افغانستان

ملګري ملتونه: افغان مېرمنو ته باید د کار او زده کړو زمینه برابره شي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې په هېواد کې به د نجونو د زده کړو او تحصیل د ادامې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له راغلو مېرمنو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې پر روان وضعیت، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: د اوسني حکومت ساتل د ټولو په ګټه دي

په افغانستان کې د اوسني حکومت ساتل د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دي. د امریکا پخواني ديپلومات زلمي خلیلزاد په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي چې نړۍ په سیمه کې د ثبات غوښتونکې ده او په افغانستان کې د نوي حکومت پاشل کېدل به د نا امنیو، ترهګریزو پېښو او بې ثباتۍ سبب شي. هغه زیاته کړې نړۍ یوازې یوه چاره لري او هغه دا چې اوسنی حکومت په افغانستان کې وساتي … نور ولولئ
افغانستان

ایران: طالبان مو د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناستې ته نه دي بللي

د افغانستان ا.ا د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ایران پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناسته کې ګډون نه کوي. مجاهد څرګنده کړې ده چې دوی په یاده ناسته کې د ګډون پلان نه لري خو زیاتوي چې هیله لري تر سره کېدونکې ناسته ګټورې پایلې ولري. د طالبانو ویاند وایي په دغې غونده کې ګډون نه کوي خو ایرانۍ رسنۍ وایي طالبان دغې غونډې ته … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي

د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي غذايي مصونیت نه لري. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي. دده په وینا نړۍ باید په دې پوه شي چې دا جدي مسئله ده او میلیونونه وګړي په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي. هغه زیاته کړې چې تر ټولو ستر … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان سره د لارې تړل کېدو زرګونه سوداګرو ته زیانونه اړولي

د پاکستان له لوري له افغانستان سره د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله زرګونه کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي. پاکستاني رسنۍ وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو له امله همدا اوس شاوخوا ۵۵ زره لوی او واړه سوداګر زیانمن شوي او کاروبارونه یې له ګواښ سره مخ دي. سرچینه وایي چې ددې تر څنګ د پولې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه چې ډېری یې تازه مېوه او … نور ولولئ
افغانستان

اروپايي ټولنه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي

اروپايي ټولنه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک دفتر پرانیزي. د راپورونو له مخې اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د تعامل او له دغې ډلې سره د محدودو اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې خپل دفتر پرانیزي. سرچینه وایي چې اروپايي ټولنه به د بشري مرستو د رسولو او نورو ديپلوماتیکو چارو په موخه خپل دفتر تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پرانیزي. همدا راز بروکسل غواړي چې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: ۴۰زره کارکوونکو ته د پیسو په ځای د ورځې ۱۰ کیلو غنم ورکوو

طالبانو په کابل کې ۴۰ زره کارکوونکو ته د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیل کړو. په دې پروګرام کې طالب چارواکو ۴۰ زره کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د کار کولو په مقابل کې به دوی ته هره ورځ ۱۰ کیلو غنم ورکوي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن رسنیو سره په خبرو کې وویل، دغه کارکوونکي به په ولسوالیو کې د اوبو مدیریت او پراختیایي پروژو … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: د مذاکراتو د پایلو پړه یوازې پر ما نه ده

خلیلزاد وایي د دوحې د مذاکراتو د پایلو پړه دې یوازې پر ده نه اچول کېږي. هغه له خپلې دندې تر استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي چې په دې مذاکراتو کې د امریکا دفاع وزارت، استخباراتي ادارې او ديپلوماتیکه دستګا ونډه وال وو. هغه زیاته کړې چې ددې مذاکراتو مشري ده کوله او پاتې د ټولو اداراتو نظرونه او د نظر توافق شرط و. خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت … نور ولولئ
افغانستان

پر افغانستان بریدونه؛ امریکا او پاکستان هوکړې ته نږدې شوي

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د هوایي بریدونو د ترسره کولو په تړاو هوکړې ته سره نږدې شوي دي. د سي ان ان د راپور له مخې امریکا په افغانستان کې د هوايي بریدونو په موخه د پاکستان له حریم د استفادې په تړاو له دغه هېواد سره هوکړې ته نږدې شوې ده. دغه رسنۍ ته د بایډن د حکومت دوو مهمو چارواکو ویلي چې له کانګریس سره یې هم په دې تړاو بحثونه … نور ولولئ
افغانستان

سټولټنبرګ: له بهره په افغانستان کې بریدونه کولی شو

ناټو وايي که افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي؛ نو له بهر به د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي دوی په دې هیله دي چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه رامنځ ته نه شي او دغه هېواد سیمې او نړۍ ته په ګواښ بدل نه شي. دده په وینا که داسې کوم څه کېږي نو دوی به له افغانستان بهر په دغه هېواد کې د ترهګرو … نور ولولئ