افغانستان

د حکومت او جنرال جرئت جنجال؛ یونس قانوني وایي پنجشری څوک په پټکو نه شي وېرولای

په دې ورځو کې د کابل د سیاسي میدان یوه توده موضوع د پولیسو لخوا د ولسمشر د مخکیني نیږدې سړی جنرال دین محمد جرئت د کور او دفتر محاصره کیدل دي. جرئت تر څو میاشتو مخکې د ولسمشر ستر امنیتي سلاکار او د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال و. جنجال له کومه پیل شو؟ جنرال جرئت، چې د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې په نوم یو سیاسي … نور ولولئ
افغانستان

د ډېرو ژبو په سر سړی؛ د زلمی خلیلزاد ژوند لیک ولولئ

زلمی خلیلزاد هغه افغانی الاصله امریکایي دی، چې له لسیزو راهیسې د افغانستان د سیاست ګڼ لوبغاړي او څارونکي یې له نامه او کارونو سره اشنا دي. دا سړی ان د روس خلاف د افغان جهاد له وخته د افغانستان- امریکا ترمنځ یو پول و. خلیلزاد، چې هغه وخت ځوان و، امریکا ته د ورغلو افغان جهادي مشرانو او د وخت امریکایي ولسمشر ریګن د مجلس ژباړن و. دلته به له خلیلزاد سره لا نور … نور ولولئ
افغانستان

مجددي ومړ؛ د ژوند لوړې- ژورې یې دا وې

د افغانستان مشهور سیاستوال، جهادي مشر او د ډاکټر نجیب تر حکومت وروسته لومړنی مجاهد ولسمشر پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي تېره شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. دلته به یې ژوند لیک او د ژوند لوړې- ژورې درسره شریک کړو: مجددي څوک و؟ هغه د حضرت میا محمد معصوم مجددي زوی او په کال ۱۳۰۵ د کابل په شوربازار سیمه کې دې نړۍ ته راغلی و. د هغه کورنۍ سلسله مشهور عارف او … نور ولولئ
افغانستان

سوله او د افغانانو نوې هیلې؛ د سولې ضد مفکوره پڅه شوې

لیکنه: عدنان ساحل له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سولې ضد مفکوره تر ډېره حده پڅه شوې ده، هم طالب سوله غواړي او هم حکومت. له اتلس کلنې جګړې وروسته دا اسانه کار نه دی چې د سولې اړوند مذاکرات به په یو وخت کې د ښکېلو خواوو په طبیعت سم روان وي، د روغې جوړې په خبرو اترو کې تنده او تېزه خبره یو طبیعي اصل دی او دا به کېږي؛ خو په هېڅ … نور ولولئ
افغانستان

د مالیاتو اونۍ؛ د مالیې وزارت ښه اقدام

د میراحمد یاد لیکنه د ماليې وزارت د مالیاتو راټولو په پروسې یوه لویه نیوکه دا وه چې مالیات په راڼه ډول نه راټولېږي، ډېره برخه یې د دولت خزانې ته نه ځي، یا دا چې ولس هېڅ مالیه ورکولو ته زړه نه ښه کوي. دا ستونزه د نورو برخو تر څنګ د کوچنیو مالیه ورکوونکو په برخه کې ډېره زیاته محسوسه وه. مالیه ورکوونکي عموماً له لاندې ستونزو سره مخ کېدل: – د مالیې … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان لومړنۍ ښځینه وزیره وپېژنئ

په افغانستان کې د ښځو ازادي او د حقونو لاسته راوړل ځینې فکر کوي، چې یوازې د امریکا راتګ پورې محدوده موضوع ده. خو واقعیت داسې نه دی؛ د افغانستان تاریخ را ښیي، چې لسګونه کاله مخکې هم دلته ښځینه مبارزانې موجودې او د ښځینه حقونو، ازادیو او خدمت لپاره یې کارنامې او هڅې کړي. د ښځو د مبارزو او ورته د پاملرنې پیل د افغانستان د نورو سترو او اساسي پرمختګونو په شان د … نور ولولئ
افغانستان

کابلوف د خلیلزاد پر وړاندې؛ روسیه د ماسکو له ناستې وروسته نورڅه کوي؟

د افغانستان سیاسي فضا که په دقت وارزول شي، لیدل کیږي چې دا هېواد ریښتیا هم د سیمې او نړۍ د قدرتوتو ( امریکا او روسیې) د سیالۍ په میدان بدل شوی. له طالبانو سره د روسیې مرستې او ترې ملاتړ، د امریکا پلوه افغان حکومت د نورو مخالفانو په اړه د روسیې نرمي او ورسره توده راشه- راشه یا په سیمه ییزو اړیکو کې د افغان حکومت د رول کمرنګه کیدو ټولو کې د … نور ولولئ
افغانستان

نغمې نه خوابدی منګل؛ د ګډ ژوند ترخې کیسې او د اریانا سعید ستاینې بیانوي

لیکنه: صادق طارق مشهور هنرمن منګل، چې مینه وال یې په (استاد منګل) یادوي، ۱۲ کاله وروسته دا ځل افغانستان ته راغلی. هغه یو ځل د افغان ستوري په مشهوره هنري خپرونه کې د داور په توګه هم را څرګند او څو له سوزه ډکې سندرې وویلې. تر نغمې وروسته منګل منګل، چې څو کاله یې له خپلې معشوقې او مېرمنې ( ښاپېرۍ نغمې) څخه د جلا کیدو تېریږي، د هغې د بېلتون له درد … نور ولولئ
افغانستان

د ماسکو ناسته؛ طالب استازي او افغان سیاستوالو پر دې ټکو بحثونه لرل

د روسیې پلازمېنه ماسکو د سې شنبې ورځې ناوخته د افغان سولې په تړاو د وسله والو طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د ګډې غونډې کوربه و. دا غونډه ظاهرا په روسیه کې د مېشتو افغانانو یوې ټولنې بللې وه. پرانیسته د غونډې پرانیستې وینا د یادې ټولنې مشر وکړه. هغه د غونډې د بللو هدف پر افغان سولې د خپلمنځیو بحثونو زمینه سازي او یوه تفاهم ته د رسیدو هڅه وګڼله. ورپسې مخکیني … نور ولولئ
افغانستان

د سلام ضعیف او عباس ستانکزي ټکر؛ طالبان فتحه که سوله غواړي؟

د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني مشر او د دفتر برحاله غړي مولوي شېرمحمد عباس ستانکزي تېره اونۍ په یوه مرکه کې د افغانستان د راتلونکي په اړه پارونکې خبرې لرلې. مهم ټکي: – طالبان په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري تر موجودیته هم جنګ ته دوام ورکوي. – طالبان به واکمنیږي، امارت به جوړوي، قدرت نه انحصاروي، ټول ملت به پکې شریکوي. – د بهرنیو ځواکونو له وتو سره افغان ځواکونه خپله له … نور ولولئ