افغانستان

پاکستان: د جګړې د شدت په صورت کې چاته اجازه نه ورکوو چې له افغان خاورې را واوړي

پاکستان وایي پر ډیورنډ تدابیر سختوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې دغه هېواد ته واوړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د هېواد پالیسي یې داسې ده چې د جګړو د شدت په صورت کې به افغانانو ته پاکستان ته د اوښتو اجازه ور نه کړي. دده په وینا امنیتي تدابیر ډېرېږي او هېچا ته به د تګ راتګ اجازه … نور ولولئ
افغانستان

د مرکزي اسیا هېوادونه: د سولې خبرې باید ژر تر ژره چټکې شي

د مرکزي اسیا هېوادونو په افغانستان کې د اوربند، مذاکراتو د چټکتیا او جګړو د درېدو غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو په یوه ګډه انلاین غونډه کې په هېواد کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی. ددغه هېوادونو دیپلوماتانو ویلي چې دوی په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښنه لري او په دې باور دي چې جګړه د … نور ولولئ
افغانستان

سرګي لاوروف: شلو کلو کې نړیوالو د افغانستان د ثبات لپاره سم کار ونه کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې روان خراب امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي چې ښایي د دغه هېواد وضعیت نور هم پسې خراب شي. هغه زیاته کړې چې په دې صورت کې دوی د خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت خوندیتوب ته چمتو دي او روسیه به په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې څخه کار واخلي څو په سیمه کې د خپلو ملګرو امنیت خوندي کړي. نوموړي نړیوال ملامت … نور ولولئ
افغانستان

شینواری: سختې شیبې دي خو ژر یرغل پیلوو او لاسته راوړنې راوړو

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی خو ټینګار کوي چې شاتګ د جګړې یو اصل دی او دې مسئلې ته دې افغانان هیڅ اندېښنه نه کوي. شینواري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې خبرداری ورکړی دی چې که چېرته طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو سخت به وځپل شي. … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: موږ وځو، د افغانستان ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی

پنټاګون یو ځل بیا له افغان حکومت څخه په نوې بڼه پر ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر وخت لګولی دی او اوس د همدې ځواکونو دنده چې له افغان خاورې او خپلو خلکو دفاع وکړي. د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، امریکا غواړي دا پیغام افغانانو ته ورسوي چې امریکا به په نوې بڼه له افغان حکومت او خلکو سره خپلو … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی تهران ته تللی

طالبان وایي یو پلاوی یې ایران ته تللی دی او د روان وضعیت په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې لري. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي ددغه پلاوي مشري شیر عباس ستانکزی کوي او په تهران کې به له ایراني چارواکو سره پر بېلو مسایلو په تېره د سولې او روان وضعیت په اړه خبرې کوي. ډاکټر نعیم دغه راز ویلي چې نن به له ځینو افغاني لورو سره … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: د جګړې او وینې بهېدنې مسوول طالبان دي ول

ولسمشر غني وایي چې هیڅکله به کومې معاملې ته تسلیم نه شي. نوموړي نن له والیانو سره په یو انلاین کفرانس کې ویلي چې که چېرته طالبان فکر کوي چې دوی به ورته تسلیم شي نو په سل کاله به هم خپل دې ارمان ته ونه رسېږي. نوموړي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې ویلي چې د وینې بهېدنې او ویجاړیو پړه د وسله والو طالبانو او د هغوی د … نور ولولئ
افغانستان

محب: راتلونکې اونۍ امریکا اووه بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورکوي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې امریکا به راتلونکې اوونۍ اووه بلک هاک چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبانو یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده او په خبره یې دغه ډله پر سوله او ډیپلوماسي باور نه لري. نوموړي زیاته کړې چې افغانان د خپلو خلکو دفاع ته چمتو دي او که چېرته طالبان دا فکر کوي چې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د جګړې ډګر کې بریالي یو، نږدې ورځو کې د سولې طرحه افغان حکومت ته سپارو

طالبانو په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی دی چې په پایله کې یې تر سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا هم کوي. په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري. نوموړي زیاته کړې چې دا طرحه … نور ولولئ
افغانستان

لينا علم د جګړې ضد کمپاين پيل کړی

د افغان سېنما مشهورې اداکارې لينا علم له خلکو غوښتي چې د جګړې ضد کمپاين کې برخه واخلي. هغې پر خپلې فيسبوک پاڼې په پښتو او دري ژبو باندې ځينې داسې الفاظ ليکلي چې د جګړې ښکېلې غاړي د زده کړو،پرمختګ او ځوان نسل د خوځښت مخه ونه نيسي. د جګړې د درېدلو غوښتنه يې کړې او يلي يې دي چې روان بحران ته بايد د خبرو اترو له لارې د پای ټکی کښېښودل سي. … نور ولولئ