افغانستان

طالبان: د سیمو نیول لویه فتحه ده – حکومت: طالبان نیول شوي ځایونه الوزوي

طالبانو په یو تازه بیان کې ددې ډلې له خوا د پرلپسې څو ولسوالیو او سیمو نیول لویه فتحه بللې ده او ویلي، په هغو ولسوالیو کې به چې د دوی تر واک لاندې راغلي ، مدرسې، ښوونځي، روغتونونه او نور عام المنفعه ځایونه بیرته پرانیزي. طالبانو هغو کسانو ته چې د دوی په وینا د پاڅونوالو په نوم اربکیان وسلوال کوي هم خبرداری ورکړی چې په وړاندې به یې جدي چلند وکړي. په دې … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو نور د افغانستان په هره برخه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ولسي پاڅونوال له طالبانو سره په جګړه کې دي. د ولسوالیو سقوط طالب وسله والو ادعا کړې چې تر څلویښتو ډیرې ولسوالۍ یې نیولي، خو بیرته … نور ولولئ
افغانستان

دېکتاتوره ښځه

پردي کورونه دوزخونه نادانې نجونه پکې عمر تېروينه زمو ټولنیز ژوند ته په کتو د انسانیت له نیمې برخې یانې ښځې سره تل توپیري چلند شوی. اکثره وخت د یو ماشین په ډول کاریدلي. زموږ په ټولنه کې یو لوی مشکل د نجونو ودول او بیا په تېره د کم عمره نجونو ودول دي، دلته عموماً د کور سمبالول د ښځو په غاړه دي. د دې ستر مسؤلیت د اداء کولو لپاره باید یوه ښځه … نور ولولئ
افغانستان

وحید عمر: همدا اوس د طالبانو د زور وروستۍ ورځې دي تر دې زیات څه نه شي کولی

د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې طالبانو په تېر یوه میاشت کې یو ځل بیا خپله اصلي څېره خلکو ته روښانه کړه او ثابته یې کړه چې دوی هیڅ تغیر نه دی کړی. نوموړي زیاته کړې چې دغه ډله اوس هم د انساني حقونو په ګډون هیڅ کومې ازادۍ ته ژمن نه دي. عمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د طالبانو جګړې خپل مشروعیت بایللی دی او اوس دا ټولو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د طالبانو بریدونو ته په کتو به د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي

امریکا ویلي د طالبانو بریدونو ته په کتو ښايي د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي سره له دې چې تر ټاکلې نېټې د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه پر خپل ځای ده، خو که طالبان جګړې نورې هم شدیدوي نو د سرتېرو د ایستلو بهیر به ورو کړي. د کربي په خبره طالبانو په وروستیو کې خپل بریدونه ډېر … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: افغانستان کې د جګړې په ختمېدو سره زموږ او د امریکا ګټې زیاتېږي

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري. د هغه په وینا امریکا هم غواړي افغانستان کې دایمي ثبات، سوله او پرمختګ رامنځ ته شي او پاکستان هم د همدې چارې غوښتونکی دی. د نوموړي په خبره د هغه حکومت کلک ملاتړ کوي چې د … نور ولولئ
افغانستان

کرزی: د بهرنيو ځواکونو نشتون کې هم ښه حالت کې یو، افغان ځواکونه وطن ساتلی شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې امریکا افغانستان ته تندروۍ د ختمولو او په جنګ ځپلي هېواد کې د استحکام لپاره راغلې وه خو نږدې د شلو کلونو وروسته په دواړو مقاصدو کې ناکامه شوې ده. د حامد کرزي په خبره، مونږ ټول افغانان خپله ناکامي تسلیموو خو نړیوالې قواوې چې له کوم خاص مقصد لپاره دلته افغانستان ته راغلي وو نو پوښتنه یې وکړه چې دوي اوس مونږه په څه حال … نور ولولئ
افغانستان

محسن داوړ: د کاکړ سر کې ژور ټپ و، ښکاري هغه وژل شوی – چپ نه پاتې کېږو

د پاکستان په پارلمان کې د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي، چې عثمان کاکړ پر سر د ژور زخم له امله مړ شوی دی. نوموړی زیاتوي له دې ښکاري چې هغه وژل شوی دی. بلخوا د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند سیاستوال یوسف کاکړ د هغه له مرګ څو شیبې وروسته اعلان وکړ چې خپل کور کې پرې برید شوی و، خو نور جزیات یې ورنکړل، او له پلویانو یې وغوښتل چې له زغم … نور ولولئ
افغانستان

فضل الرحمن: د پاکستان دښمن افغانستان کې دی، پاکستان دې ځان وژغوري

په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پر پاکستاني چارواکو غږ کړی دی چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته پاکستان دا کار ونه کړي نو داسې وخت راتلونکی دی چې په افغانستان کې به ټول وي خو پاکستان به نه وي. هغه پرون ناوخته په پېښور کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې د … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د بل نړیوال ډګر پرانیسته؛ نن یوه پرواز کې ۸۰ تنه افغانان له اماراتو، خوست کې ښکته شول

په لومړي ځل خوست هوايي ډګر ته د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه نړیوال پرواز تر سره چې د خوستوالو لخوا یې تود هرکلی وشو. له خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ولایت والي د لومړنۍ الوتنې کارکونکو ته ډالۍ ورکړې او مسافرینو ته یې د ګلونو په ډالۍ کولو سره ښه راغلاست ووایه. د سرچینې په خبره، دا مراسم چې په اتڼونو او خوښیو سره ونمانځل … نور ولولئ