افغانستان

طالبان دې دویمې سولې ته هم چمتو شي! د تواب غورځنګ لیکنه

تواب غورځنګ، د امنیت شورا پخوانی ویاند کېدلای شي، چې طالبان له امریکا او افغان حکومت سره د سولې هوکړې ته ورسېږي. دا چې له طالبانو سره هوکړه افغانانو ته په څومره بیه پرېوځي، په دې پورې اړه لري، چې افغان حکومت او د هېواد سیاسي قشر، له پاکستان او نورو سیمه ییزو لوبغاړو څخه د یوې حتمي لوبې د ګټلو لپاره څومره سره یو کېږي او له خپلو کوچنیو توپیرونو یو بل ته تېريږي. … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد نیویارک ټایمز سره: د طالبانو سره د یو توافق پر چوکاټ سلا شوی دی

د افغانستان د سولې لپاره د واشینګټن استازي زلمی خلیلزاد وايي، امریکایان او طالبان په اصولو کې د سولې د یو توافق پر چوکاټ سلا شوي دي. زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کې ویلي، په دې چوکاټ کې طالب وسلوال سلا شوي چې نړیوالو ترهګرو ته به د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي. د خلیلزاد په وینا طالبان به اوربند کوي او افغان حکومت سره … نور ولولئ
افغانستان

زلمي رسول؛ د غني او عبدالله مخکینی مخکښ سیال بیا را میدان ته شوی

د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو درېیم مخکښ نوماند ډاکټر زلمی رسول چې په هغو ټاکنو کې د ډاکټرغني او ډاکټرعبدالله بل مخکښ سیال ګڼل کیده، تر اوږدې نادرکۍ وروسته بیا د سیاسي رقابت میدان ته راغلی. نوموړي د ۲۰۱۴ ټاکنو په لومړي پړاو کې له عبدالله او غني څخه وروسته درېیمه لوړه رایه (۱۲سلنه) ګټلې وه. رسول د راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او ډاډه دی، چې که ټاکنې شفافه او کمیسونونه یې مستقل … نور ولولئ
افغانستان

کونړ؛ پر ولسي تړون نسبي ارامي او حکومتي بې پروايي

لیکنه: اتل سالارزی د طبعي ښکلاګانو ښار کونړ ته د میاشتني سفر یادښتونه؛ ددې ولایت د خلکو محرومیتونه، ستونزې او وروسته پاتې والی دلته درسره شریکووم. – د ختیځ افغان نابغه ټاټوبي کونړ د ځوانې طبقې فیصدي لوړه؛ خو د سواد د کچې ټیټوالی یې زړه بوږنوونکی او د خوابدۍ وړ دی. د نړۍ د روان ساینسي او علمي کاروان سره یې د یوځای کېدو لپاره ډیر څه نه دي شوي او لا هم ویل … نور ولولئ
افغانستان

د ډاکټرعبدالله ژوند لیک؛ هغه چې په پاچاهۍ پسې د پاچا درې شرطونه ازمایي

دا خبره خدایزده له څه سرچینه اخلي، خو خلک سره وایي چې د پاچا درې شرطونه ازمایم. پخوانۍ پاچایۍ/پاچاهۍ اوس تر ډېره ختمې او ځای یې د ولسمشرۍ په نوم مقامونو نیولي. افغان سیاستوال ډاکټر عبدالله عبدالله بیا د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په درېیم ځل د پاچایۍ لپاره ځان ازمایي. د عبدالله ژوند لیک ډاکټر عبدالله په ۱۳۳۸ لمریز کال، چې له۱۹۶۰میلادي کال سره سمون خوري، په کابل کې دنیا ته سترګې … نور ولولئ
افغانستان

فرامرز تمنا؛ هغه ولسمشریز نوماند چې طلاق شوې مېرمنه یې ورته سرخوږی دی

ډاکټر فرامرز تمنا د ولسمشرغني ترڅنګ یوازینی هغه ولسمشریز نوماند دی، چې د نوم لیکنې په ورځ یې خپله مېرمنه ( ارزو نورستانۍ) له ځان سره د ټاکنو خپلواک کمیسون ته بیولې وه. تمنا، چې په سیاست کې دوکتورا لري او له دې کار سره یې د خپلې شدیدې روشنفکرۍ نماېش وړاندې کړ؛ له دغه کار سره هغو خلکو وستایه، چې په شخصي ژوند یې ډېر نه وو خبر. خو هغو کسانو، چې تمنا یې … نور ولولئ
افغانستان

د حکیم تورسن ژوند لیک؛ هغه ولسمشریز نوماند چې د ډېرو ژبو په سر دی

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو احتمالي نوماند، چې په دې ورځو کې د ډېرو ژبو په سر دی، محمد حکیم تورسن نومیږي. تورسن د عامیانه جذابو خبرو په کولو او هم پر ځان د خورا ډېر باور له کبله د ډېر پام وړ ګرځیدلی. ژوند لیک یې تورسن په کال ۱۳۳۳ په کابل کې زېږیدلی او په قوم ازبک دی. هغه د کابل پوهنتون د ادبیاتو فارسي څانګه لوستې او له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۷۱ … نور ولولئ
افغانستان

سوله، ټاکنې، بهرنۍ اړیکې، د غني او اتمر مقایسه؛ عمر زاخېلوال پرې دا تبصرې لري

ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د حامد کرزي د مالیې وزیر، د ډاکټرغني اقتصادي سلاکار او بیا په پاکستان کې سفیر او ځانګړی استازی و. زاخېلوال څو میاشتې مخکې له خپلې دندې مستعفي او د حنیف اتمر له ټاکنیز ټیم سره ملګری شو. د هغه د یوې تازه مرکې په حواله پر مختلفو تودو موضوعاتو د نوموړي نظرونه دلته نقلوو. ولې د اتمر ملګرتیا؟ زاخېلوال وایي غني او اتمر دواړه یې ملګري دي، خو اوس یې … نور ولولئ
افغانستان

خال پېژندنه؛ پر وجود طبیعي خالونه څه ماناوې لري؟

ژباړه او زباتونه: بشر دروېش پښتانه خط و خال دومره مهم ګڼي، چې سخت دریځه مذهبیان یې حتا د مینې اړونده شاعري د خط و خال شاعري یادوي. خالونه یې ټول د مخ خالونه د زنې خال یې مرور پخلا کوینه د پښتو ولسي شاعري هم د خال په اړه پریمانه ستاینې، ګیلې او نورې خبرې لري. یوازې موږ نه؛ چینایان او هندیان یا کیدای شي ووایو په ټوله اسیا کې خال د ښایست یو … نور ولولئ
افغانستان

د سیما ثمر ناویلې؛ دلته یې د ژوند کیسه او د سیاستوالو په اړه یې تبصرې ولولئ

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون ریسه مېرمن سیما ثمر د ښځینه وو په کچه د افغانستان له ترټولو مطرحو څېرو څخه ده. ولسمشرغني په یوه بهرني کنفرانس کې ویلي و، چې د مېرمن ثمر د ولسمشرۍ هیله لا لري. مېرمن ثمر د بل هر افغان سیاستوال/ سیاستوالې په شان له مثبتو او منفي قضاوتونو سره مخ ده. دلته به یې د ژوند د کیسې ترڅنګ نظریاتو او هم هغو تبصرو ته نظر … نور ولولئ