افغانستان

طالبانو ترکي سرتېرو ته د حامدکرزي هوایي ډګر د امنیت سپارلو سره مخالفت ښودلی

طالبانو له ترکیې غوښتي چې د دوحې د هوکړې په اساس خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر بشپړ وتلو وروسته ترکي سرتېرو ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت سپارلو سره هم مخالفت کړی دی. ورته مهال د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هیڅ بهرني هېواد ته … نور ولولئ
افغانستان

لویډ اسټين: د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ډېر ستونزمن دی

د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټين وایي د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوی دی. اسټین د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې دغې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: بایډن او اداره یې هیڅکله د طالبانو واک ته رسېدل نه غواړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي چې طالبانو وروستیو څو اوونیو کې د یو شمېر سیمو د نیولو هڅې پیل کړې دي او داسې فکر کوي چې د زور له لارې واک ته رسېدلی شي. ورځپاڼه وایي، د جولای میاشتې تر نیمایي پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو دا په دې مانا نه ده چې افغانستان به یوازې پاتې کېږي. د ورځپاڼې په خبره، د امریکا ولسمشر جو بایډن او اداره یې هیڅکله … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: موږ سولې ته ژمن یو، طالبان جدي خبرو ته نه حاضرېږي

ولسمشر غني وایي، چې افغان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی خو په وینا یې طالبان جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي. نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د سره صلیب کمېټې له نوي رییس ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب پخواني رییس د نوي رییس د معرفي کولو تر څنګ وویل چې دوی په دوحه کې د جمهوریت او … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي بریدونو ارزونه کوو

امریکايي رسنیو ته ځينې حکومتي سرچینو ویلي په دې لټه کې دي چې د کابل ددفاع لپاره د هوایي بریدونو ارزونه وکړي. سرچینې زیاته کړې امریکايي نظامي چارواکي غواړي پر دې پلان کار وکړي چې که کابل یا د افغانستان نورو لویو ښارونو ته د طالبانو له لوري ګواښونه متوجه کېږي نو دوی وکړی شي پر وخت اقدام وکړي او هوایي بریدونه ترسره کړي. امریکايي سرچینو همدا راز ویلي دغه بریدونه به هغه مهال کېږي … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: بین الافغاني مذاکرات دې په لوړه کچه چټک کړل شي

ملګري ملتونه وایي باید په لوړه کچه د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړل شي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي او ټینګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید د سولې خبرې چټکې کړل شي. د نوموړې په خبره ددې جدي اړتیا ده چې په لوړه کچه د سولې خبرې … نور ولولئ
افغانستان

په وردګو کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه لوېدلې

د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ځانګړو ځواکونو چورلکې غوښتل د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي. د ځانګړو ځواکونو ۷۷۷مې لوا په یوه خپره کړې اعلامیه کې تایید کړې چې یوه ام ای-۱۷ ډوله چورلکه یې په وردګو ولایت کې لوېدلې ده. سرچینې زیاته کړې، چې ځانګړو ځواکونو غوښتل هلته عملیات ترسره کړي، خو دغه پېښه رامنځ ته شوې او درې … نور ولولئ
افغانستان

بغلان: وسله والو د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۲۶ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

ناپېژانده وسله الو په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ګڼ کارکوونکي وژلي دي. د راپورونو له مخې تېره شپه د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلو ټرسټ په نامه د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر دفتر د ناپېژانده وسله والو له لوري برید شوی دی چې له امله یې لس کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. د بغلان ځايي چارواکي وايي چې دا برید وسله والو طالبانو … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا دفاع وزارت: نور د سرتېرو د ایستلو معلومات نه خپروو

د امریکا د دفاع وزارت وایي د سرتېرو د ایستلو بهیر په سمه توګه مخ ته روان دی، خو تر دې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره نه شریکوي. د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا پنځه سووه پروازونو کې ګن امریکايي سرتېري او زرګونه قطعې نظامي توکي له افغانستان ایستل شوي او دا بهیر په منظمه توګه مخ ته روان دی. دده په خبره له دې وروسته د … نور ولولئ
افغانستان

عبدالله: نړیوال دې طالبان جدي مذاکراتو ته وهڅوي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې په هېواد کې روانه اوږده جګړه نه د منلو وړ ده او نه هم نظامي حل لاره لري. نوموړي نن په کابل کې د سولې د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په موخه جوړې شوې پنځمې مجازي ناسته ته چې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه لرله وویل، سیمه‌ییز او د نورې نړۍ هېوادونه دې پر طالبانو فشار راوړي څو … نور ولولئ