افغانستان

پروني متحدین، ننني حریفان؛ د عبدالله ګل ګوند به اردوغان مات کړي؟

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د ترکیې مقتدر ولسمشر رجب طبیب اردوغان، چې په دیکتاتورۍ او ځان غوښتنې هم مشهور دی، یوه ډله مخکیني مخکښ سیاسي متحدین یې ورنه خوابدي او د بل سیاسي ګوند د جوړولو په تکل کې دي. د دغو ناراضو خلکو په سرکې پخوانی ولسمشر عبدالله ګل، د بهرنیو چارو مخکینی وزیر داوود اوغلو او بل مطرح سیاستوال علي بابا جان دي. په څه خپه دي؟ یاد شوي درې واړه مطرح … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستان پر وړاندې د هند او افغانستان ملامتول؛ حکمتیار د پاکستان دفاع ته راووت

د حزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید ګلبدین حکمتیار د پاکستان او هند د وروستیو ناندریو په اړه اعلامیه ورکړه. په دې مطلب کې د اعلامیې مهم ټکي او شننه وړاندې کیږي: د حکمتیار اندیښه ګلبدین حکمتیار په اعلامیه کې د پړې ګوته هند ته نیولې او په مقدمه کې یې پر ازاد کشمیر د هند د هوایي ځواک د بریدونو پیل د وروستیو ناندریو سبب ګڼلی. هغه د دغه برید په … نور ولولئ
افغانستان

هند نه د پاکستان غچ؛ پرهندي فلمونو او ۸ سوه ورځینیو الوتنو یې بندیز لګولی

د هندي جیټ الوتکو لخوا د پاکستان پر هوایي حریم له تېري او د ۳ سوه پاکستاني ترهګرو د وژل کیدو تر ادعا وروسته پاکستاني صدراعظم عمران خان له هندوستان څخه د غچ اخیستو ګواښ وکړ. له دغه ګواښ څخه وروسته دغه هېواد د هند پر ضد د مستقیم اقدام په توګه یوازې د پاکستان پر حریم د ننوتو دوه هندي جیټ الوتکو د نسکورولو ادعا کړې. دا ادعا هم هندي چارواکو رد کړې او … نور ولولئ
افغانستان

که حکیم تورسن ولسمشر شي لومړني فرمانونه به یې کوم وي؟

محمد حکیم تورسن د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماند دی، چې عجیبو غریبو خبرو یې د ډېرو پام خپل کړی. هغه څو ورځې مخکې د یک تلویزون په یوه تفریحي خپرونه (ککتوس) کې مېلمه و، چې ځینې نوې جالبې یې پکې وویلې. په دې لیکنه کې د یادې مرکې مهم ټکي شریکوو: ژوند ته یې کتنه تورسن وایي ۶۴ کاله مخکې د کابل په شوربازار سیمه کې زیږیدلی، خو له آره په قوم ازبک دی. … نور ولولئ
افغانستان

پر پاکستان برید؛ هند که اسلام اباد به د سیاست میدان وګټي؟

د هند جنګي الوتکو اوړمه شپه د پاکستان د ځینو سیمو له بمبارولو سره اسلام اباد ته د ګټې د چانس زمینه برابره کړه. د سیاسي چارو یو شمېر سیمه ییز شنونکي د هند برید یوه احساساتي پریکړه ګڼي، چې په وینا یې پاکستان ته ګټه کوي. د رسنیز انعکاس توپیر په دې کې شک نشته، چې پاکستان ترهګر دی، ترهګریز بریدونه تنظمیوي، پر هند او بالاخره هر چا ملامته دی. خو پر پاکستان د … نور ولولئ
افغانستان

د سفر پر وخت د افغان ښځو یوه لویه ستونزه؛ تشناب ته نه تلل یې دا بدې پایلې لري

د افغان ښځو له سلګونو ستونزو څخه یوه هم له کوره د باندې دوی ته د تشنابونو د نشتوالي موضوع ده. په تازه ګام کې د ښځو چارو وزارت د کابل او نورو ولایتونو په لویو لارو کې ښځو ته د خوندي تشنابونو د جوړیدو د پلان خبر ورکړی. د وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د فواید عامې وزارت له مرستیال انجینر عبدالرحمن صلاحي سره د لیدنې پر وخت ویلي، چې تشنابونه دې د لویو لارو … نور ولولئ
افغانستان

چابهار، افغانستان ته زرین فرصت

لیکنه: میراحمد یاد د چابهار تړون په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ وشو، ددې تړون له مخې افغانستان د چابهار له لارې بحر ته لاره پيدا کړه او خپل مالونه مستیقماً له لارې د نړۍ بازارونو ته صادرولای شي. په بندر کې افغانستان ته پنځوس هکتاره ځمکه ورکړل شوه او نږدې ۱۶۳ شرکتونو په چابهار بندر کې د فعالیت لپاره نوم لیکنه وشوه. دا بندر د ایران په سیستان بلوچستان ایالات … نور ولولئ
افغانستان

پښتونه! ځه عطاالله خان وګټه! د مشهور مبارز ملتپال یادونه

لیکنه او را ټولونه: بشر دروېش د فبرورۍ ۱۷ مه یعنې دوه ورځې وړاندې د کوزې پښتونخوا د مشهور مبارز، لیکوال او ملت پال سیاستوال قاضي عطاالله خان د تلین ورځ وه. عطاالله خان د پښتنو یو نه هېریدونکی مبارز و؛ هغه اوږده موده د پنجابي استعمار په زندانونو کې تېر او سختې شکنجې یې وزغملې. د پښتو ژبې مشهور حماسي شاعر ملنګ جان هم د هغه سختې ورځې پخپلو ترانو کې یاد کړې وې: … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د شهيدانو د کورنيو ۲۰۰ کسانو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره شوې

هلمند د افغانستان په سويل کې د نورو ولايتونو په پرتله يو جنګ ځپلی ولايت دی او د کار زمينه هم تر ډيره بريده پکښې نشته. د کونډو او يتيمانو ژوند له نامالوم برخليک سره مخ دی او ډيری کورنۍ په کور کي سرپرست او د نفقې راوړونکی نلري. خو په هلمند کي د توحيد د ټولنيزو او پرمختايي چارو په نوم يوې موسسې د ۲۰۰ کورنيو لپاره د زده کړو او کار زمينه برابره … نور ولولئ
افغانستان

ډاکټر محب؛ د جګړې او مهاجرت د نسل هغه استازی چې د افغانستان رسا غږ شو

کله چې په امریکا کې سفیر او بیا د ملي امنیت سلاکار شو، هم د حکومت منتقدینو او هم نورو سخت نقدونه پرې وکړل. پرحمدالله محب نیوکه وه، چې ځوان، بې تجربې او ان د خپلو دندو پرخلاف د تلویزوني کارتونونو(D 3) په برخه کې زده کړې لري. د داسې قضاوتونو له اوږده دوام وروسته په دې ورځو کې حمدالله محب له ورباندې شویو نیوکو څو چنده ډېر وستایل شو. ستونزمن استازیتوب حمدالله محب له … نور ولولئ