افغانستان

سعودي عربستان: طالبان دې د جګړې او تاوتریخوالي پر ځای د سولې لار خپله کړي

سعودي عربستان وایي طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي. د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي او ډاډ یې ورکړی چې دوی له افغان سولې سره همکارۍ او مرستو ته تیار دي. هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دې مسئلې د سعودي عربستان اندېښنه هم پارولې ده … نور ولولئ
افغانستان

د سي ای اې پخوانی مشر: افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله امریکا ده

امریکايي جنرال او د سي ای اې پخوانی مشر وایي د امریکا تېروتنو افغانستان کورنۍ جګړې ته راوستی دی. پیتریوس وایي امریکا د سرتېرو په ایستلو او په دغه هېواد کې په بې شمېره بې پرواییو وضعیت ترینګلی کړی دی او په خبره یې د سرتېرو د ایستلو اوسنۍ بڼه هم ناسمه او د دغه هېواد په زیان دی. پتریوس وایي له یوې خوا په افغان حکومت کې فساد، کمزوری مدیریت او سیاسي بې اتفاقي … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل کړل او هغه مهال یې له طالبانو سره خبرې پيل کړې چې سرتېري یې مخ په وتلو وو. دده په وینا طالبان داسې انګیري چې د جګړې ګټونکي دي نو له همدې امله دغه ډله په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي … نور ولولئ
افغانستان

سټولټنبرګ: د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دغه سازمان به له افغانستان سره د بودجې، ملکي حضور او له افغانستان نه د باندې د افغان ځواکونو د روزنې برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. ینس سټولټنبرګ پر خپل ټویټر لیکلي چې نوموړي نن په دې اړه له ولسمشر غني سره ټلفوني خبرې کړې دي او هغه ته یې د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړی دی. سټولټنبرګ دغه راز ویلي، چې افغانستان کې امنیتي … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: جمهوریت هیڅ وخت له منځه نه ځي؛ نړیواله ټولنه له افغانستان سره ده

ولسمشر غني وایي، چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې ژمنه کړې ده او ډاډ یې ورکړی دی چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې زیاته کړې، چې ماحول تغییر شوی دی، که څه هم د ده په وینا هېواد د نړیوال تروریزم له حجوم سره مخ دی خو خلک دې ډاډه اوسي چې جمهوریت ساتل کېږي او نړیواله ټولنه … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې د تېر کال په پرتله ملکي مرګ ژوبله ۴۷سلنه لوړه شوې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې ده. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په تازه خپاره کړي راپور کې د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه معلومات خپاره کړي دي. سرچینه لیکي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۵۱۸۳ ملکي وګړو ته تلفات اوښتې چې له دې ډلې ۱۶۵۹ کسه وژل شوي او ۳۲۵۴ … نور ولولئ
افغانستان

اروپايي ټولنه طالبانو ته: د خلکو له وژنو تېر شئ، د سولې خبرې چټکې کړئ

اروپايي ټولنې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه خپل دريځ له دغه ډلې سره شریک کړی دی. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او مل پلاوي به دوحه کې د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې خبرو پر چټکتیا، د طالبانو له لوري د جګړو د شدت او بشري … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي،هوایي بریدونه به ډیر کړو

امریکا وایي د افغان ځواکونو په ملاتړ به خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی نو دوی اړ دي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته را وګرځي. دده په خبره دوی به په اړینو مواردو کې له بهره د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه کوي. مکینزي دغه راز ویلي چې افغان ځواکونه … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه باید د طالبانو د پرمختګ مخه ونېسي

افغان ځواکونو باید د طالبانو د فعالیتونو د چټکتیا مخنیوی وکړي. د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي. دده په خبره د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د طالبانو مخنیوی وکړي او ددغه ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي. لویډ … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا غبرګون: د طالبانو خبرې بیځایه دي، افغان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د طالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. نوموړې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او طالبانو ته په کار ده چې د جګړو له لارې نه بلکې د سولې او مذاکراتو پر مټ واک ته د رسېدو لارې چارې ولټوي. د نوموړې په خبره افغانستان ته یوازې او یوازې د مذاکراتو او یوې … نور ولولئ