افغانستان

کورنیو چارو وزارت: پروین درانۍ څارنوالي ته معرفي کوو

د کورنیو چارو وزرات مني، چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې پروین درانۍ د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې کې د چیک پواینټ یو ساتونکی ډبولی او سپک کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “امنیتي ځواکونو د ولس او ټولنې د خوندیتوب لپاره د کابل په لسمه حوزه (چهاراهي مسعود) کې د تالاشۍ لپاره ولاړ ول، او موټر يې تالاشي کول. په دې … نور ولولئ
افغانستان

د دسیسې ښکالو؛ د عمران خان د خطرناک خبرداري پر وړاندې څه په کار دي؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه وینا کې ویلي، چې افغانستان به زر د یوه ټولمنلي نوي حکومت او سولې څښتن شي. د ده په وینا دا نوی حکومت او سوله به له سیمې سره د افغانستان اړیکې پیاوړې او اقتصادي ښېرازي به راولي. د دسیسې بله ښکالو څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په ډېره غیر دیپلوماتیکه ژبه او بې تدبیرۍ خو په ښکاره ټکیو د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

د بلخ جنجال؛ دفاع او داخله وزیران یې د اساسي حل خبر ورکوي

د افغانستان په شمال کې مېشت ۲۰۹ شاهین قول اردو د بلخ د نوي امنیه قومندان د ټاکلو پرسر د حکومت او عطامحمد نور د رامنځته شوي جنجال د اساسي حل خبر ورکوي. یاد شوي قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا جنجال بلخ ته د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست مسعود اندرابي له پروني سفر سره حل شوی دی. غیرسیاسي سکتور او … نور ولولئ
افغانستان

د موقت حکومت انګازې؛ ډاکټرعبدالله یې د واقعي سولې په قیمت ملاتړی دی

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له پياوړتیا سره پر موقت حکومت د دوی د توافق اوازه هم ګرمه شوې. دا خبره په تازه ګام کې د لوړپوړو افغان چارواکو له خولې هم اوریدل کیږي؛ خو په دې توپير چې ځینې یې مشروط ملاتړي او ځینې یې سرسخته مخالفین دي. د ډاکټرعبدالله دریځ د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله، چې د دغه حکومت نېمایي شریکوال دی، په یوه … نور ولولئ
افغانستان

د بلخ تازه حال؛ د دفاع او کورنیو چارو وزیران د وضعیت کرارولو لپاره مزار شریف کې دي

په بلخ کې له پروني اړ دوړ وروسته له مزار شریف څخه د وضعیت د عادي کیدو راپورونه ورکړل شوي. د بلخ یو شمېر خبریالانو پرخپلو فیسبوک پاڼو د ښار د ځینو څنډو تازه عکسونه خپاره کړي، چې خلک پکې د عادي ژوند په حال کې ښکاري. له دې سره د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران نن دې ولایت ته رسیدلي او دغلته د عطامحمد نور سربیره د بلخ د والي او نورو … نور ولولئ
افغانستان

له طالبانو سره د امریکا خبرې؛ د محب شکایتونه او په زلمي خلیلزاد یې تور

ژباړه: غازي عابد د thedailybeast ویب پاڼې لیکلي؛ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په واشنګټن کې د خبرو پرمهال خبرداری ورکړی چې خلیلزاد غواړي افغان حکومت څنډې ته وساتي او ښايي شخصي موخي وپالي. دغه لوړپوړي افغان چارواکي د سیمې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تور لګولی چې کوښښ کوي له طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت کمزوری او غاړي ته اوسي او حتا تر … نور ولولئ
افغانستان

عطا قانون ماتوي او غني ژمنې ؛ د بلخ جنجال د نظام حیثیت څومره خراب کړ؟

بشر دروېش څومره چې د بلخ پخوانی والي او د جمیعت د ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور په زورواکۍ او قانون ماتولو مشهور دی، ولسمشر غني هومره د خپلو ژمنو په ماتولو کې نوم لري. غني به ډېرې ښیګڼې لري، هغه به کم جوړې عالم وي، په ښو ارمانونو او طرحو کې به یې هیڅ شک نه وي او نه به هم په شته سیاسي میدان کې څوک تر ده ولس ته زیات ګران وي، … نور ولولئ
افغانستان

تقرر قوماندان امنیه جدید برای بلخ، توطیه و دسیسه بر ضد هیچ کس نیست – امر الله صالح

نوشته: امرالله صالح  تقرر قوماندان امنیه جدید برای ولایت بلخ هیچ گونه توطیه و دسیسه بر ضد هیچ کس و هیچ حزب سیاسی نبوده و نیست بلکه این تصمیم بخاطر آوردن بهبود در وضعیت امنیتی آن ولایت اتخاذ گردیده است . در دوران تصدی قوماندان برکنار شده پولیس به اسم جنرال اکرم سامع دامنه نا امنی ها زیاد گردید تا آنحد که چندین بار طالبان توانستند شاهراه بین مزار شریف و شبرغان را ببندند و … نور ولولئ
افغانستان

د مهسا ماشومې تراژیدې؛ د حکومت بې وسی، بې پروايي او که بې کفایتي؟

ټول فیسبوک د مهسا نومې ګلالۍ ماشومې تراژیدۍ نیولی دی. څوک یې ویر ژاړي، څوک یې له ولسمشر څخه تښتونکو د علني اعدام غوښتنه کوي او څوک د ارګ هغه اعلامیه شریکوي چې په کې ولسمشر په دې پېښه د خپل شدید متاثر کیدو خبره کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي، مهسا نومې شپږ کلنه ماشومه د کب د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د کابل له یو لسمې ناحیې څخه تښتول شوې وه، … نور ولولئ
افغانستان

د ولسي تړون ملي پروګرام پيژندنه؛ جلال اباد کې یې د سړکونو او ویالو رغولو پروژو پيل

راپور: غازي عابد د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د بابړیانو پرمختیايي شورا د خامو سړکونو (کوڅو) او ویالو رغولو چارې د ولسي تړون ملي پروګرام د مسؤلینو او د یادې شورا د ګڼ شمېر غړو په شتون کې پیل شوې. بابړیان پرمختیايي شورا چې د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه ۶ ګذر کې موقیعت لري د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري يې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي کوڅې او ورسره … نور ولولئ