افغانستان

نیلوفر ابراهیمي؛ هغه وکیله چې یو ځل مینه کې ناکامه شوې او د مور لپاره سیاست کوي

په افغانستان کې لږ خلک د خپلې مینې راز رسوا کوي؛ ښځینه خو په دوی کې بیخي مستثنا دي. په دوی کې یوه یې د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي ده. نیلوفر په یوه تلویزوني مرکه کې د خپل ژوند کیسې او لوړې ژورې بیان کړي. یاران وېب پاڼه یې د جالبیت له وجې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. له ډاکټرۍ تر سیاسته نیلوفر ابراهیمي په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت … نور ولولئ
افغانستان

د پارلمان ترټولو ځوانه وکیله؛ مریم سما څوک ده، ولې د ډېرو ژبو پر سرده؟

لیکنه: نسیم پياوړی مریم سما د ولسي جرګې د اوسنۍ ترټولو ځوانه وکیله ګڼل کیږي. د هغې عمر دقیق نه دی معلوم، خو موکلین یې او رسنۍ وخت په وخت هغه د ولسي جرګې ترټولو ځوانه غړې ګڼي. دغه مشهوره رسنیزه څېره د کابل ولایت د پارلماني ټاکنو په ناندریزو پایلو کې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالۍ شوې ده. سما څوک ده؟ مریم سما د هرات ولایت اصلي اوسیدونکې ده، چې هلته … نور ولولئ
افغانستان

اختر او طالبانو ته د دوستم ګواښ؛ وایي ۲۰ زره وسله والو سره د طالبانو ټغر ټولوي

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر بې واکه لومړی مرستیال جنرال دوستم د اختر مبارکۍ په پيغام کې یو ځل بیا وسله والو طالبانو ته توند پيغامونه لري. د دوستم له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې مبارکۍ کې دا ګواښ کړی. د ګواښ جزیات جنرال دوستم په دغه پيغام کې ویلي، چې وسله والو طالبانو په وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد شمالي ولایتونو ته مخه کړې. هغه له نوم اخیستو … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو ته اختریزه ډالۍ؛ ولسمشر غني یې ۸۸۷ بندیان خوشې کوي

ولسمشر غني د کوچني اختر په ویاړ نن اعلان کړه، چې د وسله والو طالبانو ۸۸۷ بندیان له زندانونو خوشې کوي. هغه دا اعلان په ارګ کې د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته وکړ. ولسمشر دا کار د قانون له مخې خپل صلاحیت وباله او ویې ویل: دا کار د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو غوښتنې ته د درناوي لپاره کوي. لوی څارنوالۍ ته لارښوونه ښاغلي غني وویل: په مشورتي لویه جرګه کې … نور ولولئ
افغانستان

پولیسو ۸۰ تنه پټاخۍ پلورونکي نیولي دي

په افغانستان کې د اختر په رارسیدو هټیوال باروتي پټاخۍ پلوري چې ماشومان یې اخلي او ډز کوي یې. هر کال به د افغانستان کورنیو چارو وزارت دوکاندارانو ته خبرداری ورکاوه چې د پټاخیو له پیر او پلوره ځان وساتي کنه قانوني چلند به ورسره وشي، خو نه هټیوالو دا خبره منله او نه پولیسو له چا سره قانوني چلند کاوه. خو سږ کال د لومړي ځل لپاره افغان پولیس د ۸۰ تنو داسې دوکاندارانو … نور ولولئ
افغانستان

پر غني او اتمر تورونه؛ نبیل وایي پر ډیورنډ کرښې یې معامله کړې

د ملي امنیت پخوانی ریس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل په یوه خبري کنفرانس کې پرون پر روانو سیاسي بدلونونو د تبصرو ترڅنګ د ټاکنو دوه نور مخکښ نوماندان( اشرف غني او حنیف اتمر) په خطرناکو تورونو تورن کړل. یاران وېب پاڼه د بې پرې توب اصل او بیان ازادۍ ته د درناوي په پار د هغه د کنفرانس مهم ټکي له خپلو لوستونکو سره شریکوي. د ۲۰۱۴ ټاکنو کیسه نبیل، … نور ولولئ
افغانستان

منتقدین او پر ارګ د فحشا تورونه؛ د غني مخالفین دې قضیې نه څه غواړي؟

د نسیم پیاوړي لیکنه تر هغې وروسته، چې ارګ د خپل یوه مخکیني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي لخوا د فحشا د ترویجولو په خطرناک تور تورن شو، له دغې قضیې څخه د ارګ مخالفو ډلو په مختلفو بڼو د سیاسي استفادې هڅې پيل کړې. په دې ترڅ کې لومړنی غبرګون د ولسمشریزو نوماندانو د همغږۍ د شورا و. دا شورا، چې تر ډېره د حنیف اتمر په محوریت جوړه شوې، د حبیب الله احمدزي … نور ولولئ
افغانستان

مریم وردګ: د اتمر د ټیم غړې نه یم، خو د بندي کیدو اندیښنه لرم

د ملي امنیت شورا دفتر مخکینۍ سلاکاره مریم وردګ، چې په ارګ کې د ښځو د جنسي ځورونو په اړه خبرو یې دا د ژبو په سر او ناندریزه کړه، اوس د بندي کیدو اندیښنه لري. مریم وردګ څه موده مخکې تر هغې وروسته د بحث وړ او مشهوره شوه، چې یوې هندي رسنۍ ته یې د مرکې پر وخت په ارګ کې د ښځو د جنسي اذیت او په دې بدل کې د دوی … نور ولولئ
افغانستان

د حبیب الله احمدزي ژوند ته کتنه؛ څوک دی او له ارګ سره یې جنجال چېرته ورسیده؟

د ولسمشر یوه مخکیني سلاکار او نیږدې سړي حبیب الله احمدزي څه موده مخکې د یوې تلویزوني مرکې پر وخت پر ولسمشر غني او ولسمشریزې ماڼۍ(ارګ) توندې نیوکې وکړې. د هغه په خبرو کې څو عمده نیوکې دا وې: ـ ارګ د څو ډلو( د ولسمشر د دفتر ریس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر د ستر سلاکار فضل محمود فضلي او د ولسمشر د لومړۍ مېرمنې د دفتر) له لورې انحصار شوی. ـ تېرې پارلماني ټاکنې … نور ولولئ
افغانستان

داودزی: پرسولې شورا بیا کتنه کیږي، روسیه دې د سولې غرضي ناستې بندې کړي

د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا ریس عمر داودزي په یوه تازه مرکه کې د سولې په تړاو مهمې خبرې کړي. دا مرکه له خورشید تلویزون سره شوې، چې یاران وېب پاڼه یې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي: سولې ته هیله مندي عمر داودزی وایي سولې ته تر بل هر وخت هیله مندي زیاته شوې او … نور ولولئ