افغانستان

نوې طرحه؛ افغانستان د روباټ جوړونې مرکز جوړوي

افغان حکومت د یوه نوي پلان له مخې غواړي د روبات جوړونې یو مرکز جوړ کړي. د دغه مرکز د جوړولو طرحه د افغانستان د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت چمتو کړې او د وزیرانو شورا غونډې ته یې وړاندې کړې ده. تایید شوې طرحه د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د حکومت اجرایه ریاست، چې هره دوشنبه د وزیرانو شورا د اونیزو غونډو کوربه وي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روباټ جوړونې د … نور ولولئ
افغانستان

طالب واکمني،کرکټ او پاکستان سره لوبه؛ د طالبانو المپیک ریس یې بیانوي

د طالبانو د واکمنۍ د المپیک کمېټې ریس مولوي قلم الدین په یوه تازه مرکه کې د دغې واکمنۍ پر مهال د ورزش کارانو او خاص ډول کرکټ لوبې د وضعیت په اړه خبرې کړي. د کرکټ لومړی فدراسیون مولوي قلم الدین، چې د لوګر د بره کي برک اوسیدونکی دی، وایي اوسنۍ کرکټ لوبه پخوا د توپ ډنډې په نوم په مختلفو سیمو کې ترسره کیده. د ده په وینا د المپیک ملي کمېټې … نور ولولئ
افغانستان

د سولې خبرې او د ښځو حقونه؛ فوزیه کوفي ته د طالبانو دریځ جالب بریښی

طالبانو سره د سولې د خبرو په ګرمه موضوع کې د ښځو حقونه د سر بحثونو څخه ګڼل کیږي. په دې مطلب کې د ولسي جرګې د ښځو کمیسون د ریسې او د سولې په اړه د ماسکو ناستې د ګډونوالې فوزیه کوفي څرګندونې درسره شریکوو. آغلې کوفي د ماسکو ناسته کې له طالب استازو د افغان ښځو په استازیتوب د دوی د شته حقونو د خوندیتوب اطمینان هم غوښتی. د طالبانو جالبې خبرې مېرمن … نور ولولئ
افغانستان

پر تورې کرښې، سپينې خبرې -پوهاند محمد اسمعيل يون

پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون ســـريزه: هندي لیکوال (راجيف ډوګرا) د ډيورنډ کرښې او د هغې پر چورليز د نورو راڅرخېدونکو حوادثو په باب يو ډېر مهم، شننيز او څېړنيز اثر ليکلی دی. په انګليسي کې د دې اثر نوم دی: (Durand Curse)، ښاغلي (بابرزي هېواددوست) د دې اثر ازاده محتوايي ژباړه کړې او هغه ته يې د (ډيورنډ توره کرښه) نوم ورکړی دی. سولې خپرندويې ټولنې د زرو ټوکونو په شمېر په (۳۷۱) مخونو … نور ولولئ
افغانستان

پاکستانۍ سرچینې: افغان طالبان په اسلام اباد کې د سعودي ولیعهد سره ګوري

لیکنه: غازي عابد د پاکستان حکومتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له اسلام اباده د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر په ترڅ کې ښايي طالب استازي له نوموړي سره وګوري. پاکستان ته د و لیعهد بن سلمان په مشرۍ د لوړپوړي سعودي پلاوي سفر به سبا یکشنبه پیل شي. دې پاکستاني چارواکي د افغانستان جګړې ته د کورنۍ جګړې نوم په اخیستلو سره ویلي چې دا د هغه هڅو یوه … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستان دښمن او طالبانو سره د اړیکو مدعي؛ تادین خان قضایي ادارو قهرولی

له پاکستان او طالبانو سره په دښمنۍ د مشهور شهید افغان قومندان جنرال عبدالرازق ورور جنرال تادین خان، چې اوس د هغه پر ځای د کندهار امنیه قومندان دی، په یوه تازه تلویزوني مرکه کې پاکستان ته د ګواښونو ترڅنګ د جنرال رازق د قاتلینو، له طالب مشرانو سره پر خپلو اړیکو، سولې بهیر، د کندهار پر امنیت او دغه راز طالب سره د دښمنۍ او پر وړاندې یې د عدلي او قضایي ادارو پر … نور ولولئ
افغانستان

د روسي لښکرو د وتو کلیزه؛ روسیه ولې بیا هم په افغان قضیه کې مهم رول لري؟

د دلوې ۲۶ مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د وتو۳۰ مه کلیزه پوره شوه، خو روسیه ۳۰ کاله وروسته هم د افغانستان په سیاست کې یو ښکېل قوي لوری دی. ۳۰ کاله وړاندې شوروي اتحاد خپل وروستي عسکر د افغان- ازبکستان پر پوله له افغانستانه وویستل. هغه مهال افغان روس پلوه ولسمشر ډاکټر نجیب الله دا ورځ د افغانستان د نجات ورځ اعلان او په شاندارو مراسمو ونمانځله. پر امتیاز اخیستو … نور ولولئ
افغانستان

د مور مرګ؛ بریالی صمدي نوره د (سوالګرې مورې) سندره نه شي ویلی

لیکنه: صادق طارق مور چې څومره خوږه ده، هغومره یې بېلتون او له لاسه ورکول ډېر درد او زور لري. د ادبیاتو او هنر یوه د پام وړ برخه د دغې لویې هستۍ په ستاینه، ارزښت، بېلتون او د لاسه ورکولو په درد پنځول شوې ده. په دې برخه کې مشهور هنرمن بریالی صمدي هم د یادونې وړ دی. هغه هم مور ته سندره ویلې، خو د مور له مړینې وروسته یې بیا نه شي … نور ولولئ
افغانستان

د باميانو هزاره ځوانانو په پاکستان غږ وکړ چې د پښتنو او بلوڅو وژل دې بس کړي

راپور: محمد عزيز پردېس د باميان ولايت په سلهاو اوسېدونکو او مدني فعالينو د يو اعتراضيه حرکت په ترڅ کې په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو د مدني او سوله ييزو حرکتونو څخه ملاتړ اعلان کړ. ياد کسان نن د سلواغې په پنځمه ويشتمه د باميانو د ويجاړشويو بتانو مخکې چې مختلف شعارونو يې له ځانونو سره لېږدول، په يوه غږ يې ويل چې پاکستان دې د پښتنو او بلوڅو له ځورونې څخه لاس … نور ولولئ
افغانستان

د نبیل ژوند ته کتنه؛ دا ولسمشریز نوماند غني او اتمر ته سخت غوسه دی

د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند او د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل دا ځل بیا پر ولسمشرغني او خپل مخکیني او اوسني رقیب حنیف اتمر توندې نیوکې کړي. نبیل په یوه تازه خپره کړې مقاله( د خلکو پر وړاندې باید ځواب ویونکي اوسو!) کې دا نیوکې مطرح کړي. په دې مطلب کې به د دغو نیوکو ترڅنګ د نبیل ژوند او سیاسي هڅو ته کتنه وشي. د جنرال جرئت مسئله د یاران په … نور ولولئ