افغانستان

چین ته د جلغوزیو صادرات نن بېرته پيليږي

نن له افغانستان چین ته د جلغوزیو صادرات پيلېږي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې نن به د افغان سوداګرو د جلغوزیو لومړۍ بسته د هوايي کارګو له لارې چین ته ولېږدول شي. بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې ددغه صادراتو په اړه د روانې میلادي میاشتې په شپږویشتمه په دوحه کې هوکړه شوې وه. جلغوزي چین ته د افغانستان مهم صادرات ګڼل کېږي چې روان کال یې د څو میاشتو لپاره په … نور ولولئ
افغانستان

طا.لبان: هغه کسان مو ونېول چې ننګرهار کې د واده په مراسمو ډزې کړې وې

ا.ا.ا وایي هغه کسان مو نیولي چې تېره ورځ یې د ننګرهار په سره‌ رود ولسوالۍ کې د واده په مراسمو ډزې کړې وې. د ا.ا.ا ویاند بلال کریمي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې یادو کسانو د ا.ا له نوم ناوړه استفاده کړې او د واده په خلکو ډزې کړي دي چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او لس نور تپیان دي. کریمي زیاته کړې، چې دغه برید کوونکي درې کسان … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان په اړه چټک او قاطع عمل ته اړتیا ده

ملګري ملتونه وايي هېوادونه دې د افغانستان په قضیه کې په قاطعیت عمل وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې ددغه ناورین د پراختیا مخه ونیسي. هغه ویلي د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان په مسئله کې په قاطعیت عمل وکړي، پر ژمنو دې ودرېږي او ددغه هېواد په امنیت او ثبات کې دې … نور ولولئ
افغانستان

صالح: خلیلزاد د افغانانو هیلې په سیند لاهو کړې، اوس هم دروغ وایي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانانو سره د شوې لویې دوکې اصلي‌ طراح و. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خلیلزاد د افغانستان له جمهوري نظام سره د قربانۍ د بزې په څېر چلن کاوه او تر هغې یې ورسره لباسي همدردي‌ کوله چې چاړه د جمهوریت تر مرۍ ورسېده. صالح وړاندې لیکلي،‌ زلمی خلیلزاد هڅه کوي‌ … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: ولسمشر غني زموږ خبره نه منله؛ ځکه افغان حکومت سقوط شو

د ولسمشر غني سرتمبګي او د افغان چارواکو ځانغوښتنې د افغان حکومت د سقوط سبب شوې. د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په یوه انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا له لومړي سره په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخالفه وه، خو له فساده په ډکو ټاکنو کې اشرف غني ځان د افغانستان ولسمشر اعلان کړ او د نړیوالو یوې مشورې ته یې هم ارزښت … نور ولولئ
افغانستان

مولوي متقي: نړیوال دې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني

د ا.ا.ا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي متقي په دوحه کې د دیارلسو اروپايي هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې پر مهمو مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو او سولې خبرې شوې دي. ددې تر څنګ مولوي متقي ویلي چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا : د ټاپي پروژې امنیت او پیلېدو ته پوره چمتووالی لرو

افغان چارواکي وايي د ټاپي پروژې د پيلېدو لپاره په تیاریو بوخت دي. د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی اخوند په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې پر پیل او څرنګوالي خبرې شوې دي. افغان لوري ویلي دوی هڅه کوي چې د ټاپي پروژې د چارو امنیت په بشپړه توګه تامین کړي او غواړي ددې پروژې د بشپړېدو ویاړ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: ډرون الوتکې مو په سیمه کې څارنه کوي

امریکا وایي په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو د څارلو لپاره یې بې پیلوټه الوتکې فعالې دي. امریکايي دفاعي چارواکو ددغه هېواد سنا ته په یوه استجوابیه غونډه کې ویلي، ددې احتمال شته چې ځينې ترهګرې ډلې په دوو کلونو او ځينې په شپږو میاشتو کې پر امریکا د برید جوګه شي او دغه هېواد ته خطرونه جوړ کړي. سرچینه وایي ترهګرې ډلې پر امریکا او متحدینو یې د برید په لټه کې … نور ولولئ
افغانستان

د کرکټ لوبغاړو ته د جنرال مبین خبرداری؛ که زموږ بیرغ ښکل نه کړئ میدان ته به رانه ښکته نه شئ

که د کرکټ لوبغاړي هر ځای کې ملي بیرغ یادوي بیا به رانه میدان ته ښکته نه شي. د اا د فرهنګي کمیسیون غړی جنرال مبین وایي، چې مونږ په زور راغلي یو، د هیچا رایې او نظر ته احترام نه لرو او که د افغانستان د کرکټ لوبغاړي درې رنګه بیرغ یادوي؛ نو بیا رانه د کرکټ میدان ته نه شي ښکته کېدلی. د هغه په وینا، “کله چې لوبغاړي کابل ته راځي، هلته … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: د افغانستان په اړه ګڼ نور کنفرانسونه جوړوو

روسیه وایي د افغانستان په اړه د غونډو او کنفرانسونو جوړولو ته ادامه ورکوي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی افغانستان ته د اقتصادي مرستو د جذب په لټه کې دي چې له همدې امله به ددغه هېواد په اړه کنفرانسونه او غونډې ډېرې کړي. کابلوف ویلي سبا به د ایران کنفرانس ترسره کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې هم … نور ولولئ