افغانستان

د بښنې نړیواله اداره: د افغان شتمنۍ په اړه د امریکا پرېکړه غیر عادلانه ده

د بښنې نړیوالې ادارې د افغان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده. دغه ادارې په یوه رسمي خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بایډن د ادارې دا پرېکړه غیر منطقي او غیر عادلانه ده. د بښنې نړیوالې ادارې ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه یو بشر ضد جنایت و، خو په دې جنایت کې هېڅ افغان لاس نه درلود. سرچینه وایي د یادو پېښو د قربانیانو لپاره باید عدالت تامین شي، خو … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی

ملګرو ملتونو په رسمي توګه د محمد اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی دی. د ملګرو ملتونو ادارې دا پرېکړه تازه کړې ده او ورسره جوخت یې د لومړۍ میرمنې په توګه د رولا غني نوم هم لرې کړی دی. د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې همدا راز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر نوم هم له خپل لېست لرې کړی دی خو په دغه اداره کې د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: ژر به افغانستان د یوې منظمې اردو خاوند شي

د افغانستان د سرپرست حکومت دفاع وزارت وایي چې ډېر ژر به افغانستان یوه قوي او منظمه اردو ولري. د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې د اردو د جوړلو پنځه اتیا سلنه کارونه پر مخ تللي دي او ډېر ژر به افغانان د خپلې منظمې او مجهزې اردو ننداره وکړي. نوموړي که څه هم د اردو د شمېر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د یاد وزارت سرپرست ملا … نور ولولئ
افغانستان

ناڅرګندو وسله والو هلمند کې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو پر ملکي کسانو ډزې کړې دي. د هلمند ځایي چارواکو ویلي چې نامعلومو وسله والو د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور سمیه کې د یوه کور په حجره کې پر ناستو ملکي کسانو ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی. چارواکو زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د پېښې اصلي علت معلوم نه … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي

امریکا وايي ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي. د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکا په بېلو نظامي کمپونو کې زرګونه افغانانو حضور درلود چې دمګړی ټول له دغه نظامي اډو ایستل شوي دي. سرچینه وایي چې ډېری دغه کډوالو ته کورونه نیول شوي او ډېری نور بیا تر دې دمه په کرایي کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي. د امریکا … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: افغانستان کې د بېکارۍ کچه په لوړېدو ده

سیګار یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه ټوېټ پيغامونو کې ویلي چې په افغانستان کې بېوزلي مخ په پراختیا ده او لا ډېر وګړي بیکاره شوي دي. سرچینه وایي اټکل کېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شي او د کورنیو د لګښتونو کچه هم تر ۴۴ … نور ولولئ
افغانستان

یونسیف: اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونسیف) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي. د یادې ادارې په وینا، یونسیف د ۱۹۴ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو ورکړې لپاره بودجه ځانګړې کړې ده او ژمنه یې کړې ده چې ژر به هر ښوونکي ته د میاشتې سل ډالر ورکړي. د دغې ادارې په وینا، له دې چارې نه یې موخه د افغان ښوونکو ستونزو ته رسېدګي … نور ولولئ
افغانستان

ایران د هلمند سیند اوبو پر خوشې کولو ټينګار کړی

د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دوی له افغان حکومت سره د هلمند سیند اوبو خوشې کولو پر سر په تېرو دریو میاشتو کې په مسلسل ډول مذاکرات کړي دي. ایراني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، سره له دې چې دوی له افغان لوري څخه په لنډه موده کې د هلمند سیند اوبو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه … نور ولولئ
افغانستان

دې هېل: بایډن په ښکاره له افغانانو غلا ته ملا تړلې ده

بایډن په ښکاره د افغانانو له شتمنۍ سترې غلا ته ملا تړلې ده. دې هېل نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت، د امریکا وتلو او د بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه کړې ده. سرچینه وایي نړیوالو قوانینو ته په کتو د بایډن اداره د یوې داسې پرېکړې حق نه لري، نو له همدې امله دا یوه ښکاره غلا ګڼل کېږي. سرچینه وایي بایډن له یوه بېوزله هېواد غلا کوي او … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: امریکا ته ځينې راغلي کډوال خطرناکه جرمي سابقه لري

امریکا وایي د تخلیې ماموریت کې د تللو ځينو کسانو دوسیې یې څېړلې او ثابته شوې چې دوی خطرناک مجرمین دي. . د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي د راغلو افغان کډوالو په منځ کې شاوخوا پنځوس کسه یې داسې دي چې په خطرناکو جرمونو یې لاس پورې کړی دی او ان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو مخینه لري. سرچینه همدا راز وایي دې مسئلې دوی اړ کړي چې د … نور ولولئ