له دې هر څه سره امریکا کولی شي خپل سفارت په کابل کې وتړي، خو هغه مهال چې دا د افغان حکومت غوښتنه وي او یا د … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: پاکستان په مشروط ډول امریکا ته اډې ورکوي

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا په دې لټه کې ده چې د سیمې په هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم پر پاکستان دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښتنه کړې ده چې پاکستان هم په مشروط ډول منلې ده. راپور کې وړاندې راغلي، د CIA مشر څو څو ځله د همدې هدف لپاره اسلام … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د افغان ژباړونکو امنیت خوندي دی، د تېښتې پر ځای دې هېواد ته خدمت وکړي

وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو افغان کارکوونکو او ژباړونکو ته د امنیت ډاډ ورکړی دی. د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په وروستیو کې یو شمېر ژباړن اندېښنه لري چې ګواکي د دوی ژوند ته به د طالبانو له لوري خطرونه جوړ شي او یا به په نښه شي. وسله والو طالبانو ویلي، دوی دمګړی د امریکايي ځواکونو افغان ژباړنو ته د دښمن په سترګه نه ګوري او … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: هڅه کوو مستقل، ولسواک او سوله ییز افغانستان رامنځته کړو

کابل ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ راغلي امریکایي پلاوي له افغانستان سره د پراختیایي، سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي او اقتصادي اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا بین الوزارتي پلاوي نن له ولسمشر غني سره په ارګ کې کتلي دي. خبرپاڼه وایي، امریکایي پلاوي په دغه لیدنه کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هر کال د یاد هیواد د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې پر … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو ته په سفر دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او سیمې ته تازه سفر پيل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد به په دې سفر کې دوحې، کابل او د سیمې هېوادونو ته ځي او د افغان سولې په اړه به له بېلو اړخونو سره سلا مشورې کوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې خلیلزاد به په کابل کې له … نور ولولئ
افغانستان

د کورونا درېیمه څپه؛ د ملکي خدماتو لوړ عمره مامورین دوه اونۍ رخصت شول

افغان حکومت د کورونا ویروس د پراختیا له امله په کاري رژیم کې بدلون راوستی دی. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کرونا وبا د خطرونو د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز په کاري رژیم کې تغیر راوستی دی. د نوي پلان له مخې د ملکي خدماتو هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وي او … نور ولولئ