افغانستان

قريشي: افغان جګړه کې باید یوازې پاکستان ته ګوته ونه نیول شي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي نور باید یوازې پاکستان ته په افغان جګړه کې د ذمه وارۍ ګوته ونه نیول شي. قریشي زیاته کړې، چې افغان سوله یوازې د پاکستان کار نه، بلکې د ټولو غاړو ګډ مسئولیت دی. هغه دا خبرې نن دوشنبه اسلام اباد کې د سیمه ییزې سولې انسټیټیوټ لخوا جوړې شوې غونډې ته وینا کې کړې دي. د قریشي په وینا ولسمشر غني او نژدې کسان به … نور ولولئ
افغانستان

یوه ورځ او د رغونې پروژې

د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د بیلو پروګرامونو له خوا په ایکي یوه ورځ کې د څه باندې ۶۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ پر مختیايي پروژو د جوړولو د کار خبر ورکړی دی. دا پروژې چې استنادي او محافظوي دیوالونه، د اوبو رسولو شبکې،ښوونځي جوړول، کاریزونه رغول او کانالونه جوړل په کې راځي چارې یې په ۸ ولایتونو کابل، تخار، بغلان، نورستان، پکتیا، کاپیسا، کونړ او لوګر ولایتونو کې … نور ولولئ
افغانستان

صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په هدیره بدلې شي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبانو پر یوې باریکې لارې پرمختګ کړی دی او په وینا یې دغې ډلې ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي. نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، یو شمېر سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي د یوې باریکې لارې پرمختګ دی او هغه څوک چې له طالبانو سره په جګړه کې بلد دي پوهېږي چې یادې سیمې به د طالبانو لپاره په ګور بدلې … نور ولولئ
افغانستان

مکېنزي: د افغانستان وضعیت له نږدې څارو که اړتیا شوه بېرته را ګرځو

د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینټ مکېنزي ویلي چې دوی په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې پر داعش او القاعده ډلې فشار راوړي. نوموړي له ملیټري ټایمز سره په تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښکاري طالبان د افغانستان کنټرول بېرته نیسي ویلي، دوی لا هم له اسمان څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي. مکینزي وایي، … نور ولولئ
افغانستان

اردوغان: ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت منلو ته چمتو ده

اردوغان وایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بروکسل ته تر تګ مخکې په انقره کې خبریالانو ته ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی باوري هېواد چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي هغه ترکیه دی. دده په وینا امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره … نور ولولئ
افغانستان

د کابل په لويديځ کې د چاودني د قربانيانو څخه د افغان فلم دوې ښځينه کارکوونکي وې

د کابل په پرونۍ چاودنو کې د افغان فلم دوې ښځینه کارکوونکي هم وژل سوي دي. د افغان فلم رئیسي صحرا کریمي پرخپل ټويتر اکاونټ ليکلي چې دوې ښځينه کارکوونکي یې د کابل په پرونۍ پيښو کې وژل سويدي. جسم های سوخته و تکه تکه شده فاطمه محمدی و طیبه موسوی دو کارمند #افغان_فلم که به تازگی شامل بست های انیمیشن و طراحی چهره شده بودند؛در طب عدلی توسط خانواده هایشان تشخیص داده شد. جوان … نور ولولئ
افغانستان

ناټو له اوو کلونو راهیسې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هېڅ راز جګړه نه ده کړې

ناټو له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د پاکستان پر نیابتي وسله والو هېڅ راز برید نه دی کړی. د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر ناټو غږ کړی چې په خپله راتلونکې غونډه کې پر افغانستان او په دغه هېواد کې د پاکستان د روانې نیابتي جګړې په اړه بحثونه وکړي. هغه پر ناټو نیوکه کړې چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې یې په افغانستان کې د ترهګرو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: ښايي ځینې هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي په هغه صورت کې چې د کابل د هوایي ډګر امنیت تامین نه شي نو هېوادونه اړ دي چې خپل سفارتونه په کابل کې وتړي. سرچینې ویلي بهرني سفارتونه په کابل کې د امنیت تامین غواړي او د کابل هوایي ډګر امنیت د ديپلوماتانو د تګ راتګ لپاره خورا مهم دی. تر دې وړاندې ناټو ویلي وو چې د کابل … نور ولولئ
افغانستان

د پنټاګون یو چارواکی: ممکن امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته ستانه شي

د امنیت او استخباراتو په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیال رونالډ مولټاري ویلي چې ممکن امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته وګرځي. نوموړي د امریکا د استازو جرګې په یوه استماعیه غونډه کې ویلي چې د نوموړي دفتر افغانستان ته د پوځیانو پر احتمالي بېرته تګ کار کوي. په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې یو تن غړي او پخواني پوځي مایک والټس هم ټینګار کړی دی چې افغانستان ته … نور ولولئ
افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د هغو کسانو په نښه کول ستر بشري جنایت دی چې بشردوستانه خدمات ترسره کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا … نور ولولئ