افغانستان

د افغانانو راتلوونکی به څه ډول وي؟ څه باید وکړو؟

آغاملوک سهار انسان د تاریخ په اوږدو کې له درې لویو ستونزو او ننګونو سره مخ وو جنګ، لوږه او وبا. لرغونی مصر، د منځنیو پیړیو اورپا او چين په څو زره کلن تاریخ کي له سختو لوږو او قحطیو سره مخ وو. لسګونه میلیونه چینایان له لوږې مړه سوو. حتا چين په شلمه پیړۍ کې هم له دی ننګوني سره مخ وو خو مډرني حکومتولۍ، منظم اقتصادی او سیاسي سیسټم، مسلکي او متخصصیو کدرونو … نور ولولئ
افغانستان

نړیواله ټولنه له اړمنو افغانانو سره نغدي مرسته کوي

نړیوله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره نغدې پیسې لېږي. له دې طرحې خبرو کسانو رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي. دوی ویلي چې دا مرستې اړمنو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي. د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له … نور ولولئ
افغانستان

عدلیه وزارت: ا.ا.ا د پخواني پاچا ظاهر شاه د دورې اساسي قانون نافذوي

د ا.ا.ا وایي دوی د موقتي دورې لپاره د وروستي پادشاه محمد ظاهر شاه اساسي قانون نافذوي. د ا.ا.ا د عدلیې سرپرست وزیر د چین له سفیر وانګ یو سره د لیدنې پر مهال ویلي، دوی ټولو هغه قوانینو ته درناوی لري چې د دوی له اصولو او شریعت سره په ټکر کې نه وي. د عدلیې وزارت پر رسمي فیسبوک پاڼه په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې د عدلیې د سرپرست وزیر … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: غني وتښتېد، که ا.ا پر ژمنو عمل وکړي په رسمیت یې پېژنو

امریکا وایي که طالبان پر ژمنو عمل وکړي نو د دوی له لوري به په رسمیت وپېژندل شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي طالبان دمګړی د امریکا لپاره خطر نه دی او که دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو امریکا یې په رسمیت پېژني او د نړیوالو اړیکې به هم ورسره ښې شي. هغه یو ځل بیا د … نور ولولئ
افغانستان

شاهین: ملګرو ملتونو کې څوکۍ زموږ حق دی باید راکړل شي

د طا.لبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د استازي څوکۍ د دوی حق دی او باید ورکړل شي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان ټول ولس د دوی تر شا ولاړ دی او د ټولې سیمې هېوادونه هم له دوی سره دي او مخالفین یې په لاس کې هیڅ هم نه لري. شاهین څرګنده کړې چې د نوي حکومت د بهرنیو چارو … نور ولولئ
افغانستان

د روغتیا نړیواله اداره: پوره هڅه کوو چې افغانستان ته روغتیايي مرستې ورسوو

د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا له افغانستان سره پر روغتیايي مرستو ټینګار کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو رسنیو ته ویلي چې افغانستان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او د روغتیا نړیواله اداره دې ته تیاره ده چې دغه مرستې برابرې کړي. د سرچینې په خبره د روغتیا نړیوال سازمان دا خپل مسوولیت ګڼې چې د بې طرفۍ د اصل په مراعات سره په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د ژغورنې … نور ولولئ
افغانستان

نرېندرا مودي: د افغانستان له اوسني وضعیت باید هېڅوک ناوړه ګته وانخلی

د هند لومړي وزير پرون شنبه نیویارک کې د م.م د عمومي ټولنې په ٧٦مې ناستې کې وویل، هېڅوک باید د افغانستان له وضعیت ګټه وانخلي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، مودي د م.م په عمومي غونډه کې ویلي دي چې باید ډاډمن شو، افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په ځاله نه بدلېږي. نوموړي زیاته کړې چې هېڅ هېواد باید د افغانستان د اوسني حالت څخه د ځان په ګټه د الې … نور ولولئ
افغانستان

د همکارۍ پيل؛ امریکا خپلو سازمانونو ته، له طالبانو سره د مرستو اجازه ورکړه

د امریکا د مالیې وزارت مجوز دولتي او نادولتي سازمانانو ته، د طالبانو او حقاني شبکې سره د بشردوستانه اړینو مرستو د معاملې اجازه ورکوي. د راپورونو پر اساس، د جمعې په ورځ د امریکا د مالیې وزارت دوه جوازونه خپاره کړل، چې د طالبانواو حقاني شبکې سره، د بشر دوستانه مرستو، درملو او کرنیزو محصولاتو د لېږد لپاره د ګډو عملیاتو اجازه ورکوي. دا دوه مجوزه د خوراکي توکو او روغتیايي درملو بیا لېږ … نور ولولئ
افغانستان

چین: د جي ۲۰ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي

نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې ددغه نړیوال بنسټ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. د وانګ یې په خبره په افغانستان کې په وروستیو کې ستر تحولات رامنځ ته شوي چې له امله یې افغانان اغېزمن شوي دي او بېړنیو بشري مرستو ته … نور ولولئ
افغانستان

واشنګټن ټایمز: ددې وخت دی چې امریکا د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي

واشنګټن ټایمز امریکايي نشریې په یوه مطلب کې ویلي ډېره موده کېږي چې له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي بیا کتنه ځنډېدلې ده خو اوس ددې وخت دی چې دغه قضیه بیا پرانیستل شي. سرچینه وړاندې لیکي، چې پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې له امریکا سره دوه مخې لوبه کړې ده او ددغه هېواد رهبرانو تل امریکا دوکه کړې ده. د سرچینې په وینا په افغانستان کې د وروستي وضعیت ټول مسوولیت پر … نور ولولئ