افغانستان

هالنډي ژورنالیسته: ملا عمر کلونه زابل کې د امریکا یوې پوځې اډې ته نژدې اوسیده

یوې هالنډۍ ژورنالیستې بیټ ډام ادعا کړې چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر څو کلونه د امریکا د یوې پوځې اډې سره نژدې ژوند کاوه. دا ادعا ددې هالنډۍ ژورنالیستې په یو وروستي خپاره کړي کتاب کې شوې ده. د افغانستان په اړه ددې خپاره شوې کتاب نوم ” د دښمن په لټه “ دی او په کې د امریکا د استخباراتي ادارو له ناکامیو پرده پورته شوې ده. واشینګټن او متحدانو یې … نور ولولئ
افغانستان

د ظاهر قدیر ناویلې؛ د باړې بدماش یې څنګه مړ او له اعدامه بچ شو؟

بشر دروېش عبدالظاهر قدیر د افغانستان له مشهورو او جنجالي سیاستوالو څخه دی، چې ډېرځله د همدغو جنجالونو له کبله د رسنیو سرټکی وي. ښاغلی قدیر د افغانستان په ختیځ کې د یوې مقتدرې سیاسي کورنۍ( د امان الله خان د وزیر ارسلاخان) د کورنۍ څخه دی. پلار یې حاجي عبدالقدیر په ختیځ کې مقتدر جهادي قومندان، د ننګرهار د جهادي شورا مشر، او د مجاهدینو په واکمنۍ کې د ننګرهار والي و چې وروسته … نور ولولئ
افغانستان

قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې ښايي تر سبا پای ته ورسیږي

په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي هییت او طالب استازو ترمنځ خبرې یو څه ورو شوي، خو راپورونه وايي چې لا هم د تړولو دروازو تر شا ناستې ولاړې روانې دي. طالبان وايي، له امریکايي لورې سره یې خبرې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او امریکا ته ددې ډاډ ورکولو په اړه دي چې د افغانستان خاوره به بیا د ترهګرو او یاغي ډلو له خوا د نورې … نور ولولئ
افغانستان

د لرې پرتو سیمو هېرې شوې افغان میرمنې؛ د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت د ځینو افغان ښځینه فعالانو نظرونه

  تیر اولس کلونه د افغانستان د ښځو په ژوند کې د بدلون کلونه بلل کیږي. خو د ګڼو په وینا دا بدلونونه د بیلابیلو دلایلو له کبله د کابل او څو لویو ښارونو تر دیوالونو محدود پاتې شوې او د لرې پرتو سیمو د ښځو ستونزې او ناخوالې کمې شوې نه دي. د مارچ د اتمې نیټې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت مې یو شمېر میرمنې چې په بیلابیلو برخو کې … نور ولولئ
افغانستان

د کم عمر کوژده شوې انجونې د عمر غم زغمې

په افغانستان کې د ښځو سره د تاوتریخوالې له ډیرو نورو عواملو یو هغه هم په کم عمر کې د انجونو کوژده کول یا هم واده کول دي. موږ ددې ناوړه دود له کبل په ټولنه کې ډیرې بدې کیسې او بد مثالونه هم لرو، نن د یوې داسې لوستې پیغلې انجلۍ د ژوند ترخه درسره شریکوو چې، په کم عمر کې يې د کوژدې کولو تجربه کړي. حسینه د ننګرهار ولایت د یو خصوصي … نور ولولئ
افغانستان

شفیق مرید؛ هغه لغمانی هنرمن چې په یوه کمپوز یې د نغمې لور وکړه

لیکنه: صادق طارق شفیق مرید هغه مشهور افغان سندرغاړی او کمپوز جوړونکی دی، چې په څو کلونو کې یې د موسیقۍ د ډګر اوږدې پيچومي په چټکۍ سره فتحه او لوړو پوړیو ته یې ورسید. هغه د لغمان ولایت اوسیدونکی دی، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي. مرید په کابل کې له انصاري لېسې فارغ شوی او په موسیقۍ کې هم مسلکي زده کړې لري. د نغمې او منګل زوم شفیق مرید د افغاني … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د نظامي شهيدانو د کورنيو لپاره د حرفوي زده کړو پروګرام پای ته ورسیدی

راپور: مدثر دعوت د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په نوښت د توحيد د ټولنيزو چارو موسسې په همکارۍ په هلمند کې د نظامي شهيدانو له ۲۰۰ کورنيو سره د پر ځان بسياينې لپاره په پنځو برخو کې درې مياشتنی حرفوي کورس پای ته ورسېد. په فارغو کسانو کې چې ۶۰ تنه يې مېرمنې دي د نظري او عملي زده کړو سربېره په اړوند حرفو کې د کاروبار لپاره ټول تخنيکي سامانونه او آلات … نور ولولئ
افغانستان

د نوي رامنځته شوي، شهیدانو او معلولینو وزارت ټول سیستمونه بريښنايي کیږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي؛ ټول سیستمونه به یې برېښنایي او ساده شي! دې وزارت په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ اسان خدمت ادارې استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي سره وکتل او د دې وزارت د نوي سیستم د اسنادو د پروسو پر برېښنایي کولو، اسانه کولو او چټکه کولو یې خبرې وکړې. ښاغلي اریوبي د اسان خدمت … نور ولولئ
افغانستان

ښوراب ته ځانمرګي څنګه ننوتل؟

لیکنه: سلیم محمد هلمندی د روان 2019 کال د مارچ د مياشتې لومړۍ نېټه وه چې د جمعې له ورځې سره يې سر خواړه. د سهار شپږ بجې وې چې د ښوراب پر پوځي اډې د طالبانو د بريد خبر راته ورسېد. د خبر جزيات ډېر وارخطاکوونکي ول. برېښېده چې يوه ډله ځانمرګي د ښوراب پوځي مرکز ته چې د 215 ميوند قول اردو هم پکې پرته ده ور داخل شوي. دا پر دې اډې … نور ولولئ
افغانستان

د ګلبدین حکمتیار په اعلاميه کې څو مسئلې د پام وړ دي

لیکوال: اجمل هوډمن حکمتیار د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير ته د « آزاد کشمیر» نوم کارولی. دا اصطلاح کاملاً يو پنجابی مفهوم دی او هغه کسان يې کاروي، چې يا پاکستانی طرز فکر ولري او يا ترې متاثر وي. دا اصطلاح د پاکستاني توب په سیاسي نظريه کې د هند تر ولکې لاندې د نيمايي نور کشمیر د اشغال ګڼلو د توجيه لپاره کارول کېږي. حکمتیار لیکلي، چې هند د پاکستان له مخالفو ځواکونو … نور ولولئ