افغانستان

جرمني: هغه والدین به ۲۸ سوه ډالر جریمه شي، چې بچیانو ته د شري واکسین نکوي

جرمني کې هغه مور و پلار چې خپلو بچیانو ته د شري دوه دورې واکسین په وخت سره ونکړي، د حکومت په امر به کم تر کمه ۲۸ سوه ډالر جریمه شي. دغلته د یو واکسین بیه یو ډالر ده؛ خو جریمه يې اته ویشت سوه ځلې زیاته ده. د جرمني د روغتیا وزیر جینز سپن ژمنه کړې، چې له جرمني څخه به د شري ویروس پاک کړي. نوموړي ویلي: “زه غواړم شری ورک کړم. … نور ولولئ
افغانستان

د حکمتیار شخصي ژوند؛ په اویا کلنۍ کې یې د روغ صحت راز څه دی؟

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې د افغانستان له ناندریزو او مقتدرو سیاسي څېرو څخه ګڼل کیږي، په لومړي ځل د یوې ټلویزوني مرکې پرمهال د خپل شخصي ژوند په اړه ځینې موضوعات را برسېره کړل. نوموړي د یک خصوصي تلویزون په ککتوس نومې خپرونه کې د خپل ژوند ځینې ناویلې بیان کړي، چې دلته یې مهم ټکي د یاران وېب پاڼې له درنو لوستونکو سره شریکیږي. زوکړه ګلبدین حکمتیار څه باندې اویا کاله … نور ولولئ
افغانستان

د غني او عمران خان خوږلني؛ دلایل او مجبوریتونه یې څه دي؟

د افغانستان ولسمشریزې ماڼۍ (ارګ) په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني او پاکستاني صدراعظم عمران خان د ټلیفوني خبرو خبر ورکړی. سرچینه وایي په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې. د پاکستان ژمنې د ارګ د خبرپاڼې له مخې د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هیواد یې هر ډول همکارۍ ته چې په افغانستان کې د سولې او … نور ولولئ
افغانستان

له الهي لورېینو او هنرونو مالامال؛ د قاري برکت الله سلیم له ژوند او هڅو مو خبروو

د قاري برکت الله سلیم له نوم او غږ سره به داسې افغان او مسلمان ډېر کم پیدا شي، چې بلد نه وي. هغه له ګڼو الهي لورېینو او انساني هنرونو برخمن دی؛ چې ترټولو مهم یې د نړۍ د ترټولو ستر او بې بدیله الهي کتاب ( قرآنکریم) حافظي ده. دلته به د دغه لوی او مشهور شخصیت له ژوند او نورو هنرونو څخه خبر شئ. زوکړه قاري برکت الله سلیم په ۱۳۲۹ لمریزکال … نور ولولئ
افغانستان

هند کې په خوښه جنسي اړیکې قانوني جواز لري؛ خو ولې ځينې افغانان نیول کیږي؟

هندوستان کې تر ۵ میلونه ډیرې ښځې د خپل جسم پلورلو له لارې پیسې ګټي او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابروي. که څه هم جسم پلورل (سیکس) په هندوستان کې یو پخوانی روزګار دی، خو اوس هم یو سپک او له شرم څخه ډک عمل بلل کیږي. د هندوستان د اساسي قانون د ۱۹ مادې (g) فقرې له مخې د هندوستان وګړي ازاد دي، چې د خپل ذوق له مخې مسلک او کار وټاکي. … نور ولولئ
افغانستان

مشورتي لويې جرګې لومړۍ ورځ؛ څو تأثرونه! د وحیدالله مصلح لیکنه

لیکنه: وحيدالله مصلح زما په خيال دا لومړى ځل دى، چې يو ولسمشر په ازبکي ژبه په يو رسمي مجلس کې غږېږي، دا د ژبو د ودې ملي هڅه او تشويق دى، په دې هيله چې يوازې تشريفاتي پاتې نه شي. د ولسمشر د خبرو ډېره په زړه پورې او د ملي ګټو خبره دا وه چې پاکستان ته په اشاره يې وويل، چې که تاسو غواړئ د منځنۍ اسيا دغو ډېرو هېوادونو ته لار … نور ولولئ
افغانستان

د نوي او زاړۀ جګړه/ احسان الله درمل

لیکنه: ډاکټر احسان الله درمل د transition یا انتقال له دورې ټول ملتونه تېر شويدي. دا دوره د زړو او نویو ارزښتونو د ټکر دوره وي. د نړۍ تاریخ ولولئ، د هر ملت په تاریخ کې د زاړه او نوي نسل ترمنځ ښکاره یا پټه جګړه شوې ده. زوړ نسل خپل ارزښتونه لري، دا ارزښتونه ممکن سم وي یا ناسم؛ ممکن ملت محوره وي یا شخص محوره خو نوی نسل ورسره نه جوړېږي. نوی نسل … نور ولولئ
افغانستان

جلال اباد، که قتل ګاه: اوسیدونکي يې ان له خپل سیوري ویریږي

د ننګرهار په جلال اباد ښار کې پرله پسې هدفي وژنو او ترور ښاریان ویرولي او د ژوند مزه يې ترې وړې. دوی په امنیتي اداره نیوکه کوي، چې د یوه لویشت ښار امنیت نشي ساتلی. تازه همدا نن سهار د جلال اباد ښار بهسودو پول ته څیرمه یو تن په ډزو وویشتل شو. څو دقیقې وروسته، د ښار په زړه، چپرهار هډې ته څېرمه یو ترافیک پولیس څو مرمۍ وویشتل شو او ځای په … نور ولولئ
افغانستان

د مشورتي لويې جرګې او لویې جرګې توپيرونه او قانوني حیثت یې

لیکنه: عبدالصبور مبارز جرګه په افغاني ټولنه کې يوه غوره مرجع ده چې د قومي سلا مشورو د ترسره کېدو په ځای کولو لپاره جوړيږي. افغانان له پخوا زمانو راهيسې د ټولنيز ژوند د سمون او په فردي او ټولنيزو لانجو او دعواګانو دحل په موخه له جرګو څخه ګټه اخلي. په عرفي لحاظ د جرګو پريکړو ته درناوی شوی، که چيرې کوم څوک يا کوم اړخ د هغې له پريکړو سره مخالفت وکړي د … نور ولولئ
افغانستان

کندز کې د شمال دوديزه کلنۍ مشاعره د سولې او پخلاينې په نوم ترسره شوه

راپور: محمد عزيز پردېس شمال دوديزه کلنۍ مشاعره هر کال د پسرلي په ګلورين موسم کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او کندز مېشته فرهنګيانو په نوښت د کندز ښار په مختلو سيمو کې ترسره کېږي. ياده مشاعره کې د کندز مرکز او ولسواليو په شمول د هېواد مختلفو سيمو او په ځانګړي ډول د شمالي ولايتونو شاعران، ليکولان او د شعر او ادب مينه وال ګډون کوي. دې مشاعرې ته د پښتنو شاعرانو، … نور ولولئ