افغانستان

ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو نوې تګلاره اعلان کړه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د مرستو رسولو په تړاو نوې تګلاره اعلان کړه. د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام د افغانستان په اړه غونډه لرله، چې ددغه شورا ډېری غړو وینا پکې وکړه. دوی ټینګار وکړ چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د همدې موخې لپاره یې نوې تګلاره اعلان کړې ده. ددې تګلارې له مخې به ملګري ملتونه دا فرصت لري چې د افغانانو د ستونزو د کمولو … نور ولولئ
افغانستان

ګوتریش: افغانان باید له خطر او ستونزو وژغورل شي

ملګري ملتونه وایي د افغانانو ژوند د لوږې او بېوزلۍ له امله له سخت وضعیت سره مخ دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې افغانان د ژمي او لوږې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ددغه ستونزې د حل لپاره اړینې مرستې وکړي. هغه وایي چې د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: افغان او امریکايي لوری د کنګل شوې شتمنۍ په اړه غږېدلي

بهرنیو چارو وزارت د کنګل شوو شتمنیو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان پلاوي په اوسلو کې د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په اړه خبرې کړې دي. سرچینه وړاندې لیکي، چې دغه خبرې رغنده وې او ژر به پایله ولري. په اعلامیه کې راځي چې په دې مذاکراتو کې … نور ولولئ
افغانستان

حقاني: که امریکا مو په رسمیت ونه پېژني لوی تاوان به وکړي

د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، چې که چېرته امریکا د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني نو پر وړاندې به یې ګواښونو ته ادامه ورکړي. نوموړي له الجزیرې سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که امریکا د افغانستان نوی سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني؛ نو زیان به وکړي. هغه څرګنده کړې ده چې امریکا په دې کار سره له افغانانو سره په ښکاره … نور ولولئ
افغانستان

د سي ای اې ۹ زره افغان عسکر امارات کې پراته دي

د سي ای اې زرګونه افغان قراردادي عسکر لا هم په اماراتو کې پراته دي. نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي، هغه افغان قرار دادیان چې له سي ای اې سره یې په مستقمه توګه کار کاوه او ددغه ادارې په لارښوونه یې عملیات ترسره کول له میاشتو راهیسې په اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي. ورځپاڼه وایي دغه کسانو د امریکا په غوښتنه د خپلو خلکو پر وړاندې عملیات کول، ان ښځې او … نور ولولئ
افغانستان

امریکا واشنګټن کې د افغان سفارت بانکي حسابونه تړلي

امریکا د افغان سفارت بانکي حسابونه تړلي دي. په واشنګټن کې د افغان سفارت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امریکایي حکومت له یوې میاشتې راهیسې ددغه سفارت او دوو کونسلګریو بانکي حسابونه تړلي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی وایي چې د مالي مسایلو په برخه کې دې چارې خنډ ورته جوړ کړی دی، خو هڅه کوي د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو یوې پایلې ته ورسېږي. … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: له افغانستان وتل مو په ګټه و، پاتې کېدو مو جګړه اوږدوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه له تېرې ادارې څخه دوی ته په میراث پاتې وه او دوی یوازې یو بل انتخاب لاره چې هغه اوږدمهاله جګړه وه. بلینکن د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له دغه هېواد څخه د ځواکونو وتل په ګټه و ځکه بل انتخاب جګړه وه او جګړه یې ځکه نه غوښته چې نور هیڅ امریکایي د دې ناپایه جګړې … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: د عشر او زکات راټولو اداره جوړوو

د افغانستان سرپرست حکومت پرون په خپله شلمه غونډه کې د عشر او زکات د راټولو لپاره د ادارې جوړېدو پرېکړه کړې ده. د یادې غونډې په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه راز په یاده ناسته کې د بشري مرستو د وېش برخه کې پر روڼتیا هم ټینګار شوی دی. د دغې ادارې جوړېدو پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې د چارو یو شمېر شنونکي د مالیې وزارت په موجودیت کې د … نور ولولئ
افغانستان

متقي: د اوسلو غونډه مهمه لاس ته راوړنه ده

نوی حکومت وایي د اوسلو غونډه ستره لاس ته راوړنه ده. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي اسوشټېډ پریس ته ویلي چې د اوسلو غونډه د افغانستان د راتلونکې لپاره غوره او مهمه لاس ته راوړنه ده. دده په وینا په دې غونډه کې دوی پوه شول چې مرستندویه هېوادونه افغانان یوازې نه پرېږدي او له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالو لیوالتیا ډېره ده. بلخوا راپورونه وایي چې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغانستان له نورو لارو څارو

امریکا وايي له افغانستان وتلو لا قوي کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هغه نیوکې رد کړې چې ګواکي امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده، نو له همدې امله ځينې هېوادونه هڅه کوي له امریکا سره ځان ښکېل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس بیا وایي دوی خپله تګلاره لري او په خبره یې امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته قوي شوې ده. دده په خبره سره … نور ولولئ