افغانستان

د ثور اومه که دوهمه کربلا؛ د انتظار خادم تحلیلي لیکنه

په ۱۹۷۶ او ۱۹۷۷ کلونو کې، هغه وخت چې مجید کلکاني شمال د ترور او مرګونو قبرستان ګرځولی وه، ناڅاپه ووژل شو. ورپسی د اریانا الوتکې پیلوټ انعام الحق د کابل په ښار کې بی نومه قاتلانو وواژه. بیا د داود خان د پلان وزیر خرم د لغمان اوسیدونکې مرجان وواژه. داود خان هم خپل نژدی ملګری شیراغا له لاسه ورکړ. برسیره پردی، د کابل په قلعه زمان کې هم ۵۰۰ مړي چې په وهلو … نور ولولئ
افغانستان

اتمر څه غواړي؛ له سولې جرګې خوابدی سړی په سولې پسې ماسکو ته تلی

د ولسمشر غني مخکینی نیږدې ملګری او مامور حنیف اتمر، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی، په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې له جوړیدو سره تر مخالفت وروسته ماسکو ته تللی. د اتمر مطبوعاتي دفتر د دغه سفر اصلي هدف د ماسکو په امنیتي کنفرانس کې ګډون ښودلی. یاد شوي کنفرانس ته د ګډون لپاره مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم ورغلی. د ماسکو د سولې ناسته د ماسکو له دغه امنیتي … نور ولولئ
افغانستان

له غني څخه د اروپايي ټولنې مخ اړول؛ اروپایان د سولې په اړه د امریکایي اجنډا ملګري شول!

د برتانیې پلازمېنه لندن د چارشنبې په ورځ په نا اعلان شوي ډول د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د یو شمېر مهمو هېوادونو د ګډې ناستې کوربه و. دا ناسته د افغان سولې بهیر د ملاتړ په نوم جوړه شوې وه. د رسمي اعلامیې جزیات د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي،چې د دغې ناستې پرمهال ټولو خواوو د افغان سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ د افغانانو ترمنځ … نور ولولئ
افغانستان

حکومت ته د مناظرې چېلنجونه؛ مناظره څه ده، ولې حکومت پلوي نه ورته حاضریږي؟

په وروستیو کې د حکومت او په خاص ډول د ولسمشر غني یو شمېر سیاسي مخالفین هغه او پلویانو ته یې د مناظرو چېلنجونه ورکوي. په تازه ګام کې د کابل پوهنتون استادانو: پوهاند محمد اسماعیل یون او ډاکټر فیض محمد ځلاند حکومت پلوو ته دغه چېلینج اعلان کړی. دا موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت پلوو او حکومت ضدو فعالانو په ګرم بحث بدله شوې ده. افراطی قضاوتونه د حکومت پلویانو پخپلو پوسټونو … نور ولولئ
افغانستان

د کابل له تشنابونو شکایت؛ د ښځینه لیکوالې خاطرې، فریاد او وړاندیزونه ولولئ

سرچینه: اطلاعات روز ورځپاڼه لیکواله: کریمه ژباړه: بشر دروېش – یاران وېب پاڼه په ۲۰۰۹ کال کې، هغه مهال چې د کابل د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې وم، دې ستونزې زیاته وکړولم. زموږ ښوونځی که څه هم د نجونو له غوره ښوونځیو څخه و، خو تشنابونه یې خورا چټل وو. په دغو تشنابونو کې لومړني امکانات لکه: اوبه، کاغذ یا د لاس وینځلو شامپو نه وه. یوازیني څو پاک تشنابونه چې وو، هغه … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او زبرځواکونه؛ امریکا، روسیه او چین به پر افغان سوله څه هوکړې ته وردسیږي؟

ټاکل شوې، چې د ماسکو پلازمېنه په همدې څو ورځو کې د افغان سولې په تړاو د نړۍ د څو زبرځواکونو( امریکا متحده ایالاتو، روسیې او چین) د درې اړخیزې ناستې کوربه وي. د دغې ناستې ډېر جزیات نه دي مشخص شوي، خو ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او یو … نور ولولئ
افغانستان

غني سره د امریکایي وزیر توندې خبرې؛ د خلیلزاد د کابل سفر خو به لویه جرګه ونه ځپي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو د دوشنبې پر ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلیفوني خبرې کړي. د غني دفتر د معمول خلاف د دغو خبرو په اړه نه کومه اعلامیه ورکړې او نه یې ویاندویانو په دې اړه کومه مرکه یا نظر څرګند کړی. څه یې سره ویلي؟ د روسیې خبري اژانس اسپوتنیک په یوه راپور کې ویلي، چې امریکایي لوري له غني غوښتي څو د سولې پر وړاندې نور … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان شوکاڼی، ګټه یې او په لومړي ځل یې هند ته صادرول

شوکاڼي هغه سپينې تیږې دي چې په ګڼو درملو او نورو توکو کې ترې استفاده کیږي، لکه؛ ټيرونو، د ماشومانو د لوبو څیزونه، رنګونو، د ارایش مواد، کاغذ، قرطاسیه، سرامیک محصولات، د ځمکې او دېوال کاشي، چیني محصولاتو، ربړ، دوایانو او نږدې تر یو نیم سلو څیزونو کې کارول کېږي. په افغانستان کې شوکاڼی تر ډیره د ننګرهار د سپین غره په لمن کې ډیر موندل کیږي. دغو پینځو ولسوالیو؛ خوږیاڼي، شیرزاد، حصارک، پچیر اګام … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو او لویدیځ مېشتو افغان ښځو مذاکرات؛ جزیات یې دلته ولولئ

ترهغې وروسته، چې په قطر کې له افغان سیاستوالو او مدني ټولنو سره د وسله والو طالبانو د استازو مذاکراتي ناسته لغوه شوه، دغې ډلې له یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره لیدلي. د واشنګټن پوسټ راپور واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې لیکلي، چې دغه ښځینه فعالانې له اروپا او امریکا څخه د طالبانو لیدو ته ورغلي. سرچینه وایي دوی د طالبانو د سیاسي دفتر له مسولینو سره د قطر په مرکز دوحه … نور ولولئ
افغانستان

د غني د واک دوام؛ مخالفینو یې څه غوښتل، د سترې محکمې پریکړه ښه که بده ده؟

افغان سترې محکمې پرون ولسمشر غني ته د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې د واک د دوام اجازه ورکړه. د محکمې له پریکړې مخکې د ولسمشرۍ یوولسو نوماندانو په یوه ګډه اعلامیه کې وار د مخه د داسې پریکړې د اعلان افشاګري وکړه. نوماندانو ویلي و، چې غني پر سترې محکمې فشار راوړی څو د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ده د واک دوام ته جواز … نور ولولئ