افغانستان

امریکا له طالبانو سره په قطر کې خبرې بیا پیلوي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې راتلونکي اوونۍ کې به په دوحه کې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي. د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس په دې اړه ویلي، په دې مذاکراتو کې به د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او بشري کړکیچ هم خبرې اترې وشي. نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا له اړخه د خبرو لپاره د پلاوي مشري د افغانستان لپاره د … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا.ا: د ټولو بندیانو دوسیې باید د شریعت په رڼا کې وڅېړل شي

د طا لبانو سرپرستې کابینې نن د سه شنبې په ورځ د رییس الورزا ملا حسن په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه کړې ده. په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ټولو جنایي، سیاسي او حقوقي بندیانو دوسیو ته باید رسېدنه وشي. د پرېکړې له مخې، د سترې محکمې په رهبرۍ د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست ته دنده سپارل شوې چې د دغو بندیانو دوسیې د شریعت په رڼا کې … نور ولولئ
افغانستان

ګارډین: د ژمي په راتګ سره به ډېری افغانان له سخت ناورین سره مخ شي

ګارډین ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان اوسني وضیعت ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د ژمي په را رسېدو به یاد هېواد له یو ستر بشري ناورین سره مخ شي. د ورځپاڼې په باور د افغانستان د اوسني وضیعت په اړه د امریکا او نورو نړیوالو چوپتیا د اندېښنې وړ ده. ورځپاڼه لیکي چې میلیونونه وګړي په افغانستان کې له سخت ژمي او لوږې سره مخ دي خو نړیوال په دې … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: یو میلیون افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

شاوخوا یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مړینې له خطر سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت خورا ترینګلی دی. د سرچینې په خبره دمګړی شاوخوا یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مړینې له خطر سره مخ دي. سرچینه کاږي چې ۱۴ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي، شاوخوا درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي نو … نور ولولئ
افغانستان

متقي: ډېر ژر به ګڼ نور هېوادونه خپل سفارتونه پرانیزي

ډېر ژر به ګڼ هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دمګړی په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو سفارتونه پرانیستي دي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. د متقي په خبره ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغانستان کې اوس هم د خطرونو پر وړاندې اقدام کولی شو

امریکا وایي لا هم په افغانستان کې د ګواښونو پر وړاندې د اقدام وړتیا لري. د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال ریچارډ کلارک په یوه تازه مرکه کې ویلي دوی لا هم ددې وړتیا لري چې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي. هغه ویلي دوی له طا لبانو سره ګډ کار نه کوي او نه هم ددې کار لپاره زړه ښه کوي، خو که په افغانستان احتمالي خطر رامنځ ته … نور ولولئ
افغانستان

چین افغانستان ته ۱۰۰۰ ټنه بشري مرسته رالېږي

چین وايي ژر به یې افغانستان ته لسګونه ټنه بشري مرسته ورسېږي. چینايي چارواکو ویلي له افغانستان سره شاوخوا زر ټنه بشري مرسته کوي، چې دغه هېواد ته پر لاره ده او ژر به ورسېږي. سرچینه وایي چې په دې بسته کې پوډري شیدې، جامې، بوټان، کمپلې او نور ژمني توکي شامل دي. چینايي لوري ویلي د ژمي په موسم کې له افغانانو سره د مرستې په موخه به دغه بسته ډېر ژر د رېل … نور ولولئ
افغانستان

کانګریس؛ د امریکا د شل کلن ماموریت د ارزونې امر کړی

د امریکا کانګریس په افغانستان کې د امریکا د ماتې او د افغان حکومت د سقوط د هر اړخیزې پلټنې امر کړی دی. د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس یو پلاوی ګومارلی چې په هر اړخیزه توګه د سپټمبر د یوولسمې له پېښې بیا د کابل تر سقوط پورې د امریکا ټولې تېروتنې و ارزوي او په دې موده کې د څلورو امریکايي ولسمشرانو د ماموریتونو څرنګوالی هم ثابت کړي. کانګریس دغه راز ویلي … نور ولولئ
افغانستان

صالح: ا.ا خلک ځوروي، ژر به دا ډله له منځه لاړه شي

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې طالبان هره ورځ د خلکو کورونه پلټي او د یو شمېر کسانو د کورنیو د غړو سپکاوی کوي. نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په تېرو ۲۱ کلونو کې یې د هېڅ کوم طالب مشر د شخصي ژوند په اړه مستند فلم نه‌ دی جوړ کړی او نه یې ورته سپکاوی کړی دی. هغه لیکلي: موږ کولای شول چې د طالبانو پر شخصي ژوند ملنډې ووهو … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د ناورین د مخنيوي لپاره د افغانستان شتمني باید ازاده شي

ملګري ملتونه وایي د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت ترینګلی بللی دی. نوموړې ویلي چې باید په افغانستان کې له نوي حکومت سره همکارۍ ډېرې شي او دلته دې خلک له بشري ناورین وژغورل شي. لاینز وایي افغانستان اوس له داسې یوه ناورین سره مخ دی چې … نور ولولئ