افغانستان

جګړه که جرګه؛ خالد او الفتح عملیات ولې پلان شوي، پایله به څه وي؟

سولې ته د ظاهري لېوالتیا او امادګیو سره هم مهاله افغان حکومت او وسله والو طالبانو د یو بل خلاف د پوځي عملیاتو اعلان هم کړی. افغان حکومت د نوي لمریزکال له پيله خپل دا عملیات اعلان او د (خالد) نوم یې پرې ایښی. ترهغې وروسته څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د (الفتح) په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ. خو ولې له سولې سره هم مهاله د جګړې تیاری نیول شوی؟ جرګه که … نور ولولئ
افغانستان

د پلار پر پله روان زوی؛ د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د ژوند لوړوـ ژورو نه خبرشئ

سرچینه: اسوشیتد پریس ـ جون گامبرل ژباړه: یاران وېب پاڼه – بشر دروېش د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې څو اونۍ وروسته حمزه بن لادن له عربي لباس سره یې په یوه تبلیغاتي ویډیو کې راڅرګند شو. هغه یو آرپي جي هم له ځان سره لرله او په ویډیو کې یې د امریکا خلاف خبرې وکړې. دغه هلک ۱۲کلن و، د یوه هلیکوپټر څنګ ته ناست و او شاوخوا یې ټوله له وسله والو مخ … نور ولولئ
افغانستان

د ننګرهار شاتو سږ کال د هېواد په کچه لوړ مقام خپل کړی

له ننګرهاره د جنګ جګړې خبرونه یوې خوا ته او د پرمختګونو خبرونه بلې خوا ته د پام وړ دي. سږ کال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې د ننګرهار شاتو د هېواد په کچه د دوی په جوړ شوي کلني نندارتون کې لوړ مقام ګټلی. کرنیز نندارتون د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنيزو توکو د بازار موندنې او د کورنيو توليداتو د پېژندنې په پار د روان کال … نور ولولئ
افغانستان

د یوه دعا ګوی انکار؛ کرزی وایي د اتمر ملاتړی نه دی

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی، چې ولسمشریز نوماند حنیف اتمر خپل ملاتړی ګڼلی و، وایي په راتلونکو ټاکنو کې د حنیف اتمر په ګډون د هیڅ نوماند د ملاتړ لپاره تراوسه نه دی چمتو شوی. ښاغلي كرزي پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې ده ته له ولسمشریزو ټاکنو او بلې هرې مسئلې څخه د افغان سولې لپاره کار کول لومړیتوب لري. کرزی ټینګار کوي، چې اوس تر هرڅه زیات کار باید د سولې هڅو … نور ولولئ
افغانستان

د ترټولو لوی دیموکراتیک هېواد ټاکنې؛ مودي به ټاکنې وګټي؟

لیکوال: احمد ذکي ژباړن: بشر دروېش څو میاشتې مخکې د ډېرو شنونکو وړاندوینه دا وه، چې مودي به په عامو هندیانو کې د غوڅ ملاتړ له کبله بیا د صدراعظمۍ څوکۍ ګټي. خو د تېرکال په دسمبر کې د ځینو ایالتونو د ټاکنو پروخت د مودي د بي جي پي ګوند ماتې دا محاسبه تر سوال لاندې راوسته. اوس به تر یو میلیارد پورې هندي رایه ورکوونکي د رایو صندوقونو ته ځي څو خپل برخلیک … نور ولولئ
افغانستان

سوله که ټاکنیز کمپاین؛ غني او مخالفین یې څه غواړي، لویه جرګه به څه پریکړه کوي؟

ټاکل شوې چې د راتلونکي غویي میاشتې په نهمه د کابل د لویې جرګې خېمه (د سولې ملي مشورتي لویې جرګې) په نوم د یوې سترې را ټولیدنې کوربه وي. جرګه د ولسمشر غني په فرمان جوړیږي، چې هدف یې د سولې لپاره د ولس له استازو سره د سولې د روانو هڅو په اړه مشوره ښودل شوې. خو دا خبره د ولسمشر د سیاسي مخالفینو له توند غبرګون سره مخ شوې. دوی وایي دا … نور ولولئ
افغانستان

اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان سوله کې د تضمینوونکو رول لوبوو

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې دوی د افغانستان د سولې په بهیر کې د ضمانت کوونکو په توګه رول لوبولو ته چمتو دي. ددې ټولنې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې په یوه غونډه کې د امریکا له خوا په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په وروستیو هڅو او په کې د اروپايي ټولنې پر رول … نور ولولئ
افغانستان

سوله له اسلام اباد او دوحې څخه نه؛ زموږ له ذهنونو پیلیږي

دا د واکمنو کار دی چې سوله کله په قطر، کله په سعودي، کله په عمان او کله هم په اسلام اباد کې په سیاسي ناستو ولاړو کې ولټوي. چارواکي به اړ وي چې په افغانستان کې د سولې څرک د امریکا، پاکستان، ایران، روسیې، هندوستان او نورو هیوادونو په پالیسو کې ومومي.خود افغانستان مدني فعالان، فرهنګیان او روڼ اندي د امریکا او اسلام اباد په پالیسو کې د افغانستان په سولې پسې په تیروتنه … نور ولولئ
افغانستان

د ډیورنډ کرښې تاریخي او حقوقي حقایق

لیکوالان : پوهنیار  کاوون  عزیزي  د پوهنتون استاد  او  پوهنیار  عبدالله  عادل   د پوهنتون استاد سریزه پدې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې Durand Line مسئله د یو شمېر سیاسي خوځښتونو لخوا مطرح شوه اوپه پراخه کچه یې د مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو پام ځانته را واړاوه، که څه هم دغه بحث پراخې تخنیکې ، حقوقي او تاریخې څېړنې ته اړتیا لرله خو متاسفانه تر ډیره حده دا ستونزه ټولو خواوو د خپلو سیاسې موخو لپاره … نور ولولئ
افغانستان

د ۵ طالب مشرانو کیسه؛ د ګوانټانامو هغه بندیان چې امریکا سره د مذاکراتو مېز ته ناست دي

سرچینه: نیویارک ټایمز لیکوال: مجیب مشعل ژباړن: بشر دروېش ـ یاران وېب پاڼه په ۲۰۰۱ کې کله، چې امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان برید او د طالبانو دولت را وپرځاوه، حتا له هغو کسانو سره یې هم د ترهګرو په حیث چلند وکړ، چې پخپله دوی ته تسلیم شوي وو. دوی هغه کسان هم ونیول او په تړلو سترګو یې کیوبا په ګوانټانامو کې امریکایي زندان ته واستول. اوس د هغو کسانو ۵ تنه یې … نور ولولئ