افغانستان

د خوله ور سیاستوال ژوند لیک؛ عبیدالله بارکزی ولې ووژل شو؟

د ولسي جرګې د تېرې دورې غړی او د سویلي حوزې مطرحه څېره عبیدالله بارکزی پرون په کندهار کې ناڅرګندو وسله والو وواژه. بارکزی څوک و، څه فعالیتونه یې لرل او د مرګ انګېزه یې څه کیدای شي؟ په دې لیکنه کې به ورته کتنه وکړو: ژوند لیک عبیدالله بارکزی په ۱۳۳۸ لمریزکال د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې زیږیدلی و. هغه لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په لومړني ښوونځي او دیني مدرسه … نور ولولئ
افغانستان

واشنګټن اېګزماینر: د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیت په پرتله خپله ځانغوښتنه پورته بولي

ژباړه: عبدالله جاويد واشنګټن اېګزماینر په خپل یوه مطلب کې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیت څخه خپله ځانغوښتنه (اېګو) پورته بولي. خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړه د طالبانو سره د خپل چوکاټ معاملې په اړه د نیوکو د خاموشولو په لټه کې دي. تېره اونۍ محب واشنګټن ته لاړه خو امرالله صالح ته ځکه د امریکا سفارت ویزه ورنکړه تر څو د صالح … نور ولولئ
افغانستان

د محقق د ژوند لوړې ژورې؛ ۴ مېرمنې او ۲۳ اولاده لري، انټرنیټ سره زیات بوخت وي

د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، چې ولسمشر غني له دندې ګوښه کړی، خو بیا هم خپلې دندې ته ځي او ان د وزیرانو شورا په غونډو کې د اجرایه ریاست کیڼ لاس ته په اوله څوکۍ ناست وي، د افغانستان له مشهورو سیاسي څېرو څخه دی. هغه څو ورځې مخکې د یک تلویزون د مشهورې خپرونې (ککتوکس) مېلمه و. دلته یې د دغې مرکې مهم ټکي او د ژوند لوړې ژورې درسره شریکوو: … نور ولولئ
افغانستان

د حکمتیار تازه مرکه؛ افغان دولت یې پر پاکستان ملامت او د منظور پښتون ملاتړ یې ونه کړ

بشر دروېش د حزب اسلامي مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندې له یک ټلویزون سره یوه بحث پارونکې او جنجالي مرکه لرله، چې دلته یې د ځینو مسایلو په اړه شریک شوي نظریات را نقلوو: منظور پښتون د حکمتیار له نظره حکمتیار په دې مرکه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتون په اړه وپوښتل شو، چې د مبارزې ملاتړ یې کوي کنه؟ د حکمتیار ځواب کنایوي او په دې … نور ولولئ
افغانستان

بیا که بریم به مزار؛ نوروز په افغانستان کې، ګل سرخ او نورې مېلې درپېژنو

لیکنه: صادق طارق بیا که بریم به مزار ملامحمد جان سیل ګل لاله زار ملا محمد جان دا مشهوره ولسي سندره به مو حتماً اوریدلې وي. دا سندره د نوروز یا نوي کال په درشل کې د ګل سرخ مشهوره مېله درپه یادوي. دا مېله د هر لمریزکال له نوي کیدو سره د افغانستان په شمال کې د مزار شریف ښاریان د هېواد د ګڼو نورو سیمو د خلکو په ملتیا نمانځي. لکه نن چې … نور ولولئ
افغانستان

ملاعمر ولې خپله یوه سترګه وویسته؟

سرچینه: العربیه نیټ ژباړه: بشر دروېش د سلام وطندرار راډیو د تحلیلي راپور له مخې د ملا عمر په اړه ټول ترلاسه شوي اطلاعات هغه یو افسانوي او له واقعیته لیرې سړی څرګندوي، خو ټول هغه کسان چې د نوموړي په اړه غږیدلي، پر دې یوه خوله دي، چې هغه ( نړۍ ته په یوه سترګه) کتل. د ملا عمر د نابینا کیدو په اړه هم یوه جذابه افسانوي کیسه موجوده ده، چې تر یوه … نور ولولئ
افغانستان

د توماس جاسېلین او بېل روګیو لیکنه: له طالبانو سره د ټرمپ ناوړه معامله

سرچینه: پولیټیکو ژباړه: ډاکټر فهیم ساپی داسې ښکاري چې د امریکا اداره د سولي لپاره د خپل استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ اراده لري چې ټول هغه څه له لاسه وباسي چې د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته يې د هغو لپاره په افغانستان کې جګړه کړې ده. تېره اونۍ، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال له دې امله سختې … نور ولولئ
افغانستان

د افغان حکومت او ټرمپ د ادارې خوږه دوستي ولې خرابه شوه؟ د سیاسي علومو له ډاکټر احمد ویس وردګ سره پرې غږیدلي یوو.

احمد ویس وردګ د سیاسي علومو ډاکتر او دا مهال د امریکا په هارټفورډ پوهنتون کې استاد دی. نوموړی د امریکا په نورو پوهنتونو کې هم استاد پاتې شوی او د امریکا د سیاست، نړېوالو اړیکو او مقایسوي سیاست تدریس کوي. هغه تر دې مخکې په افغانستان کې د ګوربت فرهنګي ټولنې او ګوربت مجلې موسس و. ګوربت دوه میاشتنۍ مجلې هغه مهال د ملي ارزښتونو په روزلو کې بې سارې ونډه درلوده. له ویس … نور ولولئ
افغانستان

د نړۍ تر ټولو پرمصرفه ټاکنې؛ هندي کاندیدان د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ د جادوګرانو لمنه نیسي

ژباړه: بشر دروېش هندوستان د نړۍ هغه هېواد اعلان شوی، چې تر بل هر هېواد ډېر یې پر ټاکنو لوړ مالي لګښتونه کیږي. د دې هېواد د راتلونکې میاشتې ټاکنو په اړه وړاندوینه شوې، چې تر اوو میلیاردو ډالرو پورې لګښت به لري. په داسې حال کې، چې د امریکا د پېچلو ولسمشریزو ټاکنو لګښت په ۲۰۱۶ کې ۶،۵ میلیارده ډالره و. ولې ترټولو قیمتي ټاکنې؟ د هند پارلماني ټاکنې راتلونکې میاشت ترسره کیږي، چې … نور ولولئ
افغانستان

د پروین درانۍ او پولیسو جنجال؛ هغه که منتقدین یې ملامت دي؟

په ولسي جرګه کې د کوچیانو حوزې یوه استازې پروین درانۍ له پرون راهیسې د تودو بحثونو؛ په خاص ډول د ټولنیزو رسنیو له سرټکو څخه ده. په زرګونه مشهورو او عامو خلکو د هغې هغه عکسونه خپاره کړي او غندلي، چې د یوه پولیس سرتېري د توهینولو په حال کې یې ښيي. اصله کیسه څه ده؟ د پروین درانۍ موټر د کابل په عامې روغتیا څلورلاري ( اوسني احمد شاه مسعود څلورلاري) کې د … نور ولولئ