افغانستان

پښتو د نوح علیه السلام او اریایانو په زمانه کې – د علمي او روایتي تاریخ یو امتزاج

د نړۍ د ټولو انسانانو تاریخ له یوې ورځې پیلیږي ، له هغې ورځې چې حضرت ادم او حوا بي بي له جنته ځمکې ته خپاره شول، هیڅ قام دعوه نشي کولای چې زما د انسانیت تاریخ تر بل هغه لرغونی دی. خو خبره داده چې یو شمیر انسانانو خپل تاریخونه ( تر یوې کچې ) پیدا کړي، او یو شمیر نور په تشو افسانو سره خپل تاریخي ذوقونه خړوبوي ګنې د قامونو او ژبو … نور ولولئ
افغانستان

د دارلامان اداري کمپلیکس؛ یوه تاریخي زیربنايي پروژه

د دارالامان اداري کمپلکس چې یکشنبې په ورځ یې د ولسمشر اشرف غني لخوا د ابادۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه هغه سیمه ده چې کابو سل کاله وړاندې د چهاردهي خلکو د کرنې مځکې وې او غازي امان الله خان تر د دولتي ملکیتونو د ابادۍ لپاره راونېولې. یاد کمپلکس چې د کابل لويدیځه برخه کې موقعیت لري لومړنی اداري بې ساری کمپلکس دی چې د کابل په بیلابیلو برخو کې به خورې ورې … نور ولولئ
افغانستان

مالکیت او مزدوري، د روانې جګړې دوه روایتونه – تواب غورځنګ

لېکوال : تواب غورځنګ تېره اوونۍ د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو په انستیتیوت کې د توماس جانسو د کتاب مخکتنه وشوه، دا کتاب د طالبانو روایتونه نومېږي او فارسي ته ښاغلي فردوس کاوش ژباړلی، کتاب کې زموږ د ملت پر وړاندې د روانې جګړې د یوه اړه روایتونه، مشروعیتونه او توجیهات واضح شوي دي. دا کتاب زموږ د ملي تبلیغاتي دستګاه لپاره له دې لحاظه ارزښتمن دی، چې تر اوسه د روانې جګړې د دواړو … نور ولولئ
ادبیات

د لغمان نوم مخینه – مصطفی سالک

ارواښاد عبدالشکور رشاد د سیمو تاریخي جغرافیه کې د لغمان کلیمې د ځیرنې او شننې پر مهال لیکي: «لامک د کلي د ملک او خان معنا لري، دا چې ځینې کسان مهتر لام د حضرت نوح (ع) پلار ګڼي ، دا مسله د تامل وړ ده . زه داسې فکر کوم ،چې لام او لامک د پشه يي ژبې دکلي او د کلي د ملک او مشر معناوې لري.» د رشاد صاحب انګیرنه نیکه او … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: د کرکیټ بورډ د ستونزو په اړه دي جدي او ژر اقدامات وسي.

نن د هیواد ولسمشر محمداشرف غني په ارګ ماڼۍ کي د کرکیټ بورډ له غړو سره وکتل او د کرکیټ بورډ د روان وضعیت په اړه یې له غړو څخه راپور وارېدئ. د کرکیټ بورډ غړو ولسمشر ته وویل چي د د ۲۰۱۹م کال د پنځوس اوریز نړیوال جام په جریان کي او وروسته تر هغه د لوبډلي وضعیت وارزول سو. دوی زیاته کړه، چي د ملي لوبډلي د ښه کېدو لپاره یو لړ اقدامات … نور ولولئ
افغانستان

د الله ګل مجاهد ناویلې؛ وایي عبدالحق څلورلاري نه اخوا د ده سبز ځمکې مې خپلې دي

د ولسي جرګې مشهور غړی الله ګل مجاهد، چې ځینې یې له نوم سره د زورواکۍ او ځمکو غصب تورونه تړي، د کابل له عبدالحق څلورلاري اخوا ځمکې د ده سبز ولسوالۍ اړوندې او ځان د دغې ولسوالۍ د مخور په حیث د ټولو دې ځمکو مالک ګڼي. ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د یک تلویزون په کاکتوس نومې خپرونه کې کړي. په دغه مرکه کې د هغه د ژوند ډېرې نورې ناویلې هم بحث شوي، … نور ولولئ
افغانستان

څنګه یو ښه افغان اوسیدونکی اوسم؟

لیکنه: خالد بزګر وزیري ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل څو ساده کارونه او چلند کولای شي زموږ د ژوند کچه لوړه او ښه کړي. د ښارونډانو په توګه، په ځانګړي ډول د زده‌ کوونکو/زده کړیالانو په حیث، هغه څه چې باید موږ ټول یې ترسره کړو: ۱. له خپل کور څخه یې پیل کړه، په دوامداره توګه یې پاک کړه او د باندې وره (دروازې) مخه دې هم پاکه وساته. ۲. له ګاونډیانو سره په ښو … نور ولولئ
افغانستان

په دوحه کې د سولې د بین الافغاني کانفرانس پریکړه لیک

بسم الله الرحمن الرحیم موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چي د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون خوري په دوحه کي دسولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کي دسولي لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هیواد هڅو ته د ارزښت په سترګو ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربتوب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.

د افغانستان اسلامي دولت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره اونۍ کندهار ولایت ته په دوو ورځو کي د لاسته راوړونو ډک سفر وکړ او په ۲۰۵ اتل قول اردو کي یې د کندهار د مختلفو طبقو خلګو سره مخامخ لیدني او کتني وکړې. ولسمشر په لومړۍ ورځ د ټولګټو څلور پروژې پرانیستلې، د سترغازي احمدشاه بابا د زیارت ترڅنګ یې  د غازي نوم د کندهار پر هوايي ډګر و نوموئ او د کندهاریانو سره یې … نور ولولئ
افغانستان

د قطر ناسته؛ سوله که ټاکنې به را مخکې شي؟

په قطر کې د طالب استازو او افغان سیاستوالو ګډه غونډه په داسې وخت شوې، چې امریکایانو افغان حکومت ته څه موده مخکې د ولسمشریز ټاکنو د پر وخت ترسره کیدو ډاډ ورکړی و. مخکې افغان حکومت او خاصتاً  د ولسمشر غني ټیم په مختلفو ډولونو د طالبانو او امریکایانو د روانو مذاکراتو مخالفت کاوه او د وطن په تاوان یې باله. په دې اړه حکومت پلویان او منتقدین دواړه لرل، چې له هغو بحثونو … نور ولولئ