افغانستان

مجاهد: ترکي سرتېرو ته اړتیا نشته، حضور یې نه منو

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی ترکیې ته د دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې پیاوړې اړیکې ورسره ولري؛ خو د دغه هېواد پوځي حضور نشي منلی. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې دغه راز وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ملا تېر دی او دوی غواړي چې افغانستان یوه قوي اردو ولري نو د وضعیت … نور ولولئ
افغانستان

چين: افغانستان یو خپلواک هېواد دی، امریکا باید محتاطه اوسي

د چین بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان یو خپلواک او حاکمیت لرونکی هېواد دی، امریکا او ملګري هېوادنه یې باید د دغه هېواد له تاریخ څخه په زده کړې د افغانستان د مسئلې په اړه پر خپلو ناوړه کړنو له سره کتنه وکړي او باید ډېر محتاط عمل وکړي. د چین نړیوالې راډیو د وانګ ون بين له قوله ویلي، د اوو هېوادونو ډله به د اګسټ پر ۲۴مه د افغانستان د مسئلې په … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د نجونو او هلکانو له تعلیمي بهیر سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوو

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر او دغه راز په کابل کې د یونسیف مشر د طالبانو د تعلیمي کمیسیون له غړو سره کتلي دي. یونما په خپره کړې اعلامیه کې وایي چې په دې لیدنه کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو پر اوسني وضعیت او په دې برخه … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: تر اړتیا پرته افغانستان کې د یوې دقیقې پاتې کېدو شوقیان نه یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي تر دې دمه یې زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي. ددغه وزارت د ویاند په خبره دوی د اګسټ له ۱۴مې تر دې دمه له افغانستان ۳۷ زره کسان لېږدولي دي. نېډ پرایس وایي چې په وروستیو ورځو کې د تخلیې ماموریت یو څه منظم شوی دی او سلګونه الوتکې په دې ماموریت کې برخه اخلي. هغه زیاتوي چې د لېږد او تخلییې ماموریت به نور هم چټک … نور ولولئ
افغانستان

بایډن د ملي امنیت له ټیم سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د بایډن د ملي امنیت له ټیم سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پر احتمالي ګواښونو خبرې کړې دي. سپینه ماڼۍ وایي چې بايډن د ملي امنیت له ډلې سره کتلي دي او په هغه کې یې په افغانستان کې پر روان وضعیت مهمې خبرې کړې دي. تر ډېره خبرې په دې شوې دي چې په افغانستان کې د کشمکشونو د ختمولو لپاره باید خبرې ادامه پیدا کړي او دغه راز یې په دې هېواد … نور ولولئ
افغانستان

د کابل هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې له امله درې کسان وژل شوي

په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر سره د ګڼه ګوڼې له امله شاوخوا درې کسان وژل شوي دي. سکای نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي دي او ګڼ نور ټپیان هم دي. په راپورونو کې راځي چې په کابل کې د هوايي ډګر شاوخوا ته زرګونه کسان راټول شوي دي او هڅه کوي ددغه ډګر له لارې بهرنیو … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستاني طالبانو یو مشر: اوس د پاکستان وار دی چې نا مسلمانه رژیم ته یې بدلون ورکړو

د پاکستاني طالبانو یو مشر مولوي فقیر محمد په افغانستان کې د طالبانو پر بریالي کېدو خوښي څرګنده کړې ده. فقیر محمد له زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته لومړنۍ وینا کې ویلي، دا انصاف نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د رامنځته شوي شرعي نظام پلوي کوي خو په پاکستان کې دې نامسلمانه رژیم حاکم وي. هغه خپلو وسله والو ته ویلي، اوس وخت دی چې په پاکستان … نور ولولئ
افغانستان

ناټو:د ټولې نړۍ سترګې هغو ته دي، چې په افغانستان واکمن دي

د ناټو عمومي منشي د افغانستان په اړه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر ویډیویي کنفرانس وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په یاده غونډه کې تر ډېره له افغانستان څخه د هغو افغانانو پر ایستلو بحث شوی دی چې غواړي ووځي. سټولټنبرګ زیاته کړې چې د ټولې نړۍ سترګې هغو کسانو ته دي چې پر افغانستان واکمن دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی … نور ولولئ
افغانستان

یونان له ترکیې سره خپله ګډه پوله وتړله

رویټرز اژانس په یو راپور کې ویلي، چې یونان له ترکیې سره خپله ۴۰ کیلومتره اوږده پوله تړلې ده. یوناني چارواکو رویټرز ته ویلي چې دوی پر دغه پوله دېوال وهلی او ټینګار یې کړی دی چې له دې وروسته به هیڅ غیر قانوني کډوال ته له دغې لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړي. یاد چارواکي څرګنده کړې، دوی له افغانستان څخه د کډوالو د سیلاب ورماتېدو ته اندېښمن دي او د همدې تشویشونو پر … نور ولولئ
افغانستان

سلام ضعیف: طالبان به نظامي کسان بیرته خپلو دندو ته راوغواړي

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د پاشل شوي افغان امنیتي ځواکونو د بېرته رغولو او را غوښتلو شونتیا شتون لري. سلام ضعیف وايي، د يو هېواد لپاره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شتون اړين دى او طالبان ورسره ستونزه نه لري. هغه وویل د پاشل شوي افغان ځواک ټول معلومات شته او دا د يو مملکت لپاره ضروري ده چې امنیتي ځواکونه ولري. د ده په خبره طالبانو چې ملکي مامورين خپلو … نور ولولئ