افغانستان

افغان حکومت؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځانګړې ناستې غوښتنه کړې ده

افغان حکومت د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی دی. نوموړي له هندي لوري چې دمګړی د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري غوښتي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه ددغه شورا ځانګړې … نور ولولئ
افغانستان

اتمر: طالبان یوازې نه دي؛ لس زره بهرني ترهګر یې په ملاتړ جنګېږي

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال اتلس میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي. نوموړي دا څرګندونې نن په دغه وزارت کې د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه له … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: هراتیانو د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې څوک په حقه دي

ولسمشر غني وایي، چې د هرات خلکو تېره شپه د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې د حق پلوي او د الهی احکامو پلي کوونکي څوک دي. نوموړي یو ځل بیا د طالبانو جګړه فتنه او فساد وبلله او زیاته یې کړه چې د دغې ډلې جګړه د خلکو او ملي ګټو پر خلاف او د یادې ډلې یوازینۍ دنده د خلکو وژل دي. ولسمشر ټینګار کړی دی چې دا خاوره تل د الله … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي طالبان ددې غوښتونکي دي، چې د مشرانو نومونه یې له تور لېست و ایستل شي، ازادانه سفرونه وکړي او په نړیواله کچه وپېژندل شي، خو که دوی همداسې تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي او جګړې یې تګلاره وي؛ نو خپلو هیلو ته به و نه رسېږي. دده په خبره د طالبانو … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت ملګرو ملتونو ته: د طالبانو پر کړنو سترګې مه پټوئ، هر څه ښکاره کړئ

افغان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو پر کړنو دې سترګې نه پټوي. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له مشرې دیبورا لاینز سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې طالبانو پر ښارونو بریدونه ډېر کړي دي، چې له دې سره جوخت ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده او بشري خدمات درېدلي دي. نوموړي ویلي ملګري ملتونه دې د طالبانو پر کړنو، … نور ولولئ
افغانستان

امریکا په هلمند کې پر طالبانو هوایي برید کړی

امریکایي الوتکو یو ځل بیا د هلمند په لښکرګاه کې پر طالبانو هوایي برید کړی دی. ملي دفاع وزارت د یادو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې برید کې اووه طالب وسله وال وژل شوي دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، چې د دې برید په نتیجه کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي. په همدې حال کې په هلمند کې د … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني طالبانو ته: یا مذاکراتو ته راسره کېنئ یا مو د جګړې په ډګر کې ګونډې ماتوم

ولسمشر غني وایي افغانستان له یوه بې مخینې تجاوز او جګړې سره مخ دی. ولسمشر غني نن د ملي شورا فوق العاده غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې افغان ځواکونه منظم دي او د یوه داسې پلان عملي کول پیل شوي چې پر بنسټ به یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې استقرار رامنځ ته شي او ترهګر به سخته ماتې وخوري. ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، چې د روانې جګړې تر شا … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی: امریکا په لوی لاس طالبان جګړې ته اړ کړل

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ناکامه وه. نوموړي له راشا ټوډې سره په تازه مرکې کې ویلي، چې د طالبانو له سقوط او افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له راتګ وروسته، ډېرو طالبانو سوله ییز ژوند غوره کړ، خو د نوموړي په خبره، امریکا دوی په زور جګړې ته اړ کړل. کرزي زیاته کړې، چې امریکا هغه مهال له ځینو … نور ولولئ
افغانستان

کریس الکساندر: عمران خان دوه مخی او دوکه باز دی

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی. کریس الکساندر ویلي، چې عمران خان هغه دوه مخی او دوکه باز سړی دی چې له کلونو راپدېخوا د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې پر نوموړي باید سخت بندیزونه ولګول شي او په هاګ محکمه کې محاکمه شي. الکساندر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: طالبانو د خپل ظلم څیره نه ده بدله کړې

ولسمشر غني وایي، چې طالبانو هیڅ راز مثبت تغیر نه دی کړی، بلکې لا ظالمان شوي دي. هغه یو ځل بیا څرګنده کړې چې طالب وسله والو تر اوسه پورې د سولې لپاره هیڅ اراده نه ده ښودلې او ټینګار یې کړی دی چې دغه ډله سوله نه غواړي. نوموړي چې د کابینې غونډې ته یې خبرې کولې دغه راز د طالبانو له لوري نیول شویو سیمو ته په اشارې وویل چې دغې ډلې، په … نور ولولئ