افغانستان

افغان حکومت: د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام را اړوو

افغان حکومت وايي هڅه کوي د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام راواړوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د نړیوالو قطعنامو په پام کې نیولو سره له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او ددغه ډلې وروستي ورانکاره فعالیتونه وڅاري. دده په خبره طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو له همدې … نور ولولئ
افغانستان

د جو بایډن تر اعلان وروسته؛ د امریکا بي ۵۲ الوتکو شبرغان کې پر طالبانو بریدونه کړي

د بایډن تر اعلان وروسته د امریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو د افغانستان په ځینو برخو کې هوایي بریدونه کړي دي. د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه الوتکو تېره ورځ ناوخته د جوزجان په مرکز شبرغان کې د طالبانو پر یوه ګروپ هوایي بریدونه کړي دي. ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په دې برید کې شاوخوا ۵۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا په ولسي جرګه کې د جوزجان د … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: مونږ زیات خواشیني یو؛ امنیت شورا موږ ته په کمه سترګه وکتل

پاکستان وایي دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه بېځایه دي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم وایي، چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې او دوی په دې اړه شکایت لري. افغانستان، هند، ناروې او استونیا د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې … نور ولولئ
افغانستان

د دوا خان مينه پال د ترور په تړاو د افغان سیاستوالو غبرګونونه

د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مينه پال، جمعې پر ورځ په کابل ښار کې د طالبانو له خوا ترور شو. افغان سیاستوالو د ښاغلي مینه پال په وژنه غبرګونونه څرګند کړي دي او د نوموړي ترور یې په کلکه غندلې ده. له دې ډلې د ملي مصالحې عالي شورا ريس ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي: په ډېرې خواشینۍ سره چې جنایت کاره او قسي القلبَ … نور ولولئ
افغانستان

د پښتنو قامي جرګه: پاکستان نه زرګونو وسله وال افغان جګړې ته روان دي

د پېښور په چارسده کې د پښتنو سیاستوالو له لوري په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره توندې نیوکې شوې دي او زیاته شوې چې له پاکستانه په زرګونو وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره روان دي او پاکستان یې مخنیوی نه کوي. دغې جرګې ته د ملي عوامي ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان باید د دغه هېواد په … نور ولولئ
افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د خبرو له لارې دې افغانستان له پېښدونکي ناورین وژغورل شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی. تېره ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې دې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې ویناوې وکړې. د یونما مشرې د خپلو خبرو په دوام وویل، چې … نور ولولئ
افغانستان

ایران: د جمهوریت او د تېرو لاسته راوړنو خوندیتوب غواړو

ولسمشر غني چې په یو ورځني رسمي سفر د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی نن یې د دغه هېواد له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره لیدلي دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د ایران ولسمشر ویلي، چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې … نور ولولئ
افغانستان

برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې مو یو میلیارد افغانۍ عواید له لاسه ورکړي

برښنا شرکت وایي، چې په ځينو ولایتونو کې د جګړې د زیاتوالي له کبله د شاوخوا ۱۰۴ زره پیریودونکو څخه د برښنا د لګښت پیسې نه ‌دي راټولې شوې. د افغانستان د برښنا شرکت په خبره له ۱۵ کلونو راهیسې یې، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ عواید له لاسه ورکول؛ خو اوس له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو د مرکزونو له … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: له جګړې ستړو هیوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د جګړې ځواب ورکړ

ولسمشر غني وایي، چې هېوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې (جګړې) ځواب ورکړ. نوموړي نن په ارګ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ له ځان سره لري او په ټول قوت د طالبانو پر وړاندې جنګېږي. … نور ولولئ
افغانستان

ناټو: افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او وسایل لېږو

د ناټو سازمان ویاندې اوانا لانگسکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ناټو د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده او ددغه هېواد د پوځ ملاتړ ته به ادامه روکړي. د نوموړې په خبره ناټو افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او روغتیايي توکي استوي او په دې برخه کې به یې همکارۍ دوامداره وي. اوانا زیاته کړې، چې د روان کال له پیله تر دې دمه ناټو د اویا میلیونو ډالرو په … نور ولولئ