ادبیات

د ناشناس او منتقدینو جنجال؛ څه یې ویلي، مخالفین او مدافعین څه وایي؟

لیکنه: صادق طارق په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د مشهور هنرمند ډاکټر صادق فطرت ناشناس وروستیو خبرو، چې د تاریخي مسایلو په اړه یې کړي، توند غبرګونونه پارولي. په دې لیکنه کې به د ناشناس د دغو څرګندونو او د منتقدینو د ځوابونو په اړه خبر شئ: کیسه له کومه پیل شوه؟ په اروپا کې مېشت یوه مشهور دري ژبي افغان لیکوال صبورالله سیاه سنګ، چې د پښتو ژبې د فرهنګي تاریخ په اړه … نور ولولئ
افغانستان

د افغان تراژیدۍ یوه مستنده کیسه؛ مور یې د کوچنۍ لور مخکې ووژله!

د مازیګر درې او پینځلس دقیقې دي، په ځانمرګو واسکټونو او نورو درنو وسلو سمبال ۵ کسان د کابل ښار ختیځ کې عبدالحق څلور لاري ته نیږدې د ولسمشریزې ماڼۍ په یو کیلومترۍ کې په هم مهاله توګه د ټولګټو او د شهیدانو او په معلولینو په چارو کې د دولت پر نوي جوړ شوي وزارت ورننوځي. مامورین او چارواکي چې هم سړې هوا او هم ورځینیو کارونو ځپلي، لار ورکي کیږي. د دوی دفترونه … نور ولولئ
افغانستان

د ۵۳ کلنو ملګرو تقابل؛ غني که خلیلزاد به د سولې لوبه وګټي؟

سوله که د افغانستان خلکو ته یوه جدي او ترهرڅه لومړنۍ اړتیا ده؛ سیاستوالو ته که په افغانستان دننه دي، یوه مهمه سیاسي لوبه او د خپلو ګټو د بقا کیسه ده. افغان سوله اوس د نورو پېچلو اړخونو ترڅنګ د دوه ۵۳ کلنو زړو یارانو د سیاسي لوبې مهمه نقطه ګرځیدلې. د یوه پوهنتون دوه لوبغاړي اشرف غني احمدزی او زلمی خلیزاد د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر وخت د لبنان د بیروت امریکایي … نور ولولئ
افغانستان

د کورنیو تولیداتو نندارتونونه؛ د ښځو لپاره د لازمې اسانتیا نه شتون

که څه هم په افغانستان کې کلونه، کلونه کیږي چې، د هیواد تولیدات په بیلابیلو ولایتونو کې اخیستلو ته یې د خلکو د هڅونې په خاطر نندارې ته وړاندې کیږي، ډیری ګډونوال او لیدونکي يې نارینه وي. ۱. له نندارتونه موخه څه ده؟ نندارتون ددې لپاره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې جوړیږي چې، هیوادوال له خپل صنعت، لاسته راوړنو، لاسې صنایعو خبر کړي او خپل تولید وکاروي. ترڅنګ يې د سوداګرو په هیواد کې … نور ولولئ
افغانستان

د افغان تراژیدۍ یوه مستنده کیسه؛ مور یې د کوچنۍ لور مخکې ووژله!

د مازیګر درې او پینځلس دقیقې دي، په ځانمرګو واسکټونو او نورو درنو وسلو سمبال ۵ کسان د کابل ښار ختیځ کې عبدالحق څلور لاري ته نیږدې د ولسمشریزې ماڼۍ په یو کیلومترۍ کې په هم مهاله توګه د ټولګټو او د شهیدانو او په معلولینو په چارو کې د دولت پر نوي جوړ شوي وزارت ورننوځي. مامورین او چارواکي چې هم سړې هوا او هم ورځینیو کارونو ځپلي، لار ورکي کیږي. د دوی دفترونه … نور ولولئ
افغانستان

له سهوې وروسته هوښیارتیا؛ ۱۰ زره افغان جنګیالي د سوریې له جګړې هېواد ته ستانه شوي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د افغان حکومت امنیتي سرچینو ویلي، چې د ایران د فاطمیون لښکر په چوکاټ کې د سوریې جګړې ته ورغلي ۱۰ زره افغان جنګیالي بیرته خپل هېواد ته را ستانه شوي. آسوشیتدپرس خبري اژانس وایي دا معلومات د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه مقام ورکړې، خو د نوم نه خپرولو ټینګار یې کړی. سرچینې دغه اژانس ته ویلي، چې دغه افغان جنګیالي دا څو کاله ایران په پیسو د … نور ولولئ
افغانستان

هند ۱۷ میاشتې وروسته د زندان یو افغان فراري نیولی

هندي رسنیو د خپلو چارواکو په حواله ویلي، چې په نوې ډېلۍ کې یې نن یو فراري افغان نیولی. رسنۍ وایي دغه افغان احمد جاوید نومیږي او ۵۱ کلن دی. له زندانه فراري د هندي رسنیو په وینا احمد جاوید په هند کې د هیروینو د قاچاق په تور نیول شوی او بندي شوی و. هغه له یوه میاشت بند څخه وروسته له زندانه تښتیدلی و، خو پولیس یې تراوسه په لټه بوخت ول. سرچینې … نور ولولئ
افغانستان

اپریل فول په افغانستان کې؛ افغانان څه ډول دروغ وایي، غبرګونونه څه دي؟

د اپریل لومړۍ ورځ په نړیواله کچه د دروغو په ورځ مشهوره ده. دا ورځ له ډېره وخته د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې خلک (د احمقانو ورځ) په نوم نمانځي. هلته اکثره حقیقت ته نیږدې دروغ ویل کیږي؛ داسې دروغ چې خلک باور ورباندې کوي. خو افغانان له دې ورځې سره څه کوي، څنګه دروغ وایي او دروغو ته یې عام غبرګونونه څه دي؟ د ټېکنالوژۍ اغېز په افغانستان کې د انټرنیټ له عامیدو … نور ولولئ
افغانستان

د سولې او نظام بحث باید له افرادو په پورته سطحه وارزول شي

لیکنه: بهیر لوګروال له تېرو اوږدو اوونیو راهیسې د افغان سولې په اړه په کور دننه او بهر بحثونه تاوده شوي، په تېره بیا وروسته له هغه، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دې اړه هيښوونکې څرګندونې وکړې او یو شمېر هغه حقایق یې برسیره کړل، چې د افغانانو او نړیوالو پام لا نه و ورته شوی. د نوموړي په خبرو کې که څه هم ډېر څه له سولې سره د افغان … نور ولولئ
افغانستان

جلال اباد که دویمه باړه؛ وژنې او نور جرمونه اوج ته رسیدلي، خو څه کول په کار دي؟

ولایتي اداره د سیمه ییزې حکومتولۍ مهم بنسټ دی، چې والي يې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه، مشري کوي او مرکزي حکومت ته لومړی درجه مسؤل شخص دی. د غوره سیمه ییزي حکومتولۍ دنده یواځې دا نه ده، چې ولایتي اداره دې ځينې لومړني خدمات ګوډ و مات د عامو خلکو لپاره مدیرت او وړاندې کړي؛ بلکې غوره سیمه ییزه حکومتولي، په ولایتي کچه د خلکو د سر و مال خوندي کول دي؛ … نور ولولئ