افغانستان

غني په خپل سياست سره د امريکا شوم پلان ناکامه کړ

د ولسمشر غني د واکمنۍ په وروستيو مياشتو کې د هېواد ګڼ شمېر ولسوالۍ، مهم بندرونه او ورپسې ځيني مهم ښارونه د طالبانو له لوري ونيول شول او د جګړې اور ورځ تربلې مخ په ګرمېدو ؤ. کله چې ولسشمر غني او ورسره پلاوی يې د امريکا په رسمي بلنه واشنګټن ته ولاړ او هلته يې د دغه هېواد ولسمشر جو بايډن ترڅنګ ځينو لوړپوړو امريکايي چارواکو سره يې وليدل، نو ظاهرا داسې برېښېده چې … نور ولولئ
افغانستان

المان: منتظر یو، کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزو

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سیمې هېوادونو ته تر سفر وروسته په مشروط ډول په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستل کېدو خبره کړې ده. نوموړي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته تر سفر وروسته ویلي چې ښایي هېواد یې په مشروط ډول په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. هغه زیاته کړې چې د دوی شرایط روښانه دي، طالبان باید بشري حقونو ته پوره درناوی وکړي، له بهرنیو ترهګرو سره … نور ولولئ
افغانستان

بایډن: زموږ ټولې معادلې غلطې راووتې چې افغان پوځ به د طالبانو سره جګړه کوي

د امریکا ولسمشر جو بايډن یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده. نوموړي له افغانستان د ټولو امریکايي سرتېرو د ایستلو په تړاو په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له ټرمپ یو بد میراث ورته پاتې و، چې یا یې باید عمل ورباندې کړی وای او یا به یوې بلې جګړې ته ننوتلو. هغه زیاته کړې د افغانستان په اړه … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: نور د افغان کډوالو لپاره ځای نه لرو

پاکستان وایي، چې دوی نور له افغانستان څخه ورتلونکو کډوالو ته پناه نه شي ورکولی. په برلین کې د پاکستان سفیر محمد فیصل له شپیګل ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې هېواد کې یې اوس هم تر څلور میلیونه ډېر افغان کډوال شته دي. د هغه په خبره، اوس د دې وخت دی چې نور شتمن هېوادونه افغانانو ته ځای ورکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې له افغانستان څخه په تېښته هغو کسانو … نور ولولئ
افغانستان

له افغانستان ټول امریکایي پوځیان ووتل

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مېکنزي تائید کړې چې وروستي امریکایي پوځیان د اګست په دېرشمه له افغانستان ووتل او له دې سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد. د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په یوه اعلامیه کې د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای اعلان کړی او د هغو امریکایي پوځیانو او افسرانو څخه مننه یې کړې چې په … نور ولولئ
افغانستان

ضعیف: طالبان به ژر تر ژره اردو بېرته جوړه کړي

د طالبانو یو تن پخواني غړي عبدالسلام ضعیف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پنجشیر مسئله اتیا سلنه حل شوې ده. نوموړي له عربي الجدید ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړې چې که څه هم ویل کېږي چې طالبان به له یوې تر دوو اونیو پورې نوی حکومت تشکیل کړي خو په وینا یې څو پورې چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه وتلي نه وي تر هغې په دې … نور ولولئ
افغانستان

ایټالیا د طالبانو پر ضد د بندیزونو مخالفت کړی

ماساجرو ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي د افغانستان په اړه د جي اووه هېوادونو په بېړنۍ ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د لګول کېدو مخالفت کړی دی. جي اووه هېوادونو د سه شنبې په ورځ د افغانستان وروستی وضعیت ارزولی او تر هغه وروسته یې ګډه اعلامیه خپره کړې ده. د ماساجرو ورځپاڼې د راپور له مخې، ماریو دراګي په یاده ناسته کې د طالبانو پر ضد د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د عباس ستانکزي د خبرو ملاتړ او هرکلی کړی

امریکا د طالبانو د قطر دفتر د غړي شیر عباس ستانکزي له وروستۍ وینا ملاتړ او هرکلی کړی دی. د راپورونو له مخې شیر عباس ستانکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولشموله حکومت پر جوړولو کار کوي او په خبره یې تولو اړخونو ته ډاډ ورکوي چې دا به په نړیواله او ملکي کچه د منلو وړ حکومت وي. هغه همدا راز ویلي وو چې … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: وچکالي د اوو میلیونو افغان کروندګرو ژوند ګواښي

ملګري ملتونه وایي وچکالي د شاوخوا اووه میلیونه افغان کروندګرو ژوند ګواښي. د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي غذايي مصونیت نه لري، خو ددې وضعیت تر ټولو ستره ضربه افغان کروندګرو ته رسېږي. سرچینه وایي چې د وچکالۍ له امله د کروندګرو حاصلات د پام وړ نه دي، نو له همدې امله دوی له لوږې سره مخ کېږي او ددې احتمال شته چې له کروندګرۍ … نور ولولئ
افغانستان

بريټانیا: که طالبان د حکومت په څېر چلند وکړي همکاري ورسره کوو

برېټانیا وایي له طالبانو سره د داعش ډلې ضد مبارزه کې همکاري کوي. د برېټانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي؛ نو دوی تیار دي چې مرسته او همکاري ورسره وکړي. دده په خبره برېټانیا د داعش د خطرونو او دغه ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته تیار … نور ولولئ